افغانستان کې واورې او سېلابونه؛ زرګونه خلک یې اغېزمن کړي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې واورې او سېلابونه؛ زرګونه خلک یې اغېزمن کړي

لږ تر لږه لس کسان د افغانستان په څو ولایتونو کې د واورې او سېلابونو له امله مړه شوې دي. ۳۰ نور بیا له هوا سره په تړلو پېښو کې ژوبل شوې دي. پلازمېنه کابل کې هم په کور دننه بې ځایه شوي وايي سر پناه نه لري. بل پلو بیا د چاپېریال ساتلو ادارې له خلکو غوښتي چې د واورې او باران له امله د نویو ډېرو اوبو زېرمه کولو لپاره څاګانې وکني. خو له کړاونو سره سره، وچکالۍ ځپلو افغانانو لپاره د واورې ورښت یو ښه زېری هم دی. کریمه نعیمي رپوټ لري.