پاکستان د کډوالو ستنولو لپاره نوې لارې پرانیزي؛ انجلینا جولي وايي، د کډوالو لېږل نوی بشري ناورین دی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یې درې نوي مزکرونه فعال کړي دي، چې یو یې د بلوچستان په کلا سیف الله او دوه نور یې په چاغي ولسوالۍ کې دي.
دوی وايي هلته یې خپل کارکوونکي هم ځای پر ځای کړي دي. تر اوسه ډېری کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ستانه شوي دي.
په سپین بولدک کې له نژدې درې اوونیو راهیسې د ځایي خلکو له خوا لاریونونه او پرلت روان دی او له همدې امله د هم د کډوالو ستنولو بهیر یو څه ستونزمن شوی دی.
دوی د پاکستاني حکومت پر هغې پرېکړې نېوکه کوي چې وايي له دغې لارې تېرېدونکي ځايي خلک دې پاکستانۍ ویزې ولري.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان جان اڅکزي یوې خبري غونډې ته ویلي، تر دې دمه د سپین بولدک او چمن له لارې تر سل زرو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې شاوخوا ۳۰ زره یې له سند څخه ایستل شوي خلک وو.
جان اڅکزي وايي د سند ځايي حکومت دا هم ورته ویلي اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بېرته ستنول کېږي خو دا شمېر به په راتلونکو ورځو کې تر ۱۵۰۰ لوړ شي.
بل پلو د هالیووډ مشهورې ستورې انجلینا جولي په خپلې انستاګرام پاڼې له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې یو "ژور بشري ناورین" بللی دی.
هغې لیکلي، "پاکستان له لسیزو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو کورنیو ملاتړ کړی دی. زه خواشینی یم چې دوی په ناڅاپه توګه هغه کډوال بېرته افغانستان ته اړوي چې په کې د ژوندي پاتې کېدو له ناممکنو واقعیتونو سره مخ دی.
په افغانستان کې مېرمنې له ټولو حقونو او د زده کړو له اسانتیاوو بې برخې شوي ، ډیری یې زنداني کېږي او یو ژور بشري بحران دی.
انجلینا جولي وايي دا په نړیواله کچه د بشري حقونو د شاته تګ یوه بله بېلګه ده، او د افغانانو د کړاوونو په اوږده تاریخ کې یوه نوې غمیزه، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې له جنګ جګړې او بې ځایه کېدو پرته بل څه نه دي تجربه کړي.
افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کډوالو بېرته راستنېدو بهیر یو څه ورو شوی دی.
د پاکستان سترې محکمې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اعتراض رد کړی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمېر سیاسي فعالانو د پاکستان سترې محکمې ته په یوې عریضې کې د چارسمبالي حکومت هغه پرېکړه د هېواد د "اساسي قانون پر ضد، ناقانونه او غیر انساني" بللې وه چې پر بنسټ یې هغه کډوال اېستل کېږي چې د دوی په وینا له لسیزو راهیسي هلته ژوند کوي.
عریضه کونکو ویلي عدلي او قضايي ادارو ورته ویلي چې "دا موضوع د بنسټیزو قانوني حقونو عملي کولو سره تړاو لری".
خو اعتراض کوونکي وايي د پاکستان د قانون له مخې هر هغه څوک خوندي دی چې په دغه هېواد کې ژوند کوي. دوی ویلي د عالي محکمې د پرېکړې پر خلاف به د بيا کتنې غوښتنه وکړي.
د محسن دوړ، امنه مسعود جنجوعه، فرحت الله بابر د مشرانو جرګې غړي مشتاق احمد، جبران ناصر، ایمان زینب مزاري په ګډون د پاکستان یو شمېر سیاسي او د بشري حقونو فعالانو دا عریضه کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له پاکستانه تازه رپوټونو کې ویل شوي، له دغه هېواد تر دې مهاله نژدې ۳۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت پرېکړې کړې وه چې په دغه هېواد کې "بې اسنادو" یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې ووځي.
پاکستاني چارواکو دا خبر داری هم ورکړی و چې که څوک په دغه موده کې په خپله خوښه ونه وځي، په زور به له دغه هېواد ایستل کېږي.









