د ملګرو ملتونو خبرداری: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د اوسېدو لپاره کورونه نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی، چې هغه ډېری افغانان چې په دا وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي، مېشت ځایونه نه لري او د ژمي په اوږدو کې به د خوړو موندلو لپاره له ستونزو سره مخامخ شي.
هسیاو وي لي چې د خوړو نړیوال پروګرام کې د خوراک څانګې مشر دی او دا وروستیو کې یې ډېورنډ کرښې ته نژدې سفر کړی وايي، هلته ستړې او وږې کورنۍ رسېدلې دي. دی وايي، دا خلک اړ شوي په داسې وخت کې افغانستان ته سفر وکړي، چې د کال تر ټولو ناوړه موسم بلل کېږي.
په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
په داسې حال کې چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان وايي د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنېږي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي. په همدې اړه د انډیپنډنټ اردو څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګتي وویل افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته ستانه شي.
نوموړي وويل، "هغه کسان چې د نا امنۍ له امله د بشري اړتیاوو له مخې دلته راغلي - په دې اړه موږ د ملګرو ملتونو له کډوالو ادراې سره یو تړون هم لرو،- دوی دې بېرته ولاړ شي ځکه هلته اوس امن دی. پاکستان د پاکستانیانو لپاره دی. "
ښاغلي بګټي زیاته کړه، "موږ هغو بهرنیانو ته ښه راغلاست وایو چې له قانوني لارو دلته راځي. خو هغوی چې د دروازې پر ځای په دیوال را اوړي نه موږ هغوی ته د مېلمه په سترګه ګورو او نه یې مجبور ګڼلی شو."
د یادونې ده، چې په اکتوبر کې د بې اسنادو بهرنیانو لپاره د پاکستان له لوري د ضرب الاجل له تېرېدو وروسته تر اوسه پورې له ۳۷۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي. پاکستاني چارواکي وايي، یو اعشاریه ۷ میلیونه داسې افغانان هلته مېشت دي، چې د اوسېدو قانوني سند نه لري.











