وروستیو اورښتونو د افغانستان درې ولایتونو کې ۱۸ کسان وژلي

د افغانستان طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وايي سختو اورښتونو او درنو واورو د افغانستان په دریو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۸کسان وژلي او نږدې شل يې ټپیان کړي دي.
درې نور کسان بیا په هلمند کې وژل شوي دي. ډېره مرګژوبله د کورونو د چتونو د نړېدو له امله اوښتې. دغه وزارت وايي روانو اورښتونو د یو شمېر ولایتونو لارې هم بندې کړې دي.
یاد وزارت وايي په ديارلسو ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې واورې او بارانونه اوریږي. په مرکزي او شمالي ولایتونو کې واورې او په سوېلي ولایتونو کې بارانونه شوي.
چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان د چتونو د نړېدو له امله مړه شوي او له شلو نور ډېر ټپیان شوي دي.
طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وایي، د هرات ولایت د مرکز په قادرآباد سیمه کې هم د یوۀ کور د نړېدو له امله شپږ کسان مړه شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم وايي چې د سختو اورښتونو او سېلاونو له امله په دغه ولایت کې درې کسان مړه شوي او لس نور ټپیان دي.
په یو شمېر لویو لارو کې هم سپرلۍ د سختو واورو او واورو ښوېدنو له امله بند پاتې دي.
د افغانستان د طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت وايي د شپې تر پایه په دغو دیارلسو ولایتونو کې اورښتونه دوام کوي.

د سالنګ لاره چې د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه له کابل سره نښلوي د بار وړونکو ګاډو پر مخ تړلې او کوچني موټر هم په احتیاط له دغې لارې تېرېږي.
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم له نږدې لس کلونو وروسته واوره اورېدلې.
د طبيعي پېښو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت په وینا دغو سختو شرایطو ته يې چمتووالی درلود او لارو پرانستلو ته چمتو دي.








