کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې د ۲۰ اووریزو لوبلړۍ وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

افغان کرېکټ لوبډلې د افغانستان او زېمبامبوې تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوویزو سیالیو لړۍ دویمه لوبه د زېمبامبوې په هرارې سپورټس کلب لوبغالي کې په داسې حال کې په اووه وېکټه وګټله، چې ۱۲ توپونه یې لا پاتې وو. له دې سره افغانستان د درې شل اووریزو لوبو دا لړۍ هم د صفر په مقابل کې په دوو بریاوو وګټله.

زمبامبوې د نن لوبې پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بریان بینیت او دیوین میرز د زمبابوې له لوري د افغان بالرانو عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمان پر وړاندې توپوهنه پیل کړه، چې په ترتیب سره د ۱۶ او شپږ منډو له جوړولو وروسته له لوبې بهر شول.

د زمبابوې پیل ډېر ښه نه و، د لوبې په لومړیو ۱۱ اوورونو کې یې ایله ۶۲ منډو بدل کې څلور وېکټې له لاسه ورکړې، د لوبې تر ۱۷ اوور پورې بیا زمبامبوې لوبډلې د ۱۰۷ منډو بدل کې اته لوبډلې ترلاسه کړې.

زمبابوې لوبډله و نه توانېده ټول ۲۰ اوورونه ولوبوي، د لوبې په ۱۹ اعشاریه درې اوورونو کې یې ۱۲۵ منډې وکړې، ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.

د زمبامبوې له لوري لوبډلمشر سکندر رضا تر ټولو ډېرې ۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره لوبډلمشر راشد خان درې، مجیب الرحمان دوې، عبدالله احمدزي دوې او محمد نبي یوه وېکټه ترلاسه کړه.

رحمان الله ګوربز د افغانستان لومړنی لوبغاړی و، چې د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته کېچ اوټ شو.

ورپسې صدیق الله اتل له ۱۲ توپونو د لس منډو له ترلاسه کولو وروسته د اتو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهد الله، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، مجیب الرحمان، عبدالله احمدزی او فرید احمد د راشد خان په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبه کې ډګر ته وتلي دي.

رینډن ټیلر، تاشینګا موسیکیوا، ریان برل، ټوني مونیونګا، براډ ایوانز، ویلینګټن مساکادزا، ریچارډ نګاراوا، بریان بینیت او دیوین میرز د سکندر رضا په لوبډلمشرۍ د زمبامبوې لپاره لوبه کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

له دې مخکې د اګسټ پر ۲۹مه د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دې درې شل اووریزو سیالیو لومړۍ لوبې کې افغان لوبډلې د ۵۳ منډو په توپیر زېمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې لړۍ لومړۍ بریا ته ورسېده.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ ټولې ۱۸ شل اوريزې نړيوالې لوبې شوې چې ۱۶ یې افغانستان ګټلې او دوې زېمبابوې ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دا لوبلړۍ راتلونکي نړيوال جام ته د چمتوالي برخه کې مهمه بولي. د ۲۰۲۶ کال نړيوال جام ته چې ټاکل شوی راتلونکې فبروري مياشت په هند او سري لنکا کې ترسره شي، دری مياشتې پاتې دي.

کرېکټ کارپوهانو وړاندوینه کړې وه چې افغان لوبډله به هڅه وکړي، ځينې ځوان لوبغاړي د زمبابوې پر وړاندې دې سياليو کې وازمويي او دغه لوبلړۍ وګټي او په بريا سره نړيوال جام ته ولاړ شي.