افغانستان کې د سړې هوا څپې، د انسانانو او څارویو مړینه ډېره شوې

افغانستان کې واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې واورو او سړې هوا یو شمېر کسان او زرګونه څاروي وژلي دي. ویل شوي چې په مړو شویو کسانو کې ډېری په نشه يي توکو روږدي کسان وو چې یخنۍ وژلي دي.

 په ځینو ولایتونو کې د تودوخي درجه منفي ۳۴ پورې ټېټه شوې چې له امله یې نه یوازې ورځنۍ چارې ټکنۍ شوې بلکې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

بادغیس، هرات، خوست، فاریاب، بغلان، جوزجان او سرپل هغه ولایتونه دي چې د واورو او سړې هوا له امله په کې یو شمېر کسانو خپل ژوند بایللی دی.

له بادغیس، خوست، او بغلان نه د پنځو پنځو، له هراته د څلورو، له فاریابه او جوزجانه د دوو دوو او سرپل نه د یوه کس د مړینې رپوټونه ورکړل شوي دي.

د سختې یخنۍ له امله په مړو شویو کسانو کې ډېر شمېر په نشه يي توکو د روږدو کسانو ښوول شوي دي.

د دې ترڅنګ په بادغیس ولایت کې د څلور زرو او له نورو ولایتونو نه هم د ګڼ شمېر څاریو د مړه کېدو رپوټونه ورکړل شوي.

افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د هوا پېژندنې ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال غور ولایت کې د تودوخي درجه د نورو ولایتونو پرتله ډېره ټېټه ده.

دغلته د تودوخې درجه د منفي ۳۴ او منفي ۱۹ درجو ترمنځ ښوول شوې. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې پکتیا، بامیان، دایکنډي، بدخشان، جوزجان، فاریاب، هرات، کندوز، کابل، شمالي او جنوبي سالنګ هغه ولایتونه او سیمې یادې شوي چې د تودوخې درجه په کې ډېره تېټه ده او د هوا سړې څپي نغاړلي دي.

افغانستان کې واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

"د سړې هوا اوسنۍ څپه سایبریایي ده"

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د هوا پېژندنې ریاست کې د هوا د اټکل د څانګې مشر محمد جمعه نوروزي وايي د سړې هوا اوسنۍ څپه سایبریايي ده چې افغانستان ته راغلې ده.

"د سایبریايي سړې هوا څپه چې له واورینو او ډېر سړو سیمو نه تېره شوې وه، د تېرې اونۍ په پای کې افغانستان ته دننه شوه، دا څپه به د روانې اونۍ تر پایه په افغانستان کې خپره وي، دې سړې څپې ټول هېواد نغاړلی دی، په ځانګړې توګه سوېل لوېدیځ، شمال لوېدیځ، لوېدیځ، شمالي، شمال ختیځ او مرکزي ولایتونو کې هوا ډېره سړه شوې.

اوس مهال د هوا پیژندنې ریاست د معلوماتو له مخې تر ټولو یخني په مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې ده".

سختو واورو او سړې هوا په ګڼو سیمو کې د ژوند ډېرې ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي. هغه خلک تر نورو ډېر ځپل شوي چې وار دمخه هم د بې وزلۍ له امله له ستونزو سره مخامخ وو.

د ډېرو په باور بې کاري او بد اقتصادي وضعیت د ساړه ژمي اغېز لا ژور کړی او په وینا، یې که له خلکو سره د خوراکي توکو او نورې مرستې ونه شي سږنی ژمی به انساني ناورین رامنځته کړي. 

افغانستان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

په ورته مهال د هوا پېژندنې د یاد ریاست مشر محمد نسیم مرادي وايي د سړې هوا اوسنۍ څپه به روانه او بله اونۍ هم پر افغانستان خپره پاتې وي.

 "د هوا پیژندنې د نقشو او نورو معلوماتو د څیړنې له مخې به دا اونۍ او بله اونۍ په ځینو سیمو کې د تودوخي درجه ټېټه پاتې وي".

 خو ښاغلی سایق وايي ځینو ولایتونو ته یې مرستې استولي او حالات له نژدې څاري.

 ځينو مرستندویه بنسټونو هم ویلي سړې هوا د ميلیونونو هغو افغانانو ژوند چې وار له مخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او یا له خپلو مېنو بې ځایه دي سخت تریخ کړی دی.

په افغانستان کې د ساړه ژمي دا څپه داسې مهال د خلکو ژوند ګواښي چې د ښځو پر زدکړو او کار د بندیز په غبرګون ګڼو نړیوالو خیریه ټولنو او موسسو هم د اعتراض په بڼه خپل فعالیتونه کم یا درولي دي. د روانې جنورۍ میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې سږنی ژمی به د ډېرو افغانانو ژوند وګواښي.

کارپوهان وایي که هوا همداسې سړه پاتې او د تودوخي درجه له دې هم راټیټه شي د ماشومانو په ګډون به د ميلیونونه انسانانو او څارویو ژوند سخت وګواښي.