کرېکټ لوبې به څه باندې یوه پېړۍ وروسته د ۲۰۲۸ کال لاس انجلس اولمپیک سیالیو برخه وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ټیموتي ابراهام
- دنده, د سپورتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال
کرېکټ لوبه به له یوې خورا اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د ۲۰۲۸ کال په لاس انجلس کې د اولمپیک سیالیو برخه شي. د اولمپیک نړیوالې شورا (ای او سي) مسوولینو په خبره دا سیالۍ به د شپږ لوبډلو تر منځ د ټي-۲۰ په بڼه د اولمپیک په چوکاټ کې تر سره کېږي.
د مسوولینو په وینا د ای او سي له لوري د نارینه او ښځینه لوبغاړو جلا لوبډلو لپاره د ټولټال ۹۰ لوبغاړو ګډون له ونډې ورکول کېدو وروسته هره لوبډله کولای شي تر ۱۵ پورې لوبغاړي واخلي.
ای او سي تر اوسه پورې داسې څه نه دي ویلي، چې د هر جنسیت شپږ لوبډلې به څنګه د لاس انجلس اولمپیک سیالیو ته لار مومي، خو فکر کېږي، چې منتظمین غواړي اولمپیک سیالیو ته د هند لېوالتیا زیاتولو لپاره له کرېکټه ګټه واخلي.
هند د ټي-۲۰ اتله لوبډله ده او هلته د ۲۰۲۴ نړیوالو اتلیولیو لپاره داوطلبۍ کې چې متحده ایالتونو یې شریک کوربتوب وکړ، د ای او سي لپاره هم د سوداګریز سپانسرشپ برخه کې فرصتونه ولیدل شول.
د ای او سي مشرې په توګه له ټاکل کېدو مخکې کرسټي کووینټرې د کرېکټ نړیوالې شورا له مشر جی شا سره په دوبۍ کې د کرېکټ اتلانو جام سیالیو پر مهال ولیدل او د ۲۰۲۸ لاس انجلس سیالیو په هکله یې ورسره خبرې کړې.
له دې مخکې په ۱۹۰۰ کال کې د پاریس په اولمپیک سیالیو کې وروستی ځل کرېکټ سیالۍ وشوې.
د هغو سیالیو په پایلوبه کې نېدرلنډ او بلجیم له برخې اخیستو ډډه وکړه او بریتانیا د فرانسې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډ چارواکي د سکاټلنډ له کرېکټ مسوولینو سره خبرې کوي، چې د ټولې بریتانیا په استازیتوب یوه لوبډله چمتو کړي.











