افغانستان: يوه مياشت کې واورې ښوېدنې او سړې هوا ۷۲ کسان وژلي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې له دې سره په تېره یوه میاشت کې د ورښتونو او سړې هوا له امله د وژل شویو شمېر ۷۲ او د ژوبلېدلو شمېر ۴۸ تنو ته ورسېد.
د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ د پرلپسې ورښتونو له امله ۲۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه ژوبلېدلي دي.
د چارواکو په خبره، د دغو تلفاتو وروستۍ دوه پېښې د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې ثبت شوې دي چې ۱۶ تنه پکې وژل شوي دي.
د دایکندي ولایت ویانده سکینه احساني وايي چې د واورې ښوییدنې په دغو پېښو کې د یوې کورنۍ ټول او د بلې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د ډېرو ولایتونو له مرکزونو سره د ولسوالیو لویې لارې بندې دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د دغو لارو د پاکولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې د سلواغې یا دلوې میاشتې له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د ورښتونو او سړې هوا له امله ۷۲ تنه وژل شوي او شاخوا پنځوس ژوبلېدلي دي.
طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم له زیانمنو سره د مرستو په اړه وايي.


بل خوا له تېرې شپې راپدې خوا درنو واورو له امله د سالنګ لویه لار تر نا معلوم وخته تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي دغه لار یې د واورې ښویېدنې او سختو توپانونو له امله تړلې او تر څو چې توپانونه نه وي درېدلي دا لاره نشي خلاصولی.
د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې رییس ضمیر امرخېل بي بي سي ته وویل چې د سالنګ پر ۱۰۸ کیلو مټره غځېدلي سړک ډېرې واورې شوې او د ځينو برخو د پاکولو کار روان دی.
کندهار، ارزګان، هلمند، هرات، دایکندي، غزني او بامیان هغه ولایتونه دي چې د وروستیو ورښتونو له امله ډېر اغېزمن شوي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ژمني پلان د عملي کولو په موخه له حکومت څخه د ۹۰۰ میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه خو دغه وازارت وايي چې د بودیجې د تصویب ځنډېدو او د مالي کال د بدلون له امله ولایتونو ته د مرستو او پیسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.











