ای او اېم: افغانستان ته راستنېدونکي سملاسي او اوږدمهاله لاسنیوي ته اړتیا لري

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د کډوالۍ نړیواله اداره (ای او اېم) وايي، له پاکستانه په زور د زرګونو کډوالو ایستلو افغانستان ته د ننوتو پر دروازو او امکاناتو فشار ډېر کړی.

دغه بنسټ دا داسې بشري ناورین بللی چې ورته د بیړني پام او مرستو اړتیا ده.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ورستانه کړل شوي.

هممهاله له ایرانه هم افغانستان ته د جبري ورستنولو لړۍ دوام لري.

د رپوټونو له مخې د روان لمریز کال له پیله له ایرانه هم د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر له درې نیم لکو اوښتی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د خپلو وروستیو شمېرو له مخې ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې له درې لکه ۷۵ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا اسوشېتېدپرېس خبري آژانس ته ویلي چې پر افغان کډوالو د پاکستان د حکومت د وروستي فشار له پیل راهیسې تر څلورو لکو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ویلي چې متحد ایالتونه "له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او په سیمه ییزه توګه د بېړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره" د کډوالو نړیوالې ادارې او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه افغانستان لپاره د امریکا سفارت د چارسمبالې کرن ډېکر له دېر خبرې سره توافق ښودلی چې "راستنېدونکي د مصونیت، درناوي او خوندیتوب مستحق دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

تر دې مخکې په افغانستان کې د کډوالۍ نړېوالې ادارې یا آی او اېم مشرې ماریا مویتا ویلي چې د دغې لړۍ حالت ډېر اندېښمنوونکی دی او ډېری خلکو ورته ویلي چې دوی له پاکستانه وتلو ته اړ کړی شوي او هر څه، شته او وسایل ترې پاتې شوي.

هغې زیاته کړې چې را ستنېدونکي ډېر زیانګالي دي، هم په بیړني ډول مرستې او لاسنيوي ته اړتیا لري او هم په اوږدمهال کې.

هغې دا داسې بشري ناورین بللی چې د بیړني پام او مرستو اړتیا ورته ده.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي، په زوره افغانستان ته د ستنو شوو وګړو له شپېته سلنې ډېر ماشومان دي چې په دغه بشري ناورین کې ښځې او توکمیز لږه کي په ځانګړي ډول زیانمنېدونکي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ورځني ډول د لوړ شمېر کډوالو ورستنېدو ته په کتو سترو مرکزونو جوړېدو ته اړتیا ده، چې دغو افغانانو سره پکې مرستې وشي او له هغه ځایه خپلو مېنو ته ولېږدي.

دغه بنسټ ویلي اوس لپاره له دغو کډوالو سره د اوبو، حفظ الصحې، د کور لومړنيو وسایلو، روغتیايي توکو او د لومړنيو اړتیاوو پوره کولو لپاره د نغدو پیسو په څېر مرستې کوي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې نجونې او ښځې په افغانستان کې په سخت حالت کې دي او د ژمي په رانږدې کېدو سره یې یوازې اړتیاوې ډېرېږي.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په داسې مهال چې له افغانانو سره مرستې د کمېدو په حال کې دي خپل ملاتړ ډېر کړي.

افغانستان ته نه یوازې له پاکستانه افغان کډوال په زوره ورستنول کېږي له ایرانه هم د روان لمریز کال له پیله له درې نیم لکو ډېر کډوال ورستانه شوي چې تقریباً نیمايي یې په زوره له هغه هېواده ایستل شوي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

پر افغانستان داسې مهال له پاکستان او ایرانه د ورستنېدونکو فشار ډېرېدونکی دی چې هلته وار له مخه شپږ مېلیونه کورني بې ځایه شوي هم له نامالوم برخلیک سره مخ دي.

افغانستان په نړۍ کې د کورنیو بې ځایه شوو د لوړ شمېر له مخې درېیم ځای لري.

تازه د جرمني په برلین کې د کډوالۍ د نړیوالې ادارې او جورج ټاون پوهنتون یوې ګډې څېړنې موندلي، چې مناسبه سرپناه د کورنیو بې ځایه شویو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې او په بشري مرستو یې د تکیې کمول اړین دي.