د افغان ښځو کرېکټ لوبغاړې: "زه نه پوهېدم چې موږ به مرو که به ژوندي پاتې شو"

بي بي سي "د کرېکټ هېره لوبډله" په نوم یوه نوي مستند کې له لوبغاړو او د دوی خوندي اېستلو کې له مهمو کسانو سره په خبرو د دې لوبډلې کیسې ته کتنه کوي

د عکس سرچینه، Australia cricket

د عکس تشریح، بي بي سي "د کرېکټ هېره لوبډله" په نوم یوه نوي مستند کې له لوبغاړو او د دوی خوندي اېستلو کې له مهمو کسانو سره په خبرو د دې لوبډلې کیسې ته کتنه کوي
    • Author, جو کوري
    • دنده, د ښځو ورزش خبریاله

"زما تر راتګه هېڅ مه کوه"

مېل جونز د تلوېزوني وینا پر مهال هم له طالبانو د تېښتې په پلانولو فکر کاوه. هغې په دې برخه کې مرکزي رول درلود.

د اسټرالیا پخوانۍ کرېکټره جونز په هغو دریو ښځو کې وه چې په مالي ملاتړ او پلان جوړولو سره یې په ۲۰۲۱ کال کې د افغان ښځو لوبډلې ته له هېواد د وتلو لار جوړه شوه.

هغه وايي، ځینې وخت یې احساسول چې دا وتل "د جوسن بورن د یو فلم" په څېر دي.

اسټرالیا ته د دې وېروونکي سفر په ۱۹ لوبغاړو کې فیروزه امیري هم وه. هغه وايي، کله چې بهر ته د وتلو په لار په اتو پوستو کې د دوی د کورنۍ ګاډی درېده، نو دا به لړزېدله.

امیري تر نن هم نه پوهېږي چې په پاکستان کې د "کورنۍ واده" کې ګډون او "د درملنې لپاره د مور وړلو" پلمه یې څنګه ومنل شوه.

دغه لوبغاړې له بي بي سي سره خبرو کې دا سفر "د خپل ژوند تر ټولو لویه معجزه" بولي.

درې نیم کاله وروسته هغه او لوبډله یې د ملبورن په جنګشن اوول کې ډګر ته ښکته شوې چې په بهر کې د افغانستان د ښځو د یوې لوبډلې په نوم لومړنۍ سیالۍ سره د خپلې خوښې د داستان یو بل څپرکی پرانیزي.

جونز هم یوه هغه نندارچۍ وه چې د ډګر له یوې څنډې یې په ولولو سره دا لوبه لیدله.

نوموړې "د نارسمي کډوالۍ خدمت" سره لوبغاړو او کورنیو ته یې د بېړنۍ بشپرپالې ویزې، پیسو او خوندي وتلو اسانتیاوې برابرې کړې.

خطرناکو لارو وهلو ته په پام به په دې ورځ هغه لوبغاړې ډېرې خوشاله وې چې د خپلې خوښې لوبه کې بالاخره بېرته سیالۍ ته ستنې شوې.

خو د دوی پر جامو يا کېټونو د رسمي نښان پر ځای ځانګړي ډیزاین شوي نښان د دې ښکاره یادونه کوله چې لا یې هم د لوبې لپاره مبارزه پای ته نه ده رسېدلې، دا ځکه چې د کرېکټ نړیواله شورا دوی د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت نه پېژني.

بي بي سي "د کرېکټ هېره لوبډله" په نوم یوه نوي مستند کې له لوبغاړو او د دوی خوندي اېستلو کې له مهمو کسانو سره په خبرو د دې لوبډلې کیسې ته کتنه کوي.

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

"زه نه پوهېدم چې موږ به مرو که به ژوندي پاتې شو"

امیري د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له خپلې انا سره په کور کې چای څښه چې د طالبانو په بیا واکمنېدو خبره شوه.

"په هغه شېبه زه شاک شوم او فکر مې وکړ چې هرڅه مې له لاسه وځي."

په اوښلنو سترګو یې زیاته کړه چې سملاسي پوه شوه چې ملي لوبډله به کډوالۍ ته مجبوره شي.

"د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې زما مور او پلار په افغانستان کې وو او دوی پوهېدل چې نجونو ته به څه پېښ شي."

"نه پوهېدم چې وبه ژغورل شم، نه پوهېدم چې ما او کورنۍ ته به مې له افغانستان د وتلو چانس وي. نه پوهېدم چې موږ ژوندي پاتېږو، که مړه کېږو."

"هر څه ته مې اور واچاوه، ټولو سندونو، ټولو مډالونو ته، هېڅ هم پاتې نه دي."

د طالبانو قانون له مخې، ښځې له پوهنتون، ورزش او پارک منع دي. له کور بهر یې غږ اورېدل هم منع یا عورت بلل شوي دي.

د لوبډلې بله لوبغاړې ناهیده څپان هغه کیسه کوي‌ چې طالبان څنګه د هغې په لټون کور ته ورغلل.

"زما مور بهر وتلې وه، یوه طالب پوښتلې وه، کومه کرېکټۍ نجلۍ پېژنې؟ موږ فکر کوو چې هغه دلته اوسېږي. مور مې ډېره وېرېدلې وه. ما د ټولو هم‌لوبغاړو د نومرو کتابچه درلوده، چې کور ته لاړم هغه او ټول کاغذونه مې وڅیرل او کثافاتو کې مې واچول."

د څپان ورور چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی، وايي له هغه وروسته یې کورنۍ ته طالبانو ټلیفونونه او مسیجونه کول.

"دوی موږ ښکاره ګواښلو، دوی ویل موږ به مو پیدا کړو او که پیدا شوئ، نو ژوندي مو نه پرېږدو، که تاسو کې یو هم ومومو، نو ټول به را پیدا کړو."

"د لوبډلې ټولو نجونو ته ډېر اندېښمن وم، خو موږ ټولو ته امن ځای په کار و."

دا خوندي ځای هم په کار و چې د نړۍ هغه بل اړخ کې ناشنا سرچینې پیدا کړی وی.

دا له ګډو احساساتو او خوشالۍ ډکه ورځ وه، خو یوه مهمه پوښتنه لا شته، چې د لوبډلې راتلونکی به څنګه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا له ګډو احساساتو او خوشالۍ ډکه ورځ وه، خو یوه مهمه پوښتنه لا شته، چې د لوبډلې راتلونکی به څنګه کېږي؟

وتل هم 'د جېسن بورن د یوه فلم' په څېر و

میل جونز زرګونه کيلومتره لرې په اسټرالیا کې د کووېډ ۱۹ وبا له امله قرنطین وه، چې د یوه هندي خبریال پیغام ور ته ورسېد. هغه پوښتلې وه، چې د افغان کرېکټ لوبډلې له حال خبره ده که نه.

د طالبانو واکمنېدو پسې لوبغاړو د مرستې لپاره د افغان کرېکټ بورډ لمن ونیوله، خو څه يې ترلاسه نه کړل.

يوازې وې او د توندلارې اسلامي ډلې واکمنۍ کې وېرېدلې وې.

خبریال اغلې جونز له یوې لوبغاړې سره په تماس کې کړه او هغې هم وپوښتل چې که څه مرستې ته اړتیا وي چې ور سره ویې کړي.

لوبغاړې هم ځواب ور کړ چې ټولې لوبغاړې او نور همکاران یې له افغانستان وتلو ته اړتیا لري.

جونز چې اسټرالیا ته یې دوه نړیوال جامونه ګټلي، خپلې د اړیکو کتابچې ته یې مخه کړه او داوطلب یې وموندل.

په دوی کې یې ملګرې ایما سټېپلز هم وه، چې د ویکټوریا کرېکټ لپاره یې کار کړی، هم د افغان فوټبالرو اېستلو کې مرستندویه ډاکټره کترین ارډوې.

دوی له لوبغاړو سره د مرستې لپاره د افغانستان د خاورې په ګډون د خلکو یوه پیاوړې شبکه جوړه کړه. ویزې او ټرانسپورټ یې برابر کړ چې نږدې ۱۲۰ کسان له افغانستان بهر په تېره پاکستان ته وباسي او بیا یې پوځي الوتنو کې دوبۍ ته ورسوي.

بیا له هغه ځای ملبورن یا کنبیرا ته سوداګریزو الوتکو کې لاړ شي چې مالي ملاتړ یې د اسټرالیا حکومت کاوه.

سټېپلز وايي، "فکر نه کوم د هغه څه پر عظمت پوه شوې یم چې هغه وخت مو کول. موږ ته یې دا هم ویل چې ښايي هره یوه ونه ژغورل شي."

"زما دنده همغږي وه، چې اوس راته ملنډې ښکاري او هغه وخت د کډوالۍ غیر رسمي خدماتو په شان وه. هغه هم د ویزې او پاسپورټ د اسنادو ډکول او افغانستان ته د پیسو لېږلو هڅه، چې نجونې پاسپورټونه واخلي."

"شپږو اونیو کې د کورنۍ د غړو مالومات ټولول او دا هڅه وه چې هویت یې مالوم شي، خو موږ فقط دا بې سارې صفحه درلوده چې هر کس پکې واضح شوی و."

هغه وايي، له لوبغاړو سره خبرې "ډېرې ننګونکې" وې، خو داسې څه نشته چې "ګوګل ژباړه یې برابر نه کړي."

سټېپلز په خندا وايي: "موږ اوس پر ژبنیو خنډونو خاندو، ما ته یې مختلف نومونه اخیستل، لکه 'خوږه' او نور عجیب او غریب شیان."

"دا هرڅه دوی ته ژر پېښ شوي او زه فکر نه کوم چې دوی پر دې هم فکر کولو ته وخت پیدا کړی وي چې تر شا یې څه پرېښودل. بې له شکه ځینې له داسې ملامتیا سره مخ دي چې ژغورل شوي خلک احساسوي."

دوه پنځوس کلنه جونز چې اوس د کرېکټ خبریاله ده وايي، داسې شېبې هم وې چې نه مالومېده دا ماموریت به بریالی شي که نه.

"موږ له داسې سیستم سره مبارزه کوله چې هر یو به ویل دا ناشونې ده، هر څه شېبه په شېبه پېښېدل."

هغه زیاتوي، "داسې شېبې هم وې چې فکر دې کاوه په جېسن بورن فلم کې یې."

هغه شېبه یادوي چې تلوېزون کې یې پر یوه موضوع هم تبصره کوله او هم یې یوې لوبغاړې ته د پیغام استولو هڅه کوله چې سم ګاډی پیدا کړي او خوندي ځای ته ځان ورسوي.

"هغې موټر موندلی نه شو او مختلفو خلکو ته ورتله، ما باید خبرداری ور کړی وی چې د خوندیتوب لپاره باید دا کار ونه کړې. خو بیا ما بله تبصره درلوده او ما باید ویلي وی، زما تر را ستنېدو هېڅ هم ونه کړې."

"زما وېره همدا وه، بس دا ډاډ مې غوښت چې دوی سمې پرېکړې کړې که نه."

ایما سټېپلز (چپ) میل جونز (منځ) او کترین ارډوې (ښۍ) له افغانستان د لوبغاړو اېستلو وسیله شوې

د عکس سرچینه، EMMA STAPLES

د عکس تشریح، ایما سټېپلز (چپ) میل جونز (منځ) او کترین ارډوې (ښۍ) له افغانستان د لوبغاړو اېستلو وسیله شوې

د پردې تر شا او بېا هېرې شوې

د کرېکټ لوبغاړې اسټرالیا ته له رسېدو وروسته هم د خپل خوندیتوب لپاره په لنډمهالي استوګنځي کې د میاشتو لپاره پټې اوسېدلې.

هغو محلي کرېکټ کلبونو یې هم د هویت پټ ساتلو کې مرسته وکړه چې دوی ور سره یو ځای شوې وې.

دوی د ۲۰۲۲ تر ډېسمبر انتظار وکړ، بیا یې د کرېکټ نړیوالې شورا ته وویل چې اسټرالیا کې اوسېږي او دوه لویې پوښتنې یې هم ترې وکړې، له افغان کرېکټ بورډ سره یې تړونونه څنګه شول او د دوی د پرمختګ لپاره دغه بورډ ته تلونکې پیسې څنګه شوې؟

دوی دا غوښتنه هم وکړه چې د بودیجې یوه برخه دې اسټرالیا کې دغو لوبغاړو ته ور کړل شي.

یوه میاشت وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا په ځواب کې وویل، چې د دوی تړونونه د افغان کرېکټ بورډ مسوولیت دی او دا پرېکړه هم د بورډ په غاړه ده چې ترلاسه کېدونکې بودیجه څنګه مصرف کړي.

افغان کرېکټ بورډ چې له دوی سره له ښکېلتیا ډډه وکړه، نو لوبډلې داسې احساسول چې د لوبې د سر کسانو له دوی لاس مینځلی دی.

د ۲۰۲۴ کال په جون کې د شل اوره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغان ملي لوبډلې رسېدل د ښځو لوبډلې د ځان لپاره بل چانس وباله، چې پکې د کرېکټ نړیوالې شورا ته دویم لیک ولېږي.

په دغه لیک کې دوی غوښتنه وکړه چې د کډوالو نړیوال ټیم د جوړولو اجازه ورکړي.

دوی وايي، دغه لیک ته یې کوم ځواب نه دی ور کړل شوی.

شبنم احسان چې په ۱۴ کلنۍ کې له افغانستان وتلې، نه ځواب "ډېر دردوونکی او ناهیلوونکی" بولي.

هغه زیاتوي، "زه نه پوهېږم چې د کرېکټ نړیواله شورا زموږ سره د مرستې لپاره ولې هېڅ هم نه کوي. موږ سخت زیار اېستلی او د بلې هرې لوبډلې په څېر د مرستې مستحق یو."

د کرېکټ نړیوالې شورا د بي بي سي سپورت ته په یوه بیان کې وویل، "د افغانستان له حالت سره ښکېل دي او د لوبغاړو هوساینه او چانسونه د دوی اصلي لومړیتوب دی."

د شورا مشر جي شا زیاتوي، "د افغانستان کرېکټ بورډ له لارې د دې لوبې د پراختیا ملاتړ ته ژمن یوو او د بهر مېشتو ښځینه لوبغاړو د اندېښنو په ګډون د افغان ښځو د کرېکټ په مخ کې ننګونې درک کوو."

د دوی په خبره، "د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د ښځو کرېکټ اړوند ځینې اړیکو ته بیا کتنه کوي او دا ارزوي چې د شورا د قانون او قانوني چوکاټ له مخې یې څنګه ملاتړ وشي. پر داسې رغنده خبرو او عملي حل لارو مو تمرکز دی چې د ټولو افغان کرېکټیانو غوره ګټې خوندي کړي."

فیروزه امیري له (چپ لوري دویمه) او هم لوبډلې یې د افغانستان د ښځو بهر مېشتې لوبډلې په څېر تېره میاشت خپله لومړنۍ سیالي وکړه

د عکس سرچینه، CRICKET AUSTRALIA

د عکس تشریح، فیروزه امیري له (چپ لوري دویمه) او هم لوبډلې یې د افغانستان د ښځو بهر مېشتې لوبډلې په څېر تېره میاشت خپله لومړنۍ سیالي وکړه

د بایکاټ غوښتنې او 'جنسیتي اپارتایډ'

ریکاډونه ښيي چې افغانستان پر ۲۰۱۲ کال د ښځو لومړنۍ لوبډله درلودله، خو لږ وروسته یې ټغر ټول شو. بیا یې رسمي لوبډله پر ۲۰۲۰ کال هغه مهال جوړه کړه چې د استعدادونو موندلو کمپ د ۲۵ لوبغاړو تماس ته لار برابره کړه.

د کرېکټ نړیواله شورا کې د پوره غړیتوب لپاره د ښځو لوبډله لرل مهمه اړتیا ده او دا مانا لري چې افغانستان پوره بودیجه او ټېسټ حیثیت لري.

اوس که څه هم له ډېرې مودې راهیسې د افغان ښځو لوبډله نشته، خو افغان کرېکټ بورډ لا هم د پوره غړیتوب امتیاز لري او دې واقعیت ته د نړۍ سترګې ور اوښتول پیل شوي دي.

د دې کال لومړیو کې بریتانوي سیاستوالو د انګلنډ او وېلز کرېکټ بورډ یا اي سي بي ته په لیک لېږلو سره غوښتنه وکړه چې له افغان مېرمنو سره د چلن په اعتراض کې د انګلنډ لوبډله د فبرورۍ پر ۲۶ د اتلانو جام سیالیو کې له افغان لوبډلې سره له لوبېدو ډډه وکړي.

د انګلنډ کرېکټ بورډ دا غوښتنه ونه منله، خو اجرائيوي مشر ریچارډ ګولډ یې له کرېکټ نړیوالې شورا یا له نړیوال واکمن پلاوي د هغه څه په مقابل کې د عمل غوښتنه وکړه چې نوموړي "جنسیتي توپیر یا اپرتایډ" وباله.

نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې د افغان ښځو لوبډلې تر پیلېدو او دوی ته تر ملاتړ رسېدو پورې افغانستان ته بودیجه وځنډول شي.

امیري وايي، دا او هم لوبغاړې یې د افغانستان د سړیو پر کرېکټ لوبډله "ویاړي"، خو دوی یوازې دا غواړي چې ورته چلن ورسره وشي.

"ای سي سي مساوات لمانځي، خو زه نه پوهېږم چې دوی کوم مساوات لمانځي. افغانستان د ښځو لوبډله نه لري، خو دوی لا هم د سړیو لوبډلې ته د لوبې چانس او بودیجه ور کوي."

"زه ډېره غوسه یم، ای سي سي زموږ لپاره هېڅ هم نه دي کړي. موږ یواځې داسې لوبډله غواړو چې د افغانستان میلیونونو ښځو ته هیله ور کړي."

په ځواب کې د کرېکټ نړیوالې شورا مشر شاه وايي، "که څه هم له افغان کرېکټ بورډ سره ملاتړ روان ساتو، خو موږ د ښځو د پروګرام نشتوالی هم منو او د مرستیال مشر عمران خواجه په مشرۍ د افغان کرېکټ اجرايي ډلې په لاس دې مسلې ته رسیدګي کوو."

د ملي لوبډلې په توګه د رسمیت نه لرلو په پايله کې افغان لوبغاړو د افغانستان د رسمي لوبډلې په ځای د افغانستان د ښځو د یوې بهر مېشتې لوبډلې په توګه تېره میاشت ملبورن کې له یوې بې سرحده لوبډلې سره لوبه وکړه.

 دا یو شی روښان دی چې که څه هم په افغانستان کې ښځې احساسوي چې دوی هیڅ غږ نه لري، خو دا لوبډله به خاموشه نه شي
د عکس تشریح، دا یو شی روښان دی چې که څه هم په افغانستان کې ښځې احساسوي چې دوی هیڅ غږ نه لري، خو دا لوبډله به خاموشه نه شي

'موږ نه غواړو چې دا مو لومړنۍ او وروستۍ لوبه وي'

دوی جنګش اوول ته په داسې حال د لوبې لپاره کښته شوې چې څو ورځې مخکې د اسټرالیا اوانګلنډ د ښځو اشېز سیالۍ کوربه و.

افغان لوبغاړو داسې ځانګړې جامې اغوستې وې چې د دوی له خوا ډیزان شوی نښان یې هم درلود.

لوګو هم د افغانستان له ملي ګل غاټول او د اسټرالیا له ملي ګل جوړه او د کرېکټ پر توپ تاو شوې وه.

دا د دې نښه وه چې دوی له نوي ژوند سره څومره جوړې شوې چې ډېری پکې اوس کار یا زدکړې کوي.

دوی شل اوره سیالي وبایلله، خو په حقیقت کې اصلي بریا همدا لوبه وه چې دوی وکړه.

بالره نیلاب ستانکزۍ وايي، "ډېره ښه وه، موږ په دې ډېرې خوشاله یو چې بلاخره بیا ګډه لوبه کوو."

"هیله ده چې دا لوبه به ای سي سي زموږ ملاتړ ته وهڅوي. هغو خلکو چې لوی منصبونه لرئ، لطفن زموږ مرسته وکړئ."

د هغې ورځې لوبډلمشره ناهیده څپان وايي، "موږ نه غواړو چې دا مو لومړۍ او وروستۍ لوبه وي. موږ ډېر لوبېدل غواړو، موږ خپلو هیلو ته رسېدل غواړو."

د دې لوبډلې بله لوبغاړې شازیه ځاځۍ وايي، "موږ یې د ټولو افغان ښځو لپاره کوو، چې ورته ووایو په خپل ځان وویاړئ او دا چې په نړۍ کې تر ټولو ځواکمنې ښځې یاست. مهرباني وکړئ مه تسلیمېږئ."

دا له ګډو احساساتو او خوشالۍ ډکه ورځ وه، خو یوه مهمه پوښتنه لا شته، چې د لوبډلې راتلونکی به څنګه کېږي؟

دوی رسمي بودیجه نه لري، خو له دې سیالۍ وروسته د "زموږ راتلونکی مطرح کړئ" په نوم پرلیکه کمپاین پیل شو چې موخه یې د لوبډلې د راتلونکي خوندي کولو لپاره اوه نیم لکه پونډ ټولول دي.

د بریتانیا د ملبورن کرېکټ کلب بنسټ هم ژمنه کړې چې د دوی د نوي نړیوال کډوال کرېکټ پنډ لومړني ګټه اخیستونکې به د افغانستان لوبغاړې وي.

لوبغاړې لا هم لویې هیلې لري او هغه دا چې یوه ورځ په نړیواله کچه ولوبېږي، خو دا په دې پورې تړلې چې د کرېکټ نړیواله شورا له دوی سره بوختېږي که نه.

خو دا یو شی روښان دی چې که څه هم په افغانستان کې ښځې احساسوي چې دوی هیڅ غږ نه لري، خو دا لوبډله به خاموشه نه شي.