د عکسونو البوم: نیم‌متر واوره؛ واورو پوښلی کابل

په تېرو ورځو کې، پلازمېنه کابل د ډېرو واورو شاهد و. وروستۍ واورې سږ کال کابل کې بې سابقې وې.

دا انځورونه کابل کې عزیز عزیزیار اخیستي دي

افغانستان
د عکس تشریح، د کابل وروستۍ واورې پرله پسې دوه ورځې او دوې شپې وورېدې
افغانستان
د عکس تشریح، د کابل اسمايي غره لمن کې اوسېدونکي له خپلو بامونو واوره توږي
افغانستان
د عکس تشریح، واوره، د ماشومانو د خوشحالیو غوره شېبه وي چې له کوره ووځي او په واورو کې ساتېري وکړي
افغانستان
د عکس تشریح، د عمومي لېږد رالېږد د سیتسم نشتوالی ددې لامل شوی چې ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي
افغانستان
د عکس تشریح، دا واورې په تېرو څو کلونو کې بې سابقې ګڼل شوې دي
افغانستان
د عکس تشریح، کابل کې د یوه غره لمن کې ماشومان د لوبو پرمهال
افغانستان
د عکس تشریح، د کابل دارالامان سیمه کې یو ټکسي چلوونکی
افغانستان
د عکس تشریح، که څه هم د کابل ښاریانو واوره خوښېږي، خو ډېرو واورو یې بیا ژوند کې ستونزې هم رامنځ ته کړې دي
افغانستان
د عکس تشریح، کابل ښار کې یو لاسي خرڅوونکی
افغانستان
د عکس تشریح، د کابل لوېدیځ (امید سبز) مېنه کې یو ځوان خپل کور ته پر بایسکل سودا راوړي
افغانستان
د عکس تشریح، د کابل ښار واورینه شپه - د سړک غاړه
افغانستان
د عکس تشریح، د کابل لوېدیځ کې یوه ښځه واورو کې

.