پښتونخوا کې افغان کډوال وايي د قانوني پاڼو لرونکي هم ځورول کېږي
پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې نيولو تدبيرونه روان دي، ځينې يې هغه پنډغالي ته استول کېږي چې د پاکستان حکومت له پېښور بهر جوړ کړی دی.
له هغه راهيسې چې د اوکتوبر له پيله بيا د همدې مياشتې تر پايه هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواد د وتلو امر شوی، چې اسلام آباد يې ناقانونه بولي، ويل کېږي له ۲۵۰ زرو ډېر افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.
ډېر نور لا د ستنېدو لپاره د وخت ورکولو غوښتنه کوي.
خو دا چې تېره څه د پاسه يوه اوونۍ کې د خراسان، خزانه او د پېښور ځينو نورو سيمو څومره کډوال افغانستان ته ستانه شوي او دغو سيمو کې د رجسټريشن يا ثبت کارټ لرونکو کډوالو ترمنځ څومره اندېښنه خپره ده او د پوليسو لخوا ورسره څه رنګ چلن کېږي.
رحمان الله ځينو پنډغالو او هم د پېښور تاج اباد سيمه کې افغان کډوالو سره خبرې کړې دي.