'افغانستان کې له طبیعي پېښو زیانمنونکو سیمو ته نقشه جوړه شوې'

د عکس سرچینه، Getty Images
بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغان دولت وزارت وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د احتمالي زیانمنېدونکو سیمو لپاره یې یوه نقشه جوړه کړې ده. یاد وزارت دغه څرګندونې د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
ملګرو ملتونو د اکتوبر ۱۳مه د طبیعي پېښو د خطرونو کموالي په نوم نومولې ترڅو د طبیعي پېښې خطرونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی رامنځته کړي.
افغان چارواکي وايي، د زیانمنونکو سیمو لپاره تازه نقشه د تلفاتو د کمېدو، د طبیعي پېښو د زیانونو د مخنیوي او را روان ژمي کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره ګټوره تمامېدلی شي.
بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا وايي دغه نقشه یې په څو میاشتو کې جوړه کړې او د هغو سیمو پیژندنه پکې شوې چې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي.
ښاغلي اقا وویل: "په دې نقشه کې په هر ولایت موږ سیمې پیژندلي دي او دا مو معلومه کړې چې کومه سیمه د کوم خطرونو سره مخ ده بیا ددې خطرونو پر بنسټ کولی شو چې په اړه یې پلان جوړ کړو، خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو چې د خطرونو کچه یې ټیټه شي".
افغانستان یو له هغو هېوادو څخه دی چې طبیعي پېښو او افتونو سره مخ وي، بې وزلي، دوامداره جګړه، د نفوس زیاتوالی، د سختو ویجاړو لارو څخه تېریدنه هغه څه دي چې په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو کچه زیاته کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
هرکال په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه، د ځمکې ښوېدل، زلزله او واوره ښوېدنه د ژمي او اوړي په موسم کې ځاني او مالي زیانونو رامنځته کوي.
د افغانستان په ۱۰۷ ولسوالیو کې ۳۱۳ کلي د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي.
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې داسې کلي شته چې اوسېدونکي یې د ژمي په موسم کې په میاشتو میاشتو واورو کې بند پاتې وي.
د واخان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی اسدالله بهادري وايي:"اوه میاشتې ددې سېمې لار بندیږي، نه ځکمنې لار لري او نه هم هوايي، دلته شته خلک د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي، ځینې یې مړه شي، نه روغتیايي کلینک شته او نه د درملنې لپاره کوم بل ځای، د کرنې ټول حاصلات یخ وهي. کله چې غنم یخ ووهي، ډوډۍ یې ترخه راځي چې هېڅ د خوړولو نه وي، دا له مجبوریته کوو ځکه باید ژوندي پاتې شو".
د شمېرو له مخې تېرکال د طبیعي پېښو له امله نږدې ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلورسوه نور ټپیان شوي وو. په دغو پېښو کې ۱۸ زره کورونه، ۱۵۰ ښوونځي او ۱۳۰ پلونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړ شوي وو.








