پاکستان ته پر بې‌وېزې افغان ناروغانو د ورتګ بندیز لګول شوی

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو حکومت کې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري په یوه ناڅاپي ګام کې له تېرې جمعې ورځې راهیسې له افغانستانه د ورتلونکو هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورټ او وېزه نه لري.

مخکې د یوې هوکړې له مخې پاکستاني چارواکو تورخم دروازه کې افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

د ننګرهار ځايي چارواکو له ټولو ناروغ لرونکو کورنیو غوښتي چې له پاسپورټ او وېزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته د تللو هڅه ونه کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"پاکستاني لوري په ناڅاپي ډول پاکستان ته د درملنې په موخه د تلونکو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې او هېڅ یو ناروغ ته اجازه نه ورکوي چې پښتونخوا یا د پاکستان نورو ایالتونو ته ولاړ شي."

دی وايي چې پاکستان مخکې په دې اړه ځینې محدودیتونه لګولي وو او تر څو ورځو وړاندې مودې پورې یې یوازې د سرطان او هغو ناروغانو ته له پاسپورټ او وېزې پرته د ورتګ اجازه ورکوله چې افغانستان کې به یې درملنه ناشونې او ګرانه وه.‌

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویلي، چې د کندهار په سپین بولدک کې د ثبت او تثبیت کمېټې د معلوماتو له مخې،‌ د جمعې په ورځ له پاکستانه ۲۴۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي، چې د غړو شمېر یې ۱۴۸۸ تنو ته رسېږي.

باختر اژانس وايي، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورېښمو پله له لارې ۳۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه افغان کډوال پر داسې مهال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د د پاکستان چارسمبالي حکومت لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او په زور ایستنې پر ضد یو شمېر فعالانو او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ لا له وړاندې سترې محکمې ته اپیل کړی چې د پاکستان حکومت له دې چلند را وګرځوي.

سترې محکمې د دغه اپيل ارزونې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان چارسمبالي حکومت او نورو اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی دی.

یوه ورځ وړاندې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چمن پرلت ته په وینا کې هم له سترې محکمې د انصاف غوښتنه وکړه.