کرېکټ: د افغانستان، پاکستان او شري لنکا ترمنځ د شل اوريزو سياليو لوبلړۍ

د عکس سرچینه، ACB
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
د افغانستان، پاکستان او شري لنکا تر منځ د شل اوریزو نړيوالو سياليو دری اړخیزه لوبلړۍ د پاکستان په کوربتوب تر سره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه سيالۍ به د روان کال د نومبر مياشتې پر ۱۷ نېټه پیل او د همدې مياشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه لوبلړۍ پخلی کړی دی.
د معلوماتو له مخې ټاکل شوې لومړنۍ شل اوريزه لوبه د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان او پاکستان تر منځ د راولپنډۍ په لوبغالي کې وشي.
د افغانستان دويمه لوبه د نومبر پر ۱۹ مه له شري لنکا سره په راولپنډۍ کې ده. درېيمه لوبه یې بيا له پاکستان سره په ۲۳ نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ده او څلورمه لوبه یې هم دلته په فذافي لوبغالي کې له شري لنکا سره کېدونکې ده. ټاکل شوې د دغو سياليو پايلوبه د نومبر پر ۲۹ نېټه په لاهور کې وشي.
له اماراتو او پاکستان سره له وروستۍ لوبلړۍ مخکې افغانستان شاوخوا اووه مياشتې کومه نړيواله شل اوريزه لوبه نه وه کړې. د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان او شري لنکا سره دا لوبلړۍ ګټوره بولي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائيه رئيس نصیب خان وايي، "دا سيالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل اوريز نړيوال جام لپاره هم د دريو هېوادونو لپاره يو بشپړ چمتووالی دی." نوموړي هيله ښودلې چې افغان لوبډله به په دغو سیاليو کې "ښه وځلېږي".
د افغانستان کريکټ بورډ په وينا ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به له پاکستان سره د دريو شل اوريزو سياليو لپاره په نومبر کې سفر وکړي خو په وينا يې د ۲۰۲۶ نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه شري لنکا هم دغې لوبلړۍ ته ور اضافه شوه.
د پاکستان کرېکټ بورډ هم له افغانستان او شري لنکا سره دری اړخیزه لوبلړۍ د راتلونکي شل اوريز جام د چمتووالي لپاره مهمه بللې ده. د ياد بورډ د عملياتي چارو مشر سمير احمد ويلي، "دا سيالۍ نه يوازې د شل اوریز جام لپاره چمتووالی دی بلکې مينه والو ته به په بېلابېلو لوبغالو کې د کرېکټ زړه راښکونکي ننداره هم وړاندې کړي."
چا ډېرې لوبې ګټلې دي؟

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان تر دې مهاله له پاکستان سره ټولې ۱۰ شل اوريزې سيالۍ کړې دي چې له دې ډلې یې څلور افغانستان ګټلې او شپږ بايللې دي.
بل پلو افغانستان له شري لنکا سره په اتو شل اوريزو لوبو کې مخامخ شوی چې له دې يې دری ګټلې او پنځه بايللې دي.
د پاکستان او شري لنکا ترمنځ ټولې ۲۳ لوبې شوې چې ۱۳ يې پاکستان ګټلې او ۱۰ بايللې دي.
د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د وروستي نوملړ له مخې افغانستان په نهم نمبر ځای لري، پاکستان په اتم او شري لنکا بيا په اووم نمبر ده.
له پاکستان او شري لنکا سره د سيالیو دغه اعلان په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې راتلونکې نومبر مياشت د افغانستان په کوربتوب په شارجه له بنګله دېش سره دری شل اوریزې او دری يو ورځنۍ سيالۍ وشي.











