تر ۲۰۳۰ به د سېلابونو د قربانیانو شمېر درې برابره شي

د عکس سرچینه، AP
یوې څېړنې ښودلې ده، چې د ۲۰۳۰ کال په راتلو سره به د سېلابونو له کبله د قرباني کېدونکو او اغېزمنېدونکو خلکو شمېر درې برابره لوړ شي.
دغه څېړنه چې د نړیوالو سرچینو له یوه انستېتوت نه خپره شوې وايي، په ګرده نړۍ کې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د سېلابونو له کبله د اغېزمنو شویو خلکو شمېر درې برابره ډېر شي.
څېړنه د ممکنه اغېزمنېدونکو خلکو د ډېرېدو لامل د نړۍ د وګړو ډېرښت او د هوا او اقلیم بدلون په ګوته کوي، خو ترڅنګ یې وايي، چې بارانونه او سېلابونه به ډېر شي.
دغه انستېتوت وايي، خپله څېړنه یې د تېرو سېلابونو تجربو او د راتلونکي اټکل پر بنسټ چمتو کړې ده.
په څېړنه کې راغلي، نژدې ۲۰ میلیون وګړي دا مهال د سېلابونو له کبله له خطر سره مخامخېدونکي دي، چې د ټول ټال مرګ ژوبلې او زیان کچه یې نژدې ۶۵ میلیارد پونډو ته رسېږي.
د دغه نوي راپور له مخې به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله د اغېزمنېدونکو خلکو شمېر نژدې ۵۰ میلیون کسانو ته ورسېږي، چې ګردې نړۍ ته به نژدې ۳۴۰ میلیارد پونډه زیان واړوي.

د عکس سرچینه، AP
نړیوال بانک وايي، دغه شمېرې له حکومتونو سره د سېلابونو پروړاندې د مخنیوي او دفاع لپاره په پلان جوړونه کې مرسته کولی شي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د تېر کال نژدې نیمايي طبیعي پېښې د سېلابونو له کبله وې.








