د انګلنډ کرېکټ بورډ وايي‌، له افغانستان سره د چمپینز ټرافۍ لوبه نه لغوه کوي

انګلنډ وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې له افغانستان سره لوبه کړې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې له افغانستان سره لوبه کړې وه
    • Author, سټیفن شمیلټ
    • دنده, د کرېکټ مشر خبریال

د انګلنډ او وېلز کرېکټ بورډ‌ "اي‌سي‌بي" وايي، د کرېکټ ملي لوبډله به یې روانه میاشت د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې له افغانستان سره پلان شوې لوبه ‌ترسره کړي.

تر دې مخکې له ۱۶۰ ډېرو بریتانیايي سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې دا سیالۍ دې د طالبانو حکومت لخوا په افغانستان کې د ښځو پر سپورت او نورو حقونو د محدودیتونو له کبله لغوه شي.‌

د پي‌سي‌بي مشر ریچارډ‌ ټامپسن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ چې د بریتانیا له حکومت،‌ د کرېکټ‌ له نړیوالې شورا (ای سي‌سي‌) او د انګلنډ‌ کرېکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره له سلا مشورو وروسته پرېکړه شوې چې دا سیالي لغوه نه کړي.

هغه په افغانستان کې وضعیت "جنسیتي اپارتاید" بللی، خو ویلي یې دي، چې لوبه به کېږي.‌ په اعلامیه کې ویل شوي"د کرېکټ ټولنه د افغانستان ټولې ستونزې نه شي حل کولی، خو موږ له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتنه کوو چې سره ودرېږي او د خپلو کړنو له لارې وښيي چې موږ د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ کوو. د کرېکټ د هغو [ښځینه] لوبغاړو په ګډون چې اوس جلاوطنه دي او یوازې غواړي لوبه وکړي او باید اجازه ورکړل شي، هغه لوبه وکړي چې مینه ورسره لري."

د اي‌سي‌بي په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، دوی د کډوالو لپاره د نړیوال کرېکټ له صندوق سره ۱۰۰,۰۰۰ پونډه مرسته کړې چې په جلاوطني کې ښځینه کرېکټ لوبغاړو ته ملاتړ برابر کړي او دا به له ای‌سي‌سي د ګام اخیستو هغې غوښتنې ته دوام ورکړي، چې پکې د هغو افغان ښځو او نجونو ملاتړ شامل دی چې غواړي کرېکټ وکړي.

افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کرېکټ د نړیوالې شورا غړی دی او له همدې امله اړ دی چې په دې برخه کې د ښځو ټیم ولري.
د عکس تشریح، افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کرېکټ د نړیوالې شورا غړی دی او له همدې امله اړ دی چې په دې برخه کې د ښځو ټیم ولري.

انګلستان به همداراز د چیمپېنز ټرافۍ سیالیو کې چې د فبرورۍ له ۱۹مې پاکستان او دوبۍ کې ترسره کېږي، له اسټرالیا او سوېلي افریقا سره لوبې وکړي. د افغانستان او انګلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د چمپېنز ټرافۍ سیالي د فبرورۍ ۲۶مه په لاهور کې کېږي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، انګلستان دوه ځله د افغانستان پر وړاندې لوبېدلی یو ځل په ۲۰۲۲ شل اووریزو نړیوال جام کې او بل ځل په ۲۰۲۳ د ۵۰ اووریز نړیوال جام کې.

د دې سیالۍ د تحریم غوښتنه د کارګر ګوند وکیلې تونیا انتونیازيپه مشرۍ شوې وه، چې ویې ویل د انګلستان لوبغاړي باید "د بدلون راوستلو" لپاره له خپل "ځواکه" ګټه واخلي.

د هغې ملګرې د کارګر ګوند وکیلې او د کلتور وزیرې لیسا نینډي بیا وویل، دا لوبه باید وشي؛ ځکه چې بندیزونه بې‌ګټې دي.

کله چې تېره میاشت د دې شونتیا په اړه پوښتنه وشوه، لوبغاړي به دا پرېکون مخته یوسي، لکه څنګه چې انګلستان د ۲۰۰۳ نړیوال جام پر مهال زیمبابوې کې له لوبې کولو انکار کړی و، د انګلستان لوبډلمشرجاس بټلر وویل: "زه فکر نه کوم چې تحریم سم حل وي."

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې له ۲۵ ښځینه کرېکټ لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیک کړل او له یو کال څخه کم وخت وروسته، طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې له ۲۵ ښځینه کرېکټ لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیک کړل او له یو کال څخه کم وخت وروسته، طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د ټېسټ لوبډلې په توګه، افغانستان د نړیوال کرېکټ شورا (ای‌سي‌سي) بشپړ غړی دی.

د ای‌سي‌سي د مقرراتو له مخې، بشپړ غړیتوب پر هغه هېواد پورې مشروط دی چې د ښځو د کرېکټ ټیمونه او د لارې جوړښتونه ولري.

خو سره له دې چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ جوړښت منحل شوی، بیا هم افغانستان ته د ټېسټ کرېکټ او د ای‌سي‌سي په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

د اي‌سي‌بي اجرائیوي رئیس ریچارډ ګولډ (ای‌سي‌سي) ته په یوه استول شوي لیک کې له دې نړیوالې ادارې د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې.

هغه د افغانستان د ملي لوبډلې د سملاسي تحریم غوښتنه ونه کړه، خو له (ای‌سي‌سي) یې وغوښتل چې د افغانستان د بشپړ غړیتوب لپاره "سملاسي شرط" وضع کړي، چې تر یوې ټاکلې نېټې د ښځو کرېکټ بېرته فعال کړي.

په ۲۰۲۰ کال کې، د افغانستان کرېکټ بورډ ۲۵ ښځینه لوبغاړو ته مسلکي قراردادونه ورکړل.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په هېواد کې بیا واک ترلاسه کړ، ناهیده څپان په کابل پوهنتون کې زد کړې کولې.
د عکس تشریح، کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په هېواد کې بیا واک ترلاسه کړ، ناهیده څپان په کابل پوهنتون کې زد کړې کولې.

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، د افغانستان د ښځینه لوبډلې له ۲۰ زیاتې غړې استرالیا ته کډوالې شوې.

تېرې اونۍ، د افغانستان د ښځو یوې ۱۱ کسیزه لوبډلې (Women's XI) په ملبورن کې یوه سیالي وکړه، چې دا یې استرالیا ته له رسېدو راهیسې لومړنۍ ډله‌ییزه لوبه وه.

د دې لوبډلې کلوبډلمشرې ناهیده څپان بي‌بي‌سي ته وویل هغې د تحریم ملاتړ نه دی کړی.

"زموږ لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې پر ای‌سي‌سي او د افغانستان کرېکټ بورډ فشار راولو، چې موږ دلته په رسمیت وپېژني."

هغې زیاته کړه: "اوس باید تمرکز پر موږ وي، نه د نارینه وو پر لوبډله. کله چې موږ د نارینه وو لوبډلې ته پام کوو، نو هر هېواد او همداراز ای‌سي‌سي موږ له پامه غورځوي. دا به خلکو ته یو ښه فرصت ورکړي چې زموږ په اړه فکر وکړي، نه د نارینه وو لوبډلې په اړه."