د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو پر ایستلو د دغه هېواد لنډمهاله حکومت ته خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, صابر عزيز
- دنده, بيبيسي، لندن
د پاکستان چارسمبالي حکومت لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او په زور ایستنې پر ضد یو شمېر فعالانو او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ لا له وړاندې سترې محکمې ته اپیل کړی چې د پاکستان حکومت له دې چلند را وګرځوي.
سترې محکمې د دغه اپيل ارزونې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان چارسمبالي حکومت او نورو اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی دی.
خو د دې خبرداري نور جزیات نه دي خپاره شوي او لا مالومه نه ده چې د سترې محکمې بل ګام او د حکومت غبرګون به څه وي.
یوه ورځ وړاندې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چمن پرلت ته په وینا کې هم له سترې محکمې د انصاف غوښتنه وکړه.
د پاکستان ستره محکمه داسې مهال د افغان کډوالو په زور ایستنې او ځورونې پر ضد د ورته شوي اپيل په اړه غونډه کوي چې د دې هېواد لنډمهاله حکومت او امنیتي ادارو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته زور ورکړی.
تازه د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې امنیتي ادارو ته امر شوی چې د ورځې لس زره "غیر قانوني" کډوال وباسي.
جان محمد اڅکزی: بې ځایه فشارونه مه راوړئ

د عکس سرچینه، Jan_Achakzai
ښاغلي اڅکزي دا رنګه پر نړیوالو ادارو، هېوادونو او په پاکستان کې دننه پر ملتپالو ګوندنو غږ کړی چې په دې برخه کې دې نور پر دوی بې ځایه فشارونه نه راوړي.
دی زیاتوي، "د ورځې لس زره غیرقانوني کډوال باید ویستل شي. له سند او پنجاب ایالتونو سره هم همغږي چټکه کېږي. په دې برخه کې د سیاسي ډلو هېڅ ډول فشار نه منل کېږي. هغوی چې د لر او بر خوبونه ګوري، هغوی د احمقانو په جنت کې ژوند کوي."
دغه پاکستانی چارواکی داسې مهال د افغان کډوالو ملاتړي او د لر او بر شعار پورته کوونکي ننګوي چې له تېرو ۴۲ ورځو راپدېخوا په چمن کې د زرګونه کسانو پرلت روان دی.
دوی په کرښه د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت هغه پرېکړه نه مني چې باید پاسپورت او وېزه جبري شي.
د افغان کډوالو په ملاتړ پرلت او لاریونونه

د عکس سرچینه، ManzoorPashteen
د پرلت ګډونوال د کرښې دواړو خواوو ته د افغانانو پر یووالي ټينګار کوي او د "لر او بر یوه افغان" شعارونه ورکوي.
په ورته مهال نن جمعه پښتون ژغورنې غورځنګ په ټول پاکستان او نورو هېوادونو کې د پاکستاني لنډمهاله حکومت د دې تګلارو پر ضد احتجاجي لاریونونه پیل کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر نورپاچا له خلکو غوښتي چې له دوی سره په دغو لاریونونو کې ګډون وکړي.
پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی چې په افغانستان کې بیا د دغو خلکو د سمبالښت او ځای پر ځای کولو لپاره اسانتیاوې کمې بلل کېږي.
نړیوالې مرستندویه ادارې او د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان له سرپرست حکومته غوښتي چې دا چاره وردوي.
تازه د طالبانو حکومت د رییس الوزرا ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا' سره لیدلي او له افغان کډوالو سره د پاکستان پر روان چلند يې اندیښنه څرګنده کړې ده.











