کرېکټ: افغانستان زېمبابوې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبې کې افغان لوبډلې د ۵۳ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې لړۍ لومړۍ بریا ته ورسېده.

د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلمشر راشد خان وګاټه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغانستان د لوبغاړو په له لاسه ورکولو په ټاکل شویو شل اوورونو کې ۱۸۰ مڼدې جوړې کړې.

افغان لوبډلې ښه پیل درلود او د سر دوو لوبغاړو رحمن الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ۷۶ منډو ملګرتیا وکړه. ګوربز خپله وېکټ په ۳۹ منډو له لاسه ورکړه او ابراهیم ځدراڼ په ۵۲ منډو وسوځېده.

وروسته تر هغه افغان لوبغاړو ژر ژر وېکټې وبایللې، خو عظمت الله عمرزي ۲۷ او شاهدالله کمال ۲۲ چټکې منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې له لوري سکندر رضا ۳ او بلېسېنګ مزرباني دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

په توپ اچونه کې د افغانستان پیل ښه نه و او په لومړي اوور کې ۱۵ منډې پرې جوړې شوې، خو لوبغاړو ژر پر لوبې واک خپل کړ. افغان لوبغاړي وتوانېدل خپل سیال لوبغاړي یو په بل پسې وسوځوي.

په نننۍ لوبه کې مجیب الرحمن ځدراڼ ۴، عظمت الله عمرزي ۳ او عبدالله احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، فرید ملک، مجیب ځدراڼ او عبدالله احمدزی ولوبېده.

د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د دريو شل اوریزو سياليو لوبلړۍ د زېمبابوې په کوربتوب په هرارې لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان او زېمبابوې تر منځ ټولې ۱۸ شل اوريزې نړيوالې لوبې شوې چې ۱۶ یې افغانستان ګټلې او دوې زېمبابوې ګټلې دي. خو د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستيو پنځو لوبو څلور افغانستان کټلې او يوه زېمبابوې.

خو که له نورو هېوادونو سره د دوی وروستيو پنځو لوبو ته وکتل شي افغانستان بيا پنځه واړه بايللې او بل پلو زېمبابوې پنځه ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دا لوبلړۍ راتلونکي نړيوال جام ته د تيارۍ لپاره مهمه بولي. د ۲۰۲۶ کال نړيوال جام ته چې ټاکل شوی راتلونکې فبروري مياشت په هند او شري لنکا کې ترسره شي، دری مياشتې پاتې دي. کرېکټ کارپوهان وړاندوینه کړې وه چې افغان لوبډله به هڅه وکړي، ځينې ځوان لوبغاړي د زېمبابوې پر وړاندې دې سياليو کې وازمويي او دغه لوبلړۍ وګټي او په بريا سره نړيوال جام ته ولاړ شي.

په دې وروستيو کې د افغانستان شل اوریزه لوبډله هغسې چې تمه ترې کېږي د پام وړ نه ده لوبېدلې. خپله وروستۍ شل اوريزه لوبلړۍ یې بنګله دېش ته دری صفر وبايلله. په هغو سياليو کې تر ډېره لوبغاړي ونتوانېدل چې ښې منډې وکړي او داسې هدف وټاکې چې په اسانۍ د دفاع وړ وي. توپ اچوونکي هم هغسې چې تمه کېده و نه ځلېدل.

خو بل پلو د حشمت الله شهیدي په مشرۍ افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ دری صفر له بنګله دېش څخه وګټله.

که د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته وکتل شي افغانستان د نړۍ په کچه تکړه سپېن توپ اچوونکي لري چې د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې لوبېدلي دي. د رحمان الله ګوربز په څېر توپ وهونکي، د محمد نبي او عظمت الله عمرزي په څېر الرونډران لري چې له کافي نړيوالې تجربې برخمن دي. د افغانستان کرېکټ شنونکي وايي، دې ته په کتو د افغانستان تله درنه برېښېده.

د زېمبابوې پر وړاندې افغان لوبډله کې څوک وو؟

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

د راشد خان په مشرۍ به ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، شرف الدين اشرف، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمان ځدراڼ، بشير احمد، فريد ملک او عبدالله احمدزي د زېمبابوې پر وړاندې د لوبډلې برخه وو.

په احتياطي لوبغاړو کې اې اېم غضنفر او فريدون داودزي ته ځای ورکړل شوی و.

لکه چې له نوملړه جوتېده، يو شمېر ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی و.

اعجاز احمد احمدزي چې ۲۲ کاله عمر لري او په کورني کرېکټ کې یې سليزې هم وهلې دي د الرونډر په توګه له لوبډلې سره يو ځای شوی. عبدالله احمدزی هم چې ۲۲ کلن دی د اسيا کپ پر مهال د افغانستان له لوبډلې سره و. بل ځوان ۲۰ کلن لوبغاړی بشير احمد دی چې په چپ لاس تېزه توپ اچوونه کوي.

له زېمبابوې سره دغه سيالۍ په داسې حال کې وې چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې له بنګله دېش سره پنځه يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.