پښتونخوا او بلوچستان کې سېلابونه؛ لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

سېلابونه

د خيبرپښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو برخو کې سېلابونه راغلي چې د مالي زيان تر څنګ يې ځان زيان هم اړولی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سلاکار ضيا لانګو وايي، د سېلابونو له امله کوټه لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

بل پلو د پښتونخوا په بر دیر سیمه کې د سېلابونو له امله ګڼ شمېر سیلانیان بند پاتې دي، چې ځايي چارواکي وايي، د را ایستلو لپاره يې ګامونه پورته کوي. هملته بیا د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د زیات باران له امله په یو شمېر سیمو کې خام کورونه نړېدلي دي.

له دې سره هلته د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د زیاتو اورښتونو له امله نور سېلابونه هم راوتلی شي.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ويډيو کې ښکاري، چې په بر دیر سیمه کې سېلاب لومړی جوړ شوی پول ماتوي او تر هغه وروسته یو موټر هم وړي.

هلته چارواکي وايي، په سلګونو هغه سیلانیان چې د شندور مېلې ته تللي وو، د دې سېلاب راتلو له امله بند پاتې دي.

سېلابونه

په سیمه کې چارواکو بي بي سي ته ویلي، هڅې يې روانې دي، تر څو ژر تر ژره بند پاتې سیلانیان راوباسي. هلته بیا د بلوچستان د پښتون مېشته پښين سیمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، بېخي زیات باران شوی او ډېری خام کورونه يې نړولي دي.

د پښین په کلي لمړانه او کلي بادیزي کې ځينو کسانو بي بي سي ته ویلي، د دوشنبې په ورځ د باران وروسته په کلیو او کورونو اوبه راغلې دي او ډېری کورونه يې ویجاړ کړي دي.

په کوټه کې له قدرتي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، لاهم تراوسه له کومې سیمې د دې باران له امله د مرګژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو زیاتوي، له کوټې سره سره په یو شمېر نورو سیمو کې ان د بازار په سړکونو لا ډېری اوبه راغلې دي او ورځنۍ چارې يې له خنډ سره مخ کړې دي.

په پاکستان کې اوسني بارانونه او سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې د هوا پېژندنې ادارې وړاندې لا دا خبرداری ورکړی و، چې د یاد هېواد په بېلا بېلو سیمو کې به په روانه جولای میاشت کې ډېر زیات بارانونه کېږي او په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو وېره هم شته.