په سوډان کې د متقاعدو کولمبیايي پوځیانو فعالیتونو په هکله څومره معلومات لرو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جوز کارلوس کیویتو
- دنده, بي بي سي - مونډو
- رپوټ له:, بوګوټا
وسله وال سوډاني سړي د یوه لرګین بکس د پاسه ځینې اسناد ږدي او ځینو اسنادو ته پام اوړي چې پر پرده راڅرګندېږي.
په دې اسنادو کې د کولمبیا یو پاسپورټ ښکاري، چې د کرستیان لومبانا مونکایو نوم پرې لیکل شوی. له دې سره د همدې سړي د تابعیت اسناد او ټرانسپورټي کارت هم ښکاري. د دې تر څنګ په اسپانوي ژبه یوه لیک هم ښکاري، چې کاږي: ''ته زما ګران پلار جان یې، مینه درسره لرم.''
دا له دې ډول یو شمېر ویډیويي کلیپونو یو هغه دی، چې په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي او د بي بي سي تائید څانګې هم کره بللې. بي بي سي نه ده توانېدلې معلومه کړي، چې دا ویډیو کله ثبت شوې، خو په ویډيو کې ښوول شوي اسناد اصلي بلل کېږي.
دغه ډول یوه ویډیو د ګډې وسله والې مبارزې ځواک (جې ایف اې اېس) له لوري پر خواله رسنۍ فېسبوک له یوې اعلامیې سره یو ځای خپره شوې ده. په اعلامیه کې ادعا شوې، چې ''له لیبیا د درنو وسلو یو اکمالاتي کاروان، چې دارفور ته پر لار و، په سارا کې د جې ایف اې اېس له لوري ونیول شو.''
جې ایف اې اېس د لومبانا مونکایو اسنادو ته په اشارې سره وايي، ''له دې نه د سودان په کړکېچ کې د بهرنۍ لاسوهنې کچه معلومېږي.''

د عکس سرچینه، Captura de redes sociales
دا معلومه نه ده، چې لومبانا مونکایو ته څه ورپېښ شوي، وژل شوی، ژوندی دی او که ژوندی دی، نو چېرې دی. خو د بي بي سي مونډو څانګې سرچینو او کولمبیايي رسنیو له رپوټونو داسې ښکاري، چې نوموړی د کولمبیایانو د یوې لویې ډلې غړی دی، چې د سوډان وسله وال پوځ (اېس اې ایف) او د چټک غبرګون ملېشه ډلې (ار اېس ایف) تر منځ وسله واله جګړه کې ښکېل دي.
اېس اې ایف ځواکونو د نومبر پر ۲۹ مه ادعا وکړه، چې په دارفور کې د ار اېس ایف ځواکونو په خپلمنځي ډرون بریدونو کې ''د کولمبیايي تابعیت لرونکي ۲۹ کرايي وسله وال'' وژل شوي دي.
سلګونه کولمبیایان
د سودان خونړۍ کورنۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې پیل شوه، چې له کبله یې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي، میلیونونه نور بې کوره شوي او په افریقا کې له خورا لویو کړکېچونو یو بلل کېږي.
د سوډان په جګړه کې د ښکېلو کولمبیایانو د کره شمېر په هکله معلومات نه شته، خو ګڼ شمېر رپوټونه ښيي، چې د سوډان جګړې په ډګر کې د ګڼ شمېر هېوادونو وګړي شامل دي.
په دې کې د خپلواکې رسنۍ لا سیلا واسیا رپوټ هم شامل دی، چې دا شمېر ۳۰۰ تنه ښيي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیترو د خپل هېواد له بهرنیو چارو وزارته غوښتي، ''په افریقا کې داسې لارې، چارې ولټوي، چې زموږ غولېدلي خلک بېرته راستانه شي.''
د نومبر پر ۲۷ د کولمبیا بهرنیو چارو وزارت د خبریالانو پوښتنو ته ځواب کې وویل، دوی افریقا ته د ځینو خلکو د غیر عادي تګ په هکله معلومات لري: ''له همدې لارې زموږ ځینې هېوادوال غولول کېږي، د انساني قاچاقبرو شبکو له لارې ځي او بالاخره په نړیوالو کړکیچونو کې د کرايي پوځيانو په حیث ښکېل شي.''
د بي بي سي مونډو څانګه نه ده توانېدلې په رپوټونو کې یاد شوی شمېر تائید کړي، خو د امنیتي چارو ماهر ماریو اوروینا وايي، دا شمېر ''ناشونی نه ښکاري''.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هېواده بهر فعالیتونه
له هېواده بهر جګړو کې د کولمبیايي وسله والو ګډون لسیزې پخوانۍ مخینه لري. په کور دننه وسله والې شخړې او د مخدره توکو لېږد ضد عملیات د دې لامل شوي، چې د سویلي امریکا په دې هېواد کې د مسلکي وسله والو کسانو شمېر زیات شي.
خو په کولمبیا کې بیا دې کسانو ته له خورا لږ عاید سره د ژوند کولو پرته بله لاره نه وي. په داسې حال کې د بدیل عاید بله لاره نه ویني، دغه کسان بیا د اوکرایین او له دې مخکې د افغانستان په څېر پردیو جګړو کې د ګډون لپاره له هېواده بهر ته تلل.
مخکینی پوځي افسر الفانسو منزور اوس یو څېړونکی دی، چې د متقاعدو کولمبیايي پوځيانو په هکله د عامه پالیسیو په تړاو څېړنه کوي. دی وايي، بهر ته د تلونکو وسله والو شمېر له هغې دوه اړخیزې هوکړې وروسته ډېر شو، چې د پلان کولمبیا نوم ورکړل شوی او له مخې یې امریکا د مخدره توکو او په کولمبیا کې د وسله والو ډلو مخنیوي لپاره لسګونه میلیارده ډالر ورکوي.
دی زیاتوي: ''دې سره د هغو کولمبیايي پوځیانو شمېر لا زیات شو، چې دوې لسیزې وروسته تقاعد کېږي او د عاید مناسبه سرچینه نه لري.''
له همدې کبله دا یوه عادي چاره کېږي، چې دغه ډول کسانو سره له هېواده بهر د معاش ژمنه وشي او مخامخ د جګړو لومړۍ کرښې ته واستول شي.
د سږ کال په لومړیو کې د بي بي سي مونډو څانګې په رپوټ کې ویل شوي و، چې اوکرایین ته له ګڼ شمېر استول شویو کولمبیايي وسله والو سره همداسې شوي وو. په سوډان کې هم کټ مټ قضیه کېدای شي.
هغه لسګونه کولمبیایان چې وروسته سوډان ته ورسېدل د ''یوې پټې معاملې'' په ترڅ کې په کار ګومارل شوي.
د بي بي سي مونډو څانګې سرچینو په خبره دا کسان چې په افریقا کې پوځي رول ورکول کېږي، د لارې په اوږدو کې د یو څه وخت لپاره په عربي اماراتو کې تم کېږي. دې سرچینو د خپلې ادعا د کره توب لپاره اسناد هم وړاندې کړي، خو بي بي سي مونډو څانګه نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د دې اسنادو کره والی تائید کړي.
د سوډان پوځ پر متحده عربي اماراتو تور پورې کړی، چې په روان کړکېچ کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملاتړ کوي. د پوځ په وینا هغه کولمبیایان چې دوی په سوډان کې نیولي، د چټک ملاتړ ځواکونو په لیکو کې فعال وو.
په هغه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې او بي بي سي تائید کړې، د لومبانا مونکایو په اړوند توکو کې د متحده عربي اماراتو کرنسي درهم هم موندل شوي دي. مونکایو د خپل سفر بهیر پر فېسبوک او ټېک ټاک هم ثبت کړی، چې په دْبۍ او ابوظبي کې یې اخیستل شوي تصویرونه پکې شامل دي او بي بي سي تائید کړي دي.
په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې یادونه شوې، چې متحده عربي امارات ار اېس ایف ځواکونو ته د وسلو، لوژستیک او ګاډو مرسته د لیبیا، چاډ او سویلي سوډان له لارې ورکوي. خو متحده عربي امارات بیا د سوډان په کړکېچ کې خپله ښکېلتیا پرلپسې رد کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوډان لاره
څېړونکی سانچیز وايي، کولمبیایان د وټس اپ ګروپونو له لارې په دنده ګومارل کېږي او بالاخره د سودان کورنۍ جګړې په څېر جګړو ته رسېږي. نوموړی وايي، ''دا د متقاعدو کولمبیايي پوځیانو لپاره د بازار موندنې تر ټولو تیاره اړخ دی.''
عمر انتونیو رودریګیویز مخکې د کارموندنې یو شرکت درلود، چې کولمبیايان به یې متحده عربي اماراتو ته د امنیتي دندو لپاره استول. دی وايي، پوځي شالید یې د دې لامل دی، چې اوس هم له هغو متقاعدو پوځیانو سره په اړیکه کې واوسي، چې بهر ته تللي.
دی وايي، هغوی ورته ویلي، چې په لیبیا کې ورته د دندې وړاندیز شوی و، خو په متحدو عربي اماراتو کې له یو څه وخت تم کېدو وروسته سوډان ته رسېدلي دي. دی له بي بي سي مونډو سره خبرو کې وايي: ''دوی ته په لیبیا کې د شخصي امنیتي شرکتونو دندې وړاندیز شوی و. خو وروسته ورته معلومه شوه، چې د ار اېس ایف وسله والو تر څنګ به له مناسبو شرایطو پرته د سوډان پوځ پر ضد جګړه کوي.''
نوموړی زیاتوي: ''ځینې ستانه شوي دي او ځینې چې له بمباریو او مخامخ جګړې سره مخ شوي غواړي بېرته (کولمبیا ته) ستانه شي، خو دا اسانه چاره نه ده.''

د عکس سرچینه، Getty Images
کولمبیا او متحده عربي امارات
رودریګویز او د کولمبیايي رسنیو رپوټونه وايي، افریقا ته د امنیتي دندو موندلو لپاره د کولمبیایانو د تلو لړۍ دوام لري. دی زیاتوي: ''له ژبې سره نابلدتیا، د ځمکې پراختیا او په افریقا کې د کولمبیا پیکه دیپلوماتیکو اړیکو شتون د دې کسانو لپاره بېرته ستنېدل ستونزمنوي.''
بي بی سي مونډو څانګې د متحدو عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزارت سره د دې تورونو په تړاو اړیکه ونیوه. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ''د سوډان په جګړه کې د هېواد د هر ډول ښکېلتیا'' تورونه په کله رد کړل. د متحدو عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت دغه راز ''د هر یوه لوري ملاتړ یا همکاري'' رد کړ. دوی دغه راز ''د سملاسي اوربند او سوله ییز حل'' غږ کړی.
د یادونې ده، چې متحده عربي امارات د لوړو معاشونو له کبله د فعالو او متقاعدو کولمبیايي پوځیانو لپاره د امنیتي دندو لپاره د خوښې وړ ځای دی.
بل لور د نړیوال کړکېچ ډلې فکري مرکز الیزابیت ډیکنسون چې د کولمبیا او عرب ټاپووزمې چارو په هکله څېړنه کوي په اند، متقاعد کولمبیايي پوځیان ان په ۲۰۱۵ کال کې په متحده عربي اماراتو کې په دنده ګومارل شوي او ''کلونه مخکې د یمن په جګړه کې ښکېل وو.''
دا له بي بي سي مونډو سره خبرو کې وايي: ''ما په تېر کې له متقاعدو پوځیانو سره خبرې کړي، دوی په دې باور وو، چې په متحدو عربي اماراتو کې به روزل کېږي، همالته به پاتې وي او جګړو ته به نه استول کېږي، خو وروسته دوی له داسې شرایطو سره مخامخ شوي، چې د دوی په اند د قرارداد له شرایطو سره بیخي مخپه ټکر کې وو او دې سره داسې ګومان کېږي، چې اوس هم په کار د ګومارنې یو مشکوک بهیر شته.''
خو د متحده عربي اماراتو چارواکي ټینګار کوي، دوی له هغو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري، چې په دې رپوټ کې یې یادونه شوې ده.
د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې ګڼ شمېر هغه کولمبیايي فعال یا متقاعد پوځیان د متحدو عربي اماراتو له وسله والو ځواکونو سره یو ځای شول، چې په کولمبیا کې یې پوځي دنده پرې ایښې وه. داسې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی، چې هغه مهال د هغه پلان له مخې د متحدو عربي اماراتو له وسله والو ځواکونو سره یو ځای شوي کولمبیایان د سوډان په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي.
رودریګیویز وايي: ''هغه د متحدو عربي اماراتو د یوې پروژې برخه وه، چې داسې پوځي ډلګۍ رامنځته کړي، چې لاتین امریکایان: کولمبیایان، پانامیان، چیلیان او سلواډوریان پکې شامل وي.''
نوموړی وايي، هغه یوه قانوني چاره وه، رسماً ترسره شوې او د سوډان له اوسني وضعیت سره هېڅ تړاو نه لري. هغه زیاتوي، ''د عادي تګلارو له مخې نور هم وو، چې له شخصي امنیتي شرکتونو سره د دندو لپاره ورغلي وو.''
د یوه کولمبیايي پوځي معاش له ۵۰۰ تر ۷۰۰ امریکايي ډالرو پورې وي. خو په متحدو عربي اماراتو کې بیا یو کولمبیايی پوځي د دې معاش له څلورو تر پنځو برابرو ډېر عاید ترلاسه کوي.
د امنیتي چارو دا ماهر زیاتوي: ''د امنیت په برخه کې همکاري د متحدو عربي اماراتو او کولمبیا تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو بنسټ دی، چې پرلپسې زیات شو او بیا په سوداګرۍ او پانګونه کې هم ورته وضعیت و.''

د عکس سرچینه، Getty Images
یو پراخ او تیاره مارکیټ
په سوډان کې وروستۍ پېښې د کولمبیا خلکو ته د مکسیکو مخدره توکو د جګړو او هایتي پېښې ور په زړه کوي، چې د دوی پوځیان پکې ښکېلېدای شي.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیترو د نومبر پر ۲۷مه پر اېکس خواله رسنۍ ولیکل، ''د پیسو بدل کې د پوځي خدمت دود باید په کولمبیا کې ختم شي. په کولمبیا کې باید پوځیان ښه ژوند ولري. خو هغه چې پر پردیو خاورو د ځوانو پوځیانو د تویې شوې وینې بدل کې پیسې پیدا کوي باید سزا وویني.''
په کولمبیا کې د ډېری امنیتي چارو ماهرینو په اند د پوځي رضاکارو په تړاو د عامه پالیسیو له اصلاح پرته به د دې موضوع حل ستونزمن وي، چې اوسمهال د هغو سلګونو مسلکي کسانو اړتیا پوره کولو کې پاتې ښکاري، چې په بهرنیو کړکېچونو کې خپل ژوند له خطر سره مخامخوي.








