د سودان د کلونو جګړه: لوږې، ویرې او بد وضعیت معلومولو لپاره بي بي سي سیمې ته په قاچاقي ډول مبایلونه لېږلي

د عکس سرچینه، Hafiza
- Author, هبه بیتار
- دنده, د بي بي سي د څېړنیزې برخې خبریاله- ال-جینینا
حفیظه په خاموشۍ او کراره خبرې کوي، هغه د خپلې مور د مرګ په اړه خبرې کوي، هغه هم د سودان د کورنۍ جګړې په بهیر کې. کومه جګړه چې دوه کاله وړاندې پیل شوې. د دې مور د دارفور په محاصره شوي ښار کې اوسېده، دا یې په اړه وايي: "هغې هېڅ وروستۍ خبرې ونه کړې، کله یې چې یوړه هغه مړه شوې وه."
دغې ۲۱ کلنې نجلۍ د خپلې مور له مرګ وروسته د خپلې کورنۍ د ګډوډ حالت او په ناورین بدل شوي وضعیت په اړه د هغو ټیلیفونونو په مرسته چې د بي بي سي نړیوالې څانګې په الفاشر کې یو شمېر خلکو ته ورکړي وو، خبرې کړې دي.
په الفاشر کې پرله پسې بمبارۍ روانې وې او یو کال یې په پراخه کچه له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې پرې شوې، چې خبریالانو ته یې دې ښار ته ننوتل ناشوني کړي.
د خوندیتوب لاملونو لپاره، موږ یوازې د هغو خلکو لومړي نومونه کاروو چې د خپل ژوند کیسې او حالت یې د بي بي سي پر ټیلیفونونو شریک کړي دي.

د عکس سرچینه، Hafiza
حفیظه څرګندوي، چې څنګه یې ناڅاپه ځان د خپل پنځه کلن ورور او دوو تنکیو خویندو مسوله وګڼله.
د دوی پلار د جګړې له پیله مخکې مړ شوی و. په سودان کې پوځ د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) پر وړاندې جګړه کوي، چې د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین لامل شوی.
دا دواړه سیالان سره متحد وو، او د کودتا له لارې یو ځای واک ته رسېدلي وو، خو د ملکي واکمنۍ پر لور د حرکت لپاره د یوې نړیوالې طرحې د ملاتړ پر سر یې اختلاف رامنځته شو.
د حفیظې کور د سودان په لویدیځ دارفور کې د پوځ تر کنټرول لاندې وروستی لوی ښار کې دی، چې له تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) لخوا تر محاصرې لاندې دی.
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې، یوه ګولۍ په بازار کې ولګېده، هغه وخت یې مور د کور توکو پلورلو لپاره بازار ته تللې وه.
حفیظه د خپلې مور له مړینې او د ټیلیفون ترلاسه کولو لږ وروسته په خپل لومړي ویډیويي پیغام کې وايي: "غم ډېر سخت دی ، زه لاهم نه شم کولی د هغې د کار ځای ته ولاړه شم."
"زه خپل وخت په کور کې یوازې په ژړا تېروم."

د عکس سرچینه، Manahel
په جګړه کې دواړه لوري په جنګي جرمونو تورن شوي، چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي، خو دوی یې ردوي. (ار اېس اېف) وړاندې تر دې د امریکا او د بشري حقونو ډلو تورونه هم رد کړي چې د دارفور په نورو برخو کې یې، وروسته له هغه چې د دې سیمو کنټرول یې ترلاسه کړ، د غیر عرب ډلو پر وړاندې د نسل وژنې کړنې ترسره کړې دي.
(ار اېس اېف) د ښار دننه او بهر تګ راتګ کنټرولوي او ځینې وختونه ملکي خلکو ته د وتلو اجازه ورکوي، چې پر همدې مهال حفیظه هم وتوانېده، خپل ورور او خویندې له سیمې وباسي، چې په یوې بې طرفه سیمه کې له کورنۍ سره پاتې شي.
خو خپله، د دوی د مالي ملاتړ او پیسو ګټلو په موخه هلته ته پاتې شوه.
هغه په خپلو پیغامونو کې، خپلې ورځنۍ چارې بیانوي چې له بې ځایه شویو خلکو سره په سرپناه کې د کمپلو او اوبو وېشل، د سیمې په پخلنځي کې مرسته کول او د سینې سرطان د پوهاوي ډلې سره د لږو پیسو په بدل کې د مېرمنو د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرسته کول یادوي.
هغه شپې یوازې تېروي.
حفیظه زیاتوي: "زما هغه ځایونه په یاد دي چې مور او خویندې به مې ناست وو، زه احساس کوم چې ماته شوې یم. "
مصطفی او ۲۶ کلنه مناهل دواړه، چې د بي بي سي ټیلیفونونه یې ترلاسه کړي، په رضاکارانه توګه د ټولنې په پخلنځي کې مرسته کوي.
ملګرو ملتونو په ښار کې د قحطۍ خبر داری ورکړی، هغه څه چې تر دې مخکې له دوی سره نژدې د زمزم په کمپ کې پېښ شوي. زمزم کمپ له ۵۰۰ زرو ډېرو بې ځایه شویو خلکو ته کور دی.
مناهل وايي، ډېری خلک نه شي کولی بازار ته لاړ شي "که دوی ولاړ هم شي، له لوړو بیو سره مخامخ کېږي."

د عکس سرچینه، Manahel
"اوس ټولې کورنۍ په یو حال کې دي، هېڅ شتمن یا غریب نشته. خلک نه شي کولی د اړتیا وړ لومړني توکي لکه خواړه واخلي."
د وریجو او ښوروا په شان خوړو تر پخولو وروسته، دوی په سرپناه کې خلکو ته خواړه رسوي. د زیاترو لپاره، دا یوازېنۍ خواړه دي چې د ورځې یې لري.
کله چې جګړه پیل شوه، مناهل تازه له پوهنتونه فارغه شوې وه، هغې د شریعت او قانون په برخه کې زده کړې کړي.
هغه وخت چې جګړه الفاشر ته ورسېده، هغه له خپلې مور او شپږو خویندو سره یوې خوندي سیمې ته، چې له لومړۍ کرښې لېرې وه، ولاړه.
هغه وايي: "تاسو خپل کور او هرڅه چې لرئ، له لاسه ورکوئ او ځان په یو نوي ځای کې مومئ چې هېڅ هم پکې نشته."
د مناهل پلار کور کې پاتې شوی و . ځینو ګاونډیانو هغه ته خپل وسایل سپارلي وو او هغه پرېکړه وکړه چې د ساتنې لپاره یې پاتې شي، هغه پرېکړه چې د سر په بیه یې تمامه شوه.
مناهل وايي، پلار یې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د (ار اېس اېف) د توپچي په ډزو کې ووژل شو.
د ملګرو ملتونو په وینا، له یوه کال راهیسې چې د الفاشر محاصره پیل شوې، په دغه ښار کې نژدې دوه زره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د لمر تر لوېدو وروسته، خلک ډېر لږ له خپلو کورونو وځي. د برېښنا نشتوالی د الفاشر شاوخوا یو میلیون اوسېدونکو لپاره شپه لا ډاروونکې کولی شي.

د مناهل په وینا خلک د لمریزې برېښنا یا بیټرۍ په وسیلې د څراغونو له لګولو ډارېږي، ځکه کېدای شي، چې دوی "د پيلوټه الوتکو له خوا وپېژندل شي."
په سیمه کې خلک بېلابېلې او بې شمېره کیسې لري، چې خپلو کورونو ته د خلکو د ستنېدو تصور پکې ګران ښکاري.
دغه راز په ټول سودان کې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو کورونو تښتېدلي. دوی یا بهر ته کډوال شوي یا په سودان کې دننه په کمپونو کې ژوند کوي.
د حفیظه، مصطفی او مناهل لپاره په الفاشر کې ژوند د زغم وړ نه و او د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې درې واړه له ښاره ووتل او نژدې ښارونو ته ولاړل.
د مارچ په میاشت کې د پوځ لخوا د پلازمینې خرطوم تر کنټرول وروسته، دارفور وروستۍ لویه سیمه ده، چې ملېشه ځواکونه لا هم پکې په پراخه کچه کنټرول لري، دې کار الفاشر د جګړې په تاوده ډګر بدل کړی دی.
مناهل د خپلو وسایلو تړلو پر مهال ویل، "الفاشر وېرونکی شوی دی."
"موږ پرته له دې چې د خپل برخلیک په اړه پوه شو ووتلو، ایا موږ به بیا الفاشر ته راستانه شو؟ دا جګړه به کله پای ته ورسېږي؟ موږ نه پوهېږو چې څه به کېږي."











