ملګري ملتونه: سوډان کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او د کډوالو نږدې ۲ میلیونو ته رسېدلی

سودان

د عکس سرچینه، UNHCR

ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې تازه رپوټ ښیې، د سوډان کورنۍ جګړې له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او ګاونډیو هېوادونو ته د کډوال شویو کسانو شمېر بیا نږدې دوه مېلیونو ته رسیدلی دی.

دا د جګړې له کبله د خلکو د بې ځایه کېدو د تر ټولو لوی کړکېچ ښکارندويي کوي چې شمېر یې د اوکرائین او سوریې په جګړه کې له بې ځایه شویو هم اوړي.

یو اېن ایچ سي ار نن (یکشنبه) په خپاره شوي رپوټ کې ویلي، د وروستي څه باندې یوه کلن کړکېچ له کبله یوازې له شپږ سووو زرو (۶۰۰۰۰۰) ډېر کډوال ګاونډي چاډ هېواد ته اوښتي.

له دغو نویو شمېرو سره ښکاري، تر ټولو ډېر سوډانیان چاډ ته کډوال شوي کوم ځای چې وار له مخه د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کالونو جګړو له کبله هم له نیم میلیون د ډېرو کډوالو کوربه دی.

د ۲۰۰۳-۲۰۰۴ او بیا د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کالونو جګړې د سودان خونړۍ جګړې بلل کېږي.

اوسنۍ جګړه چې د تېر کال اپرېل راهیسې توده ده د چټک ملاتړ ځواکونو یا RSF ډله د سوډان له وسله وال ځواک یا SAF سره جنګېږي چې له کبله یې د ولسي وګړو ژوند ورځ تر بلې تریخ شوی.

سودان

د عکس سرچینه، Getty Images

د چټک ملاتړ یاغي ډلې مشري جنرال محمد حمدان دګالو کوي او د دولتي وسله وال پوځ مشري جنرال عبدالفتاح البرهان کوي.

په دغو جګړو کې د زرګونو کسانو د مړینې تر څنګ د میلیونونو خلکو کډوالي او سخت کړاو د مرستندویه بنسټونو اندیښنې هم پارولي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې په دې سخت حالت کې له کډوالو مرستې ونه سپموي.

"اړتیا ډېره خو مرستې د نشت په حساب دي"

سوډان

د عکس سرچینه، AFP

یو اېن ایج سي ار په تازه رپوټ کې ویلي "میلیونه خلک ممکن د کډوالۍ له کبله له سملاسي تاوتریخوالي خوندي وي، خو بشري مرستو او د څښلو اوبو ته نه لاسرسی یې هره ګړۍ ژوند ګواښي."

ملګرو ملتونو ویلي، دوی د سودان خلکو ته د رسیدو لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې لس سلنه تر لاسه کړي چې دې کمو مرستو کړکېچ لا ترېنګلی کړی.

دغې بنست مخکې ویلي و، چې یوازې په ختیځ چاد کې کډوالو ته د رسېدو په موخه ۲۱۵ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوند ادارې (یو اېن ایج سي ار ) تر څنګ نورې مرستندویه او بشري ادارې هم په سودان او ګاونډي چاد کې له ورته ننګونو سره مخ دي.

سودان

د عکس سرچینه، @Refugees

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې تېره نومبر میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د مرستو کمښت به په چاد کې د نږدې یو نیم میلون کډوالو سره د مرستو بهیر سخت زیانمن کړي او په وینا یې دا بېل کړکېچ زیږولی شي.

په همدې مهال ګڼو سازمانونو څرګنده کړې چې نژدې ۲۰ میلیونه خلک (کابو په هرو دوو سودانیانو کې یو یې) د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخ دی. دوی خبرداری ورکړ، که جګړه ونه درېږي او په جګړه ځپلو سیمو کې بندو پاتې کسانو ته مرستې ونه رسېږي، نو له لوږې سره به مخ شي.