پاکستان کې سېلابونه: شمال کې يې پول نړولی

د ویډیو تشریح، پاکستان کې سېلابونه: شمال کې يې پول نړولی

پاکستان کې د چاپېريال وزيره وايي د دوبي ګرمي، چې د عادي حالت پرتله مياشتې وختي لګېدلې، هماليا لوړو کې کنګلونه ويلي کوي، او د داسې حالت لامل کېږي چې د کنګليز ډنډ سېلابي کېدا يې بولي.

شېري رحمان بي بي سي ته وويل، پر کراکورم لويه لار، چې دغه هېواد له چين سره نښلوي، يو پول نړېدلی دی.

دا تېره موده افغانستان کې هم د شړک ناتار اوروښتونو له امله ځينو سيمو کې سېلابونه بهيدلي وو، چې د لسګونه کسانو د مړينې او پراخو تاوانونو راپورونه هم ترې ورکړل شوي وو.

خو د پاکستان چاپېريال وزيره وايي هېواد کې یې کرنه د تودخې زياتوالي له امله زيانمنه شوې ده.