پاکستان: د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې موده کې بشپړه شي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وویستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په داسې حال کې چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان شوې څلور لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ژمي په درشل کې د لوی شمېر افغان کډوالو ستنېدل به افغانستان کې روان بشري کړکېچ لا پراخ او ژور وکړي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره هسیاو لي وايي ستنېدونکي کډوال هېڅ نه لری.

خو پاکستان وايي د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنېږي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي. په همدې اړه د انډیپنډنټ اردو څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګتي وویل افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته ستانه شي.

نوموړي وويل، "هغه کسان چې د نا امنۍ له امله د بشري اړتیاوو له مخې دلته راغلي - په دې اړه موږ د ملګرو ملتونو له کډوالو ادراې سره یو تړون هم لرو،- دوی دې بېرته ولاړ شي ځکه هلته اوس امن دی. پاکستان د پاکستانیانو لپاره دی. "

ښاغلي بګټي زیاته کړه، "موږ هغو بهرنیانو ته ښه راغلاست وایو چې له قانوني لارو دلته راځي. خو هغوی چې د دروازې پر ځای په دیوال را اوړي نه موږ هغوی ته د مېلمه په سترګه ګورو او نه یې مجبور ګڼلی شو."

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان د کډوالۍ کنوانسیون غړی نه دی او د دې هېواد چارواکي وايي، هېڅ یو افغان چې د دوی په خاوره کې اوسي د کډوال په توګه نه مني.

په یوه تازه پرېکړه کې پاکستاني چارواکو ویلي له هغو افغان کډوالو به ۸۳۰ ډالره اخلي چې له افغانستانه پرته نورو هېوادونو ته ځي او پاکستان ته په ناقانونه توګه تللي وي.

پاکستان کې یوه لوړپوړي دیپلومات بي بي سي ته په تازه څرګندونو کې ویلي داسې لومړنۍ نښې شته چې ښيي د پاکستان لنډمهالی حکومت ښايي په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي، چې په وینا یې دوی یې هڅوي.

خو پاکستاني چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې د دې موضوع بیا ارزونې په هکله څه نه دي ویلي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار مسوولینو بیا په دې هکله بي بي سي ته وویل دوی هڅه کوي چې موضوع حل شي، چارواکو سره دلیل ووايي اوکډوال له دې نغدي جریمې معاف کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه ویاندوی بیا په دې هکله بي بي سي ته وویل د پاکستان قوانین د بریتانیا او بل هر هېواد په څېر د هغو کسانو لپاره جریمه او سزا لري چې په ویزه کې له ټاکلې مودې زیات په دې هېواد کې پاتې کېږي او یا د سفر له قوانینو سرغړوونه کوي. هر ډول جریمه چې پاکستان لګولې یا یې لګوي، دا ویاند وايي زموږ له قوانینو سره سمې دي.