د کرېکټ‌ نړیواله شورا د افغانستان کرېکټ بورډ د بودیجې کمولو پلان نه لري

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی دی

د کرېکټ نړیواله شورا (ای‌سي‌سي) به د افغانستان جلاوطنه ښځینه کرېکټرانو ته مالي امکانات د افغانستان کرېکټ بورډ له بودېجې نه برابروي.

روانه اوونۍ په زمبابوې کې د کرېکټ نړیوالې شورا د بورډ په یوه غونډه کې بهر کې د مېشتو افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو او لوبډلې ملاتړ لپاره یو نوښت اعلان شو.

تر هغې وروسته دا پوښتنه هم پیدا شوې وه چې ایا ای‌سي‌سي‌ خو به د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو مالي ملاتړ لپاره پیسې د افغانستان کرېکټ‌ بورډ له‌ کلنۍ بودېجې نه ګرځوي.

اوس يي‌اېس‌پي‌اېن کرېک‌اېنفو (ESPN Cricinfo) په یوه رپوټ کې ویلي، که څه هم دا د کرېکټ بشپړ غړیتوب لپاره د معیارونو یوه برخه ده چې د ښځو د کرېکټ ملاتړ وکړي، خو د کرېکټ نړیواله اداره (ای‌سي‌سي) به د افغان ښځینه کرېکټرانو ملاتړ لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ بودېجه کمه یا یوه برخه ترې جلا نه کړي.

د کرېکټ‌ نړیواله شورا به د دې پر ځای د یوه جلا تمویلوونکي میکانیزم له لارې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، او افغان کرېکټ بورډ به خپله بشپړه بودېجه چې باور کېږي په کال کې شاوخوا ۱۳ میلیون ډالره کېږي، ترلاسه کوي.

دا ټوله بودېجه به افغانستان کې د نارینه‌وو پر کرېکټ لګول کېږي.

د یادونې ده چې ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې د ښځو پر کرېکټ او سپورت بندیز لګول شوی دی.

د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو یوه ۱۹ کسیزه لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې اسټرالیا ته کډواله شوه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د ښځو یوې لوبډلې تېره جنورۍ په مېلبورن کې یوه دوستانه لوبه ترسره کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ اوس د کرېکټ‌ نړیوالې شورا یوازنی بشپړ غړی دی چې ښځینه لوبډله نه لري.

د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړې به د ای‌سي‌سي لخوا د انګلنډ او ویلز له کرېکټ بورډ (ECB)، د اسټرالیا له کرېکټ‌ بورډ او د هند د کرېکټ کنټرول بورډ (BCCI) سره په ګډه تمویلېږي.

د افغانستان د ښځو یوې لوبډلې تېره جنورۍ په مېلبورن کې یوه دوستانه لوبه ترسره کړه او غواړي چې د کډوالو د لوبډلې په توګه دې وپېژندل شي.

خو داسې انګېرل کېږي چې د کرېکټ نړیواله شورا پر دې پوهېږي چې د افغان ښځینه‌ لوبغاړو لخوا په نږدې راتلونکې کې د رسمي نړیوالو لوبو د ترسره کېدو امکان ځکه ډېر کم دی چې دا ډول لوبې باید د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا تایید شي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر لوبیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه

د افغانستان ښځینه‌کرېکټ لوبغاړو ته د لوړې کچې یوه پیاوړي او فعال پروګرام د برابرېدو ژمنه شوې چې "پرمختللې روزنه، په نړیواله کچه اسانتیاوې او مناسبې لارښوونې" به پکې شاملې وي.‌

د کرېکټ نړیواله شورا هیله لري چې دغه پروګرام به له افغان ښځینه لوبغاړو سره "بشپړ ظرفیت ته په رسېدو کې مرسته وکړي."

د افغانستان د نارینه‌وو کرېکټ لوبډلې خپل ټېسټ حیثیت ساتلی دی، د تېر کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه او سږ کال یې په لومړي ځل چمپینز ټرافۍ کې برخه واخیسته.