له دوه کلنې جګړې وروسته د سودان پوځ د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ بشپړه ونیوله

د عکس سرچینه، Sudan TV
د سودان دولتي تلوېزیون اعلان وکړ چې پوځ د جمعې په ورځ، د چټک ملاتړ ځواک پر وړاندې له دوو کلنو سختو جګړو وروسته د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ونیوله.
د سودان تلوېزیون او پوځي سرچینو ویلي چې د سودان پوځ د جمعې په ورځ په بشپړ ډول د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستله، چې دا د نژدې دوو کلونو راهیسې روان کړکېچ کې یو له مهمو پرمختګونو دی، چې د هېواد د وېشلو ګواښ ورسره مل و.
پوځ د جمعې په سهار په یوه بیان کې وویل: "زموږ ځواکونو نن په خرطوم کې د خپلو بریاوو لړۍ بشپړه کړه، چې پکې یې د آل دقلو ترهګرې ملېشې پاتې شوني د خرطوم په مرکزي سیمو، عربي بازار، ولسمشرۍ ماڼۍ او وزارتونو ودانیو کې وځپل."
بیان زیاتوي چې "د دوښمن غړي او تجهیزات په بشپړ ډول له منځه وړل شوي او زموږ ځواکونو له یادو سیمو د هغوی زیات شمېر وسلې او تجهیزات نیولي دي."
د رویټرز خبري اژانس له مخې، پوځي سرچینو ویلي پوځ د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا سیمو کې د تلاشي عملیات ترسره کوي، چې د چټک ملاتړ ځواک ملېشو پټ غړي ومومي.
د پوځ ویاند نبیل عبدالله د رسمي تلوېزیون له لارې په خپور شوي بیان کې وویل: "زموږ ځواکونو د دوښمن افراد او تجهیزات ویجاړ کړي او د هغوی د وسلو او مهماتو لویه برخه یې نیولې ده."
پوځي سرچینو بي بي سي ته ویلي، پوځ د جمعې په سهار ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل او د هغوی په وینا، پوځ "دوښمن" ته دروند ځاني او تجهیزاتي زیان اړولی دی.
په وروستیو میاشتو کې جګړه سخته شوې، په داسې حال کې چې پوځ د چټک ملاتړ ځواک پر ضد د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
سوداني پوځ د بې پیلوټه الوتکو او درنو توپونو په کارولو پرمختګ کړی. د ولسمشرۍ ماڼۍ بېرته نیول، په سودان کې د روانې کورنۍ جګړې لپاره یوه مهمه شېبه ګڼل کېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا جګړې له څو اونیو راهیسې سختې شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د سودان پلازمېنه خرطوم او شاوخوا سیمو کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواک ترمنځ د متقابلې بمبارۍ له امله لسګونه ملکي وګړي ووژل شول.
په تېرو څو اونیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا جګړې سختې شوې، چېرې چې د چټک ملاتړ ځواک د کنټرول ساتلو لپاره شدیده جګړه کړې، چې پکې یې په مرکزي سیمو کې د ودانیو پر سر ځای پر ځای شوي سنایپر هم کارولي دي.
تر پرون (پنجشنبې) پورې، د چټک ملاتړ ځواک لا هم ادعا کوله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه حضور لري، خو په ورته وخت کې د سودان دولتي تلویزیون خبر ورکړی و چې پوځ د ماڼۍ د نیولو په درشل کې دی.
چټک ملاتړ ځواک د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په میاشت کې د جګړې له پیل سره سم په چټکۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ او د پلازمېنې ډېرو برخو کنټرول ترلاسه کړی و، خو په وروستیو میاشتو کې د سوداني پوځ ځواکونو په تدریجي توګه د نیل د سېند پر غاړه پرمختګ کړی او د ماڼۍ لور ته ور نژدې شول.











