ډونلډ ټرمپ کله د امریکا ولسمشر کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جورج باودېن
- دنده, بيبيسي نیوز، واشنګټن
جمهوریپال ډونلډ ټرمپ به د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له تاریخي بریا وروسته د نوي ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
له دېموکراتې کمالا هرېس سره سیالي سخته او ډېره نږدې وه، خو د شپې له مخې اعلانېدونکو پایلو وښوده چې ټرمپ د بریا لپاره اړینې رایې ګټلې دي.
دی به په تېرو ۱۳۰ کلونو کې د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر شي، چې بېرته سپینې ماڼۍ ته ګرځي.
همدا راز ۷۸ کلن ډونلډ ټرمپ لومړنی سړی دی، چې په دومره پاخه عمر کې امریکا ولسمشر ټاکل کېږي.
د ټاکنو پایلې به کله تائید شي؟
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا رسمآ نه دي تائید شوې، خو د بریتانیا او اسرائیل په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو مشرانو وار له مخه ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې ده.
مخکې داسې اندېښنه وه چې په ځینو بدلېدونکو ایالتونو کې به سخته او سره نږدې سیالي د ټاکنو پایلې ناڅرګند لوري ته یوسي.
خو د جمهوریپال ګوند د کلکو ملاتړو ایالتونو ترڅنګ په شمالي کارولینا، جورجیا، پېنسیلوانیا او وېنسکانسن تر تمې مخکې بریا په دې معنا وه چې ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ لپاره د ۲۷۰ اېلېکټرال رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.
په امریکا کې د بيبيسي نشراتي شریک سيبياېس د ټاکنو پر سبا سهار وختي ۵:۳۰ بجې د ټرمپ د ټولیزې بریا اټکل کړی و.
په هر حال ښايي د امریکا په ټولو ایالتونو کې له جزییاتو سره د ټاکنو د پایلو رسمي تائید څو ورځې او ان اوونۍ واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا ډونلډ ټرمپ اوس ولسمشر دی؟
نه.
ټرمپ دمګړۍ منتخب ولسمشر او د ټاکنیزو سیالیو ملګری یې 'جیډي وېنس' منتخب مرستیال ولسمشر دی.
ډونلډ ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۰مه د ولسمشرۍ د نوې دورې په پرانیستونکو مراسمو کې له لوړې وروسته په قانوني ډول د نوي ولسمشر په توګه واک او مسوولیتونه ترلاسه کړي.
د ټاکنو او لوړې ورځ ترمنځ موده کې څه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تر هغې وروسته چې ټولې کره رایې په وروستیو پایلو کې شاملې شي، د ټاکنیز کالج (اېلېکټرال کالج) په نوم پېژندل کېدونکې پروسه د ټاکنو پایلې تائیدوي.
په هر ایالت کې د ټاکنیز کالج د رایو شمېر توپیر لري چې نوماندان یې د ګټلو هڅه کوي.
پخپله د رای اچوونکو لخوا پر ملاتړ سربېره، ټاکنیز کالج هم د ګټونکي شخص بریا تضمینوي.
عمومآ ایالتونه د ټاکنیز کالج ټولې رایې هغه نوماند ته ورکوي، چې د خلکو د رایو اکثریت یې ترلاسه کړی وي، او دا د راتلونکې ډسمبر د ۱۷مې نیټې په ناسته کې تائیدېږي.
تر هغې وروسته، نوی ټاکل شوی کانګرس د جنوری شپږمه د ټاکنیز کالج رایو شمېرلو لپاره غونډه کوي او په دې توګه دا تائیدوي چې ټاکنې کوم نوماند ګټلې دي.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې همدا پروسه روانه وه، چې د ډونلډ ټرمپ ملاتړو پرې چپاو ور وړ او د دې پروسې د درولو هڅه یې وکړه.
تر هغې ورمخکې ټرمپ ویلي و چې ټاکنو کې ورسره درغلي شوې او د بایډن بریا ته غاړه نه ږدي.
منتخب ولسمشر او متخب مرستیال ولسمشر اوس څه کوي؟
منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او منتخب مرستیال ولسمشر جیډي وانېس به د واک لېږد لپاره له خپل ټیم سره پر دې کار کوي، چې د ولسمشر بایډن له ادارې د مسوولیتونو ترلاسه کول تنظیم کړي.
دوی به د خپلو پالیسیو لومړیتوبونه مشخصوي، هغه نوماندان به ارزوي چې نوې اداره کې پر مهمو څوکیو ګومارل کېږي او همدا راز به دې ته چمتووالی نیسي چې د حکومت اجرائیي چارې ترلاسه کړي.
له ډونلډ ټرمپ او ټیم سره به یې د ملي امنیت په اړه د محرمو مالوماتو شریکول پیل شي، چې دمګړۍ امریکا ته پېښ ګواښونه او د دغه هېواد لخوا روان پوځي عملیات هم پکې شاملېږي.
منتخب ولسمشر او منتخب مرستیال ولسمشر د امریکا د استخباراتي ادارو لخوا اړین خوندیتوب ترلاسه کوي.
تلونکی ولسمشر معمولآ تر ټاکنو څو ورځې وروسته نوی ولسمشر سپنې ماڼۍ ته وربولي.
دی همداراز د دې لپاره چې په سمبولیکه توګه د واک سولهییز لېږد وښيي، عموما د ولسمشرۍ د نوې دورې په پرانېستونکو مراسمو کې هم ګډون کوي.
پخپله ډونلډ ټرمپ بیا په ۲۰۲۰ کال دغو مراسمو کې ګډون ونه کړ.
خو هغه له رونالډ رېګن د راپاتې دود په تعقیب اوول ماڼۍ کې خپل ځایناستي ته لاس لیکلی پیغام پرېښی و.
ولسمشر بایډن هغه مهال خبریالانو ته ویلي وو چې "ډېر سخاوتمند لیک" ورته پرېښودل شوی و.
نوی ولسمشر له پرانیستونکې مراسمو او لوړې سملاسي وروسته کار پیلوي.











