افغانستان کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو کې د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی

افغانستان

د عکس سرچینه، SM

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د سر او مال زیانونه اوښتي دي. د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي، د سېلابونو له کبله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د ځايي سرچینو په وینا سېلابونه د افغانستان په نژدې نیمايي ولایتونه کې راوتلي دي، چې د سر او مال زیانونه یې اړولي دي.

خسارات ناشی از این سیلاب‌ها در ولایت‌های شرقی ننگرهار، نورستان، پروان، میدان‌وردک، غزنی، نیز گزارش شده است

د عکس سرچینه، SM

د عکس تشریح، په ننګرهار، نورستان، پروان، میدان‌وردګ، غزني، پکتیا او پکتیکا کې هم د سېلابونو له کبله د زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د سرچینو په وینا د افغانستان په لر او بر کې د سختو ورښتونو له امله وتلو سیلابونو کې د تلفاتو شمېر مخ په ډېرېدو دی. ځیني رپوټونه وايي شاخوا ۷۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي هم د سیلابونو له امله اوښتي ځاني او مالي زیان ډېر بولي او وايي چې یو شمېر کسان چې سیلابونو وړي دي ورک دي.

د کندهار چارواکي وايي یوازې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. پر خواله رسنیو خپاره شوي ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې ځینې کورونه له سېلابي اوبو ډک دي او اوسېدونکي یې د ځان ژغورنې لپاره بامونو ته ختلي دي.

په کندهار کې د طالبانو حکومت مسوولین وايي، په شاه ولي کوټ او میانشین ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

عکس از آرشیو؛ افغانستان به دلیل اقلیم ویژه ای که دارد کشوری سیل خیز است

د عکس سرچینه، Rex Features

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

په سویل کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونه چې د هوا له لارې د خلکو ژغورلو چارې ترسره کوي وايي، په شملزو ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله ۱۵۰۰ کورنۍ اغېزمن شوې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

بلخوا ټپیان د مرستو له نشتوالي شکايت کوي، خو طالبان وايي چې د مرستو رسول پيل شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ قول اردو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ارزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ ته پر لار د سیلاب له راوتلو له کبله ۷ تنه وژل شوي دي.

په اعلامیه کې د عیني شاهدانو له خولې ویل شوي چې سیلاب د سپرلیو درې موټره وړي دي، چې له امله یې اووه تنه وژل شوي او درې نور په ژوبل حالت کې ژغورل شوي دي. یو شمېر کسان اوبو وړي چې د سیمې خلکو یې د موندلو هڅه پیل کړې ده.