بادغیس کې سختو واورو او سړې هوا مرګ ژوبله اړولې

واوره

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، هر ژمی افغانان له سختیو سره مخ وي

له افغانستانه رپوټونه وايي، د دغه هېواد شمال لویدیځ خوا بادغیس ولایت کې سختې واورې او سړې هوا مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د هېواد په لویدیځ بادغېس ولایت کې د سختې واورې وریدو او سړې هوا له کبله لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي دي.

د سړې هوا له کبله د مرګ ژوبلې دغه شمېرې داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په نورو ولایتونو کې هم د سړې هوا د زیاتېدو خبر وکړی.

دې ادارې وړاندوینه کړې، چې د اونۍ تر پایه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سړه څپه لا پسې زیاته شي.

په کابل کې د یکشنبې په شپه هوا ان منفي ۱۸ درجو ته راښکته شوې وه، د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په سالنګونو کې بیا هوا تر منفي ۳۲ درجو ټیټه شوې وه.

د انساني تلفاتو ور ها خوا ویل کیږي سوړ ژمي او سختو واورو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او د ژوند ډېرې ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړي دي.

د سړې هوا او واورو له کبله د هېواد ځينې مهمې لویې لارې هم تړل شوي، چې له هغې ډلې د سالنګ لویې لارې د تړل کیدو راپورونه ورکړل شوي، دا د افغانستان یوه مهمه سوداګریزه او د تګ راتګ لار ده چې کابل د څو نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

واوره

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، یخ وهلي څاروي

د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت څخه هم داسې انځورونه خپاره شوې چې پکې ښکاري لسګونه څاروي یخ مړه کړي.

ځينو مرستندویه بنسټونو ویلي" سړې هوا د ميلیونونو هغو خلکو ژوند چې وار له مخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او یا له خپلو مېنو بې ځایه دي سخت تریخ کړی."

په افغانستان کې له خورا نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو تر څنګ د ساړه ژمي دا څپه داسې مهال د خلکو ژوند ګواښي چې د ښځو پر زدکړو او کار د بندیز په غبرګون ګڼو نړیوالو خیریه ټولنو او موسسو هم د اعتراض په بڼه خپل فعالیتونه کم یا درولي دي.

د جنورۍ میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې سږنی ژمی به د ډېرو افغانانو ژوند وګواښي.

د ملګرو ملتونو ویاند استفان دوجاریچ ویلي" د بشري برخو مرستندویه ټولنو او همکارانو مونږ ته راپور راکړی چې سخت ژمی به د هغو خلکو پر ژوند لا بد اغېز وکړي چې له سختو اقتصادي ستونزو تیریږي."

د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د لویدلي اقتصاد او بې کارۍ له کبله د بدو اغېزو خبرداری ورکړی او دا یې " د ځمکې په سر تر ټولو بد انساني ناورین" یاد کړی دی.

کارپوهان وایې که هوا همداسې سړه پاتې یا له دې هم راټیټه شي د ماشومانو په ګډون د ميلیونونه کسانو او ان څارویو ژوند به سخت وګواښي.

نړیوالو ادارو هم د اقلیمي بدلونونو په لړ کې ویلي" په شمالي نیمه کره کې به روان ژمی د وروستیو څو کالونو پر تله ډېر زیانمنوکی وي."

واوره

د عکس سرچینه، BNA

روانه اونۍ د بي بي سي ستاسې نظر او نورو خپرونو کې هم د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلکو د ساړه ژمي له کبله سر ټکولی وو.

د ډېرو په باور بې کاري، بد اقتصادي وضعیت او د لارو بندیدو د ساړه ژمي اغېز لا ژور کړی او په وینا، یې که له خلکو سره د خوراکي توکو او نورې مرستې ونه شي سږنی ژمی به انساني ناورین رامنځته کړي.

د ماشومانو ژغورنې نړیوالې سازمان بیا ویلي په افغانستان کې ماشومان له بې ساري لوږې او خوراکي توکو کمښت سره مخ دي او لږ تر لږه ۵ میلیونه ماشومان بیا خوارځواکه دي.