امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ؛ د هرېس او ټرمپ ترمنځ سیالي اوږه پر اوږه روانه ده

د امریکا متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایې اچوونې بهیر پیل شوی دی.
په دغو ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېدو لپاره سیالي کوي.
مېرمن هرېس د جنین سقطولو حق د پلویتوب غږ او ژمنه یې کړې، چې د کارګرو کورنیو لپاره به د خوړو او مېشت ځایونو بیو کمولو برخه کې کار وکړي.
ټرمپ بیا د امریکا پولو تړلو او په مالیو کې د کمښت راوستلو ژمنې کړې، چې په وینا یې کچه به یې ټریلونونو ډالرو ته رسېږي.
امریکایان په دې ټاکنو کې یوازې د ولسمشر انتخاب لپاره رایې نه ورکوي، بلکې دوی د امریکا کانګرېس غړو ټاکنې لپاره هم رایې ورکوي.
همدا راز په ځینو ایالتونو کې د جنین سقط حق ورکړې لپاره هم رایې ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې د ټولټاکنو له ورځې مخکې تر ۸۲ میلیونو تنو پورې امریکایانو خپلې رایې کارولې دي.
د دې ټاکنو پایلې ښايي تر راتلونکو ورځو پورې وخت ونیسي یا داسې هم کېدای شي، چې د رایو شمېر له پای ته رسېدو سره سم اعلان شي.
دواړو نوماندانو خپلې وروستۍ ټاکنيزې منډې ترړې د امريکا هغو ايالتونو کې متمرکزې کړې، چې تر ډېره د ټاکنو ګټلو برخليک ورپورې تړلی دی.
د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ ترمنځ سيالۍ خورا سخته او نژدې روانه ده.
د کمپاين په وروستۍ ورځ کمالا هرېس د اقتصاد ښه کولو ژمنې او د يوالې خبرې کولې. سيال يې ډونلډ ټرمپ بیا د اقتصاد تر څنګ د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې پر کلکې مبارزې ټينګار کاوه.
شمېرې ښيي چې په امريکا کې شاوخوا ۱۴۴ ميليونه خلک د رايو ورکولو وړ دي چې تر نيمايي ډېرو يې وار دمخه خپلې رايې کارولې دي.
د فلوريډا پوهنتون د ټاکنو څېړنيز مرکز د وروستيو شمېرو له مخې ۸۱ ميليونه کسانو خپلې رايې وختي او يا د پوستې له لارې اچولې دي.
دا شمېر د ۱۰۱ ميليونه رايو پرتله چې په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وبا پر مهال خلکو له وړاندې کارولې وې، ډېر کم دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نظر پوښتنو له مخې سیالي دومره سره نږدې پر مخ روانه ده، چې یوازې دوه یا درې نومرې هم که هغه د ډونلډ ټرمپ په کټه وي یا د کمالا هرېس، په اسانۍ پایلې بدلولی شي.
کمالا هرېس د ټاکنيزو هلو ځلو وروستۍ ورځ ټوله په پنسلوانيا ايالت کې چې د ټاکنيزې سيالۍ تر ټولو ستر ډګر دی، تېره کړه.
د دغه ايالت ګټل ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.
اغلې هرېس د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل امریکا د نوي نسل مشرتابه ته چمتو ده.
نوموړې زياته کړه، "زموږ ټاکنیز کمپاین د امریکا د ولس لوړې هیلې، غوښتنې او ارمانونه رابرسېره کړل. موږ د هغه څه په اړه چې په ګډه یې کولی شو خوشبینه او تلوسي یوو. موږ پوهېږو چې امریکا کې د نوي نسل د مشرتابه لپاره وخت را رسېدلی دی او زه د امریکا د راتلونکې ولسمشرې په توګه دغه مشرتابه ته چمتو یم."
بل پلو د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ پنسلوانیا او مېشیګن ته له تګ وړاندې په شمالي کرولینا کې د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
نوموړي یو ځل بیا هغه ادعاوې تکرار کړې چې ګواکې زرګونه پړه پېژندل شوي قاتلان له مکسیکو امریکا ته اوړي او ژمنه یې وکړه چې که دی ولسمشر شي، او مکسیکو د کډوالو مخه ډب نه کړي، نو سزا به وګوري.








