د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړې پر ضد عريضه د اورېدو وړ بللې

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان سترې محکمې له دې هېواده د افغانانو په زوره ايستلو پر ضد عريضه د اورېدنې لپاره منلې ده.

وړاندې دغه عريضه د سترې محکمې اداري برخې مشر یا رجسټرار له ځینو نیوکو سره د نه اورېدلو وړ بللې وه.

نن دوشنبه (۲۰ نومبر) قاضي يحيي اپريدي د محکمې د رجسټرار ټول اعتراضونه رد کړل او په محکمه کې یې د دغې قضیې د وړاندې وړلو امر کړی دی.

ښاغلی اپریدی وايي، د محکمې اداري برخې مشر د دې حق نه لري چې د قضیو د اورېدو یا نه اورېدو پرېکړه وکړي.

دا عريضه د پاکستان ځينو سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو کړې ده چې فرحت الله بابر، محسن دوړ، ايمان مزاري، جبران ناصر، سناتور مشتاق احمد او نور کسان په کې شامل دي.

عریضه کې څه ویل شوي؟

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

دوی په خپله غوښتنه کې ویلي، د لنډمهالي حکومت هغه پرېکړه چې په پاکستان کې له څو لسيزو راهيسې مېشت کډوال په زور وباسي، د "اساسي قانون پر ضد او غیرانساني ده."

عريضه کې ويل شوي چې دا پرېکړه د ۴ اعشاريه څلور میليونه هغو افغان وګړو د اساسي حقونو پر ضد ده، چې دا مهال پاکستان کې ژوند کوي.

اعتراض کوونکو دا هم ویلي وو چې لنډمهالی حکومت د دې حق نه لري چې د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.

د دغو فعالانو په عريضه کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان له خوا دا کډوال داسې مهال په زور ایستلو ته مجبورېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته چمتووالی نه لري.

په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې، د پاکستان حکومت داسې امر وکړي چې په دغه هېواد کې ثبت شوي او کارت لرونکي افغان کډوال ونه ځورول شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

وروستیو کې داسې رپوټونه وو چې پاکستاني پولیس او امنیتي ادارې افغان کډوال ځوروي او په کورونو یې چاپې اچوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې نژدې ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته کډه شوي دي چې ځینې يې د درېیمو هېوادونو تګ ته په تمه دي.

له هغه راهیسې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوي، شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د کډوالو ستنول دې سملاسي بند کړي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د سترې محکمې پرېکړه به څه وي، خو لا هم هره ورځ ګڼ افغان کډوال افغانستان ته ستنول کېږي.