د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يو ورځنۍ لوبلړۍ: حشمت شهیدي وايي پر خپله لوبډله باور لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دريو يو ورځينو سياليو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې د دغه لوبلړۍ لومړۍ سيالي نن چهارشنبې (۸ اکټوبر) د افغانستان پر وخت د مازديګر څلور نیمې بجې پيل شي.
افغانستان تر دې وړاندې همدا روانه مياشت بنګله دېش ته د شل اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ بايللې وه او هغسې چې تمه کېده لوبغاړي ښه ونه ځلېدل. همدې ته په اشارې، افغان لوبډلمشر حمشت الله شهيدي له لوبې يوه ورځ وړاندې خبري کنفرانس ته وويل، دواړه فارمټونه بېل دي او په وينا یې پر خپله لوبډله بشپړ باور لري.
ښاغلي شهيدي وويل، "زه په خپل ټيم باور لرم، زه فکر کوم موږ ښه لوبډله لرو او په تېر کې مو هم په يو ورځینو سياليو کې ښه کرېکټ کړی دی."
نوموړي زياته کړه، شل اوريزې لوبې او يو ورځنۍ توپیر لري، "زه فکر کوم بنګله دېش په شل اوريزه لوبلړۍ کې ښه سيالي وکړه... موږ په دې وروستيو کې ښه کرېکټ کړی، زه باوري يم او هيله لرم چې سبا ښه پيل وکړو."
که د دواړو لوبډلو سياليو ته وکتل شي افغانستان روان کال يوازې دری يو ورځنۍ لوبې کړې چې وروستۍ هغه د اسټراليا پر وړاندې د باران له کبله بشپړه هم نه شوه. همدلته په چمپينز ټرافۍ کې یې انګلنډ ته ماته ورکړه خو جنوبي افريقا ته یې لوبه وبايلله.
بل پلو بيا روان کال بنګله دېش شپږ لوبې کړې چې يوازې يوه یې ګټلې ده.
د دواړو هېوادونو له وروستيو پنځو لوبو افغانستان څلور ګټلې او يوازې يوه یې بايللې ده. خو که بيا ټولو لوبو ته وکتل شي، بنګله دش ۱۱ ګټلې او افغانستان اتو کې بريا خپله کړې ده.
افغانستان د نړۍ په کچه تکړه سپېن توپ اچوونکي لری چې کولی شي بنګله دېش ته سرخوږی جوړ کړي خو په هغه صورت کې چې فيلډېنګ يا ډګر ساتنه او د منډو جوړولو په برخه کې هم لوبغاړي برخه واخلي.
د افغان لوبغاړو نوملړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې يو ورځينو لوبو ته د حشمت الله شهيدي په مشرۍ لوبډله وړاندې اعلان کړې ده.
کرېکټ بورډ دغو سياليو کې، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، محمد نبي، راشدخان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، اې اېم غضنفر، عبدالله احمدزي، بشیراحمد او عظمت الله عمرزي ته په عمومي نوملړ او بلال سمیع او فریدون داودزي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړی دی.
تر دې وړاندې ښی لاس تېز توپ اچوونکی سلیم ساپي هم د دغه نوملړ برخه و خو د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د روغتيايي ستونزو له کبله له نوملړ لرې کړل شوی او پر ځای به یې بلال سميع لوبېږي.
په افغان لوبغاړو کې د راشد خان تر څنګ له عظمت الله عمرزي او محمد نبي چې دواړه په نړۍ کې په ترتيب سره دويم او درېيم نمبر غوره الرونډران دي په توپ وهنه او توپ اچوونه کې د لوبډلې ډېرې تمې دي.
د افغانستان کرېکټ چارو شنونکي وايي، د افغان لوبډلې د ضعف ټکي تر ډېره توپ وهنه او ډګر ساتنه ده. دوی وايي د پيل لوبغاړو تر څنګ بايد څلورم او پنځم نمبر لوبغاړي هم يو څه پر پېچ پاتې شي او د منډو جوړولو برخه کې ونډه واخلي.
افغانستان د رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صديق الله اتل، رحمت شاه او حشمت الله شهيدي په څېر تکړه توپ وهونکي لري چې د کافي تجربې خاوندان دي.
که د شيخ زايد لوبغالي کې وروستيو پنځو لوبو ته وکتل شي، هغه ټيم چې لومړی یې منډې کړې څلور سيالۍ یې ګټلې دي. له دې جوتېږي چې د پچې يا ټاس ګټل به مهم وي او افغانستان هم تر ډېره خوښوي چې لومړی منډې وکړي او داسې هدف وټاکي چې توپ اچوونکي ترې دفاع وکړای شي.
ويل کېږي د ابوظبۍ وېشتنځایونه يا پېچونه تر ډېره د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي او منډې هم پرې ډېرې کېږي.
د دغې لوبلړۍ ګټل د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهم دي، که هر څوک یې وګټي د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې به مخکې او د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته په مخامخ لارموندنه کې به ورسره مرسته وکړي. اوسهال افغانستان په اووم او بنګله دېش په لسم نمبر دی. د درجه بندۍ له مخې له کوربه هېواد پرته د سر اته لوبډلې نړیوال جام ته مخامخ لار موندلی شي.
نورې سيالۍ

د عکس سرچینه، ACB
بنګله دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او دری شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.
دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ کوربه توب کوي.
وړاندې افغانستان او زېمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه، خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.
همدا ډول د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان، پاکستان او شري لنکا تر منځ د شل اوريزو لوبو دری اړخيز لړۍ هم پيلېږي.
د افغانستان کريکټ بورډ په وينا ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به له پاکستان سره د دريو شل اوريزو سياليو لپاره په نومبر کې سفر وکړي خو په وينا يې د ۲۰۲۶ نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه شري لنکا هم دغې لوبلړۍ ته ور اضافه شوه.











