د تلویزیون لپاره کرېکټ کامنټري څه ته اړتیا لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
یوازې د کرېکټ په لوبه پوهېدل او ښه غږ لرل کافي نه دي. ډېر مخکیني لوبغاړي شته چې ښه غږ لري او د لوبې په الف بې تر بل هر چا ښه خبر وي خو د ښه مبصر په توګه یې نوم نه وي ګټلی. د پاکستان دوه مخکیني لوبغاړي به پرتله کړو. وسیم اکرم تر رمیز راجا غوره لوبغاړی بلل کېده خو په کامنټري کې، د ډېرو په ګومان، وسیم اکرم له رمیز راجا سره اصلآ د پرتلې نه دی.
د تلویزیون کامنټرۍ په اړه نامتو استرالیایی کرېکټ لوبغاړی او مبصر ریچي بېنو وايي. ٬٬که په تصویر څه نه شو زیاتولی تر خبرو خاموشي غوره ده. ،، همدا خبره رمیز راجا ښه درک کړې ځکه تر وسیم اکرم غوره مبصر بلل کېږي.
که مبصر په دې پوه شو چې څه ووايي او څه وخت یې ووایي نه یوازې د نندارچیانو سر په لوبه خلاصوي بلکې په دې یې هم پوهوي چې ولې هغه څه وشول چې باید شوي یا نه وای شوي.
ځینې شاید فکر وکړي چې کامنټري یوازې خبرې دي، میدان ته ورشه، لوبه ګوره او پرې غږېږه. خو دغه غږېدل تیاری غواړي، د ژبې فصاحت ورته پکار دی، معلومات باید ولرې، د لوبې په تخنیک او قانون پوهېدا، هر څه ته ځېرېدل او پر وخت یې یادول درنه غواړي.
چمتو والی
لکه هر بل مسلک مبصر هم باید تر لوبې مخته ځان چمتو کړي. د دواړو لوبډلو د لوبغاړو په اړه پلټنه وکړي، د هغوی د قوت او ضعف برخې ومومي، منډه جوړونکي له تېزو بالرانو سره ډېر په عذاب دي که له ورو سره، په ورو بالرو کې کیڼ لاسي بالران ډېر سرخوږی جوړوي که لېګ برېک؟ د نویو لوبغاړو په اړه معلومات وکړي، دغه نوی لوبغاړی پخوا چیرې و، کلب کرېکټ یې چیرې کړی، کرېکت ته یې څرنګه مخه کړه، د هغوی جالبې خاطرې ومومي، د پېژندل شویو لوبغاړو ریکارډونه پیدا کړي، د روزونکو په اړه وپوښتي، د لوبغالي او پېچ په اړه یې پوی شي، مثلآ د کابل لوبغالی له ویشتنځایه تر مخامخ پولې څو متره دی، ښي لاس او کیڼ لاس ته واټن څومره دی، دغه معلومات د تبصرې پر وخت له مبصر سره مرسته کوي چې د وهل شوې شپږیزې اهمیت او قوت پرې په ډاګه کړي.
له پېچ جوړونکو سره باید مبصر تر لوبې وړاندې خبرې وکړي، ایا د ورځ په اوږدو کې به درز پیدا کړي که تر پایه به کلک وي، په دې خبرو کې به دا ومومي چې پېچ به څه ډول چلېږي، مبصر باید د لوبغالي د تېرو لوبو په ریکارډونو سر خلاص کړي. په اوسط ډول څومره منډې په یو

د عکس سرچینه، ACB
ورځنیو یا شل اوریزو لوبو کې دغلته شوي، ریکارډ منډې څومره وې، کم له کمه منډې څومره وې چې دفاع ترې شوې. که هوا باراني وي مبصر باید پوه شي چې ممکن څه وخت ورښت وشي او پر لوبې یې د اغېز په باب پوه شي.
ورسره د ناستو نورو مبصرینو په باب معلومات وکړي، د هغوی د قوت ټکي ځان ته معلوم کړي. که پخوانی لوبغاړی ورسره مبصر وي، د هغه د لوبیز ژوند تجربې له روانې لوبې سره پرتله کړي، که مبصر پخوانی بالر وي ورنه وپوښتل شي چې په دغه پېچ به د ده هڅه څه وای، که منډه جوړونکی و له هغه هم ورته پوښتنه ممکنه ده چې په بېټینګ کې به یې څه کولی، که په همدې لوبغالي هغوی لوبېدلي وي پوښتلی یې شي چې دلته ستونزې او د ګټې برخې ورته څه وې؟
د ژبې فصاحت
د کامنټرۍ پر وخت په ژبه برلاسي مهمه ده. ټول خبر یوو چې د کرېکټ ډېر اصطلاحات د انګریزي ژبې دي او په پښتو کې یې ډېر لا بدیل نه لري. که یې انګریزي بڼه کاروو باید تشریح یې هم کړو. که یې په خپله ژبه نه شو تشریح کولی اصلآ پرې پوه شوي نه یوو، په څه چې خپله نه یوو پوه بل به څه پرې پوه کړو.
د مبصر مبهمه خبره شاید لیدونکي په خپلو کې په خبرو راولي، تبصرې سره وکړي، لوبه او نوره کامنټري ترې پاته شي. د نندارچیانو ساتلو ته د ساده ژبې یا عام فهمه ژبې کارول غوره لار ده.
مثلآ د قدمونو استعمال به اورېدونکي ته ښه تصویر ورکړي او که ورته ووایو: پسې راووت. له نورو ژبو کټ مټ یو څه ژباړل ډېر کله هغه مانا نه شیندي چې موږ یې غواړو. مثلآ په لاره اچول، شروعات، راښکلی بال او دې ته ورته کټ مټ ژباړل شوي کلمات او اصطلاحات هغه مانا په پښتو ژبه شاید ورنه کړي چې په دري یا اردو ژبه کې یې منو.

د عکس سرچینه، ACB
د کامنټرۍ له پیلولو سره باید د ریچي بېنو خبره په ذهن کې ولرو چې ٬٬که په تصویر څه نه شو زیاتولی تر خبرو خاموشي غوره ده. ،، د بېلګې په توګه کامره راښيي چې بالر په ځغاسته راروان دی ، له لوبڅاره واوښت او توپ یې واچاوه. دغه تصویر لیدونکی ویني که یې کټ مټ ورته مبصر هم وايي لیدونکي ته مانا نه لري خو که همدې تصویر ته مبصر ووایي: بالر توپ په رغوي کې پټ کړی دی چې منډه جوړونکی یې ونه ویني، یا ووایي د توپ په بخیو یا تارونو د بالر ګوتې ایښي دي لکه چې سیم اپ یا د بخیو د کارولو هڅه کوي، مانا که د توپ د بخیو برخه په پېچ یا ویشتنځای ولوېده شاید نه اټکلېدونکی خوځېده یې ووینو. دغه ډول معلومات شاید ډېر لیدونکي ونه لري، په اورېدو یې نه یوازې په لوبه ښه پوهېدی شي بلکې د بالر د توپ اچونې په چلونو یې هم سر خلاصېږي.
که بټسمین په ویشتنځای کې دباندې ولاړ وي، یا شاته درېدلی وي، دغه دواړه حالته نندارچي لیدلی شي خو مبصر دی چې په تشریح کولو یې نندارچي فکر کولو ته هڅوي. مثلآ که دباندې ولاړ وي، شاید تبصره وشي چې د بال د خوځېدو مخنیوي ته رامخته شوی دی، غواړي د بال له سوینګ کېدو وړاندې یې ولوبوي ، او یا که توپ په پېډونو ولګېږي نو ښايي د ایل بي ډبلیو چانس یې راکم کړي.
که شاته ولاړ وي شاید کامنټېټر ووايي چې له شارټ بال یا باونسره د ځان ساتنې او وخت موندنې لپاره شاته دی ، یا بالر سربداله کوي چې دقیق یارکر ونه کړي یا هم فول ټاس ورکړي. یعنې مبصر مو په دې توګه د منډه جوړونکي په فکر او باور خبروي. په تصویر کې دغسې ډېر څه شته چې مبصر یې زیاتولی شي.
له صفاتو سره احتیاط

د عکس سرچینه، ACB
په زړه پوری شاټ، زبردست، ډېر ښه شاټ، ډېر ښه بالېنګ، بده تېروتنه
دا خورا پراخ صفات دي چې اورېدونکي ته کوم څه نه تصویروي، د شاټ په زړه پورې والی باید تشریح شي چې څه و، زبردستي یې په څه کې وه، ښه شاټ څه وي، ښه بالېنګ څه دی؟ په انګلیسي کامنټرۍ کې ډېر کله هغه شاټ ته چې له تخنیکي پلوه بیخي سم وي، کتابي شاټ وايي، په پښتو کې یې هم ویلی شو خو باید یو څو ځله یې تشریح کړو چې ولې کتابي یا له تخنیکي پلوه بشپړ شاټ و.
د بېلګې په توګه د کاور په لور شاټ چې ډېر ښکلی وي، د بیټسمین د پښو، لاس، څنګل، د سر موقعیت دا هر څه واضح شي چې د کتابي شاټ ځانګړتیاوې یې ښکاره شي.
زموږ په کامنټریو کې ٬٬ د قدمونو ښه استعمال،، ډېر تر غوږو کېږي چې له اردو کټ مټ ژباړل شوې خبره ده. خو دغه صفت باید سپین شي چې ولې راوتل مهم دي؟ بال ته د رسېدو او د ښه بالېنګ د خرابېدا په هیله لوبغاړی پسې راوتلی که بل کوم هدف لري.
مانا د یوه صفت د کارولو پر ځای، د ترسره شوي عمل وضاحت د ښه مبصر کار دی. که چیرې کامنټېټر باوري نه وي چې لوبغاړي ولې هغه څه وکړل چې ولیدل شول، شاید له خپل ملګري مبصره سوال وکړي چې د راوتلو نیت یې څه و؟
د کامنټېټر اصلي دنده
لیدونکي د تصویر تفسیر غواړي. شپږیزه، څلوریزه، اوټ، رن اوټ ، کېچ دا ټولې هغه خبرې دي چې لیدونکي یې خپله هم ویني. د مبصر کمال یا اصلي دنده دا ده چې شپږیزه راته تشریح کړي چې څه ډول ممکنه شوه، د بالر ګناه وه که د بټسمین کمال. مثلآ ٬٬ شارټ بال و، بټسمین ډېر وخت درلود چې په اسانۍ یې له پولې واړوي.
بالر شاید ګومان کاوه چې بټسمین پسې راوځي. فول ټاس و شاید بالر د یارکر هڅه کوله،، دغه تفسیر لیدونکي ته خبره واضح کوي چې بالر ولې تېروتنه وکړه او بټسمین ولې وتوانېده چې دغه توپ په شپږیزه بدل کړي.
دغه راز د لوبې دریځ باید د مبصر د غږ او د وینا بڼه هم بدله کړي. د شل اوریزې لوبې په ۲۰ اوور کې بې منډو بال او په نهم اوور کې بې منډو ترسره شوی توپ فرق لري، د دواړو یادونه که په یوه غږ او یوه بڼه کېږي د نندارچیانو پر هیجان او لېوالتیا مو زیاتولو څه ورزیات نه کړل.
د فیلډینګ ځایونه: د انګلنډ او هند تر منځ د ۲۰۲۵ کال لوبلړۍ د څلورمې ټسټ لوبې په ترڅ کې چې سای سدرشن بېټینګ ته راغی انګلنډ ورته لېګ سلیپ کې یو کس ودراوه. مبصرینو وویل دا ډګر ساتونکی د سدرشن لوبې ته په پام دغلته درول شوی دی. دی چې بال لوبوي سر یې د توپ لوېدو له کرښې دباندې وي او دا په دې مانا دی چې توپ شاید لیګ سلیپ ته لاړ شي. دغه معلومات یا دغه پوهه هر نندارچي نه لري، یادول یې لوبه نندارچي ته اسانوي. خو که مبصر یوازې دغه راته ووایي چې لیګ سلیپ کې کس شته، هغه نندارچي خپله هم لیدلی شي.
که د بټسمین د پښو لور ته په پوله دوه درې ډګرساتونکي درول شوي وي، نندارچي یې هم ویني، د مبصر هنر دا دی چې د کپتان د دغه ګام تر شا فکر واضح کړي. شاید ووایي بالر حتمآ باونسر کوي یا توپ وهونکی ډېره هڅه کوي چې لیګ سایډ ته شاټونه ووهي. یعنې د ډګرساتونکو د ځایونو تر شا دلیل باید مبصر ولري. یو ځای مې لوستي یا اورېدلي و چې ښه مبصر د ښه لوبډلمشر غوندې دی چې تر بال مخته د اټکل توان لري.

د عکس سرچینه، ACB
له ملګري کامنټر سره اړیکه
مبصرین لکه منډه جوړونکي جوړه وي. لکه بټسمین چې له خپل ملګري پرته منډه نه شي وهلی، ښه مبصر هم له ښه همکار پرته نه کامیابېږي. هرې لوبې ته د چمتو والي په ترڅ کې باید مبصر د خپلو همکارانو په اړه هم ځان خبر کړي. د هغوی قوت او ضعف ورمعلوم شي. په دې ځان پوه کړي چې تر کومه حده ورسره ټوکه کولی شي. که مخکینی لوبغاړی وي د ده له پخوانیو خاطرو او لوبو خبر وي. د لوبې په هغو شېبو کې چې ډېر څه نه پېښېږي له همکار مبصر سره خواله د نندارچیانو د بوختېدنې بهترینه لار ده.
د لوبې په ترڅ کې له همکار مبصره پوښتنه کېدای شي، ولې یې داسې شارټ وواهه؟ پوهېده چې هلته فیلډر شته؟ ولې بالر دغه بال وکړ؟ ایا د لوبډلمشر او بالر ترمنځ همغږي شته؟ خو دا پوښتنې هغه وخت ممکنې دي چې د خپل همکار په قوت خبر یوو. که یو پخوانی تېز بالر راسره همکار مبصر وي او له هغه سره د سپېن یا ورو بالر په ستراتیژي خبرې کوو شاید له مشکل حالت سره یې مخامخ کړو. ممکن پوښتنه په داسې بڼه وکړو چې که هغه پوه نه وي چې د تېښتې لاره ولري. مثلآ ویې پوښتو: تا چې لوبه کوله په ټیم کې درسره ښه ورو بالران وو په دغسې حالت کې به د هغوی تګلاره څه وه؟ دا ډول پوښتنه همکار مبصر پخوانیو خاطرو ته بیایي، دی د شوي کار په اړه غږېږي، هغه څه نه وايي چې د سپېن بالېنګ تخنیک یې غوښتنه لري.
د همکار مبصر کمزوري یا ضعف که اورېدونکي کشف کړ هغه په ټولو مبصرینو کرښه راکاږي نو د یوه کس ناکامي د ټولو ناکامي ده.
له لوبغاړو سره مرکه

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ لوبې مبصر د پچې پر وخت او له لوبې وروسته له لوبغاړو سره د مرکو وخت مومي. اوس ان په شل اوریزو او ځینو یو ورځنیو لوبو کې د لوبو په ترڅ کې له یوه نیم ډګرساتونکي سره مبصر د مرکې موقع مومي. د پچې پر وخت یوازې د یو دوو پوښتنو وخت وي، د لوبډلمشر د پرېکړې دلیل، د پېچ یا ویشتنځای حالت او د ۱۱ کسیزې لوبډلې په تړاو سوالونه ممکن وي.
له لوبې وروسته د لا ډېرو سوالونو موقع وي. څه وشول، ولې وشول، د پچې پر وخت مو څه ویل، د ماتې یا بري دلیل او دې ته ورته پوښتنې ممکنې دي. د مبصر هڅه دا وي چې په دغو خبرو کې د سرټکیو یا هیډلاین وړ خبرې راوباسي. خو د لوبې په حالت کې له لوبغاړي سره خبرې بیا د سرټکو لپاره نه بلکې نندارچیانو ته د لوبې د لا رنګینۍ لپاره وي.
دغه خبرې نندارچیانو ته ځکه ډېرې خوندورې وي چې دوی پر لوبې ورګډوي. د پېچ حال، د کپتان سپارښتنې یا دا چې لوبډلمشر څه غواړي؟ میدان څومره ښه دی، ډګر ساتنې ته ښه دی که نه دی؟ یعنې پوښتنې باید ټولې له روانې لوبې راوڅرخي که د لوبغاړي د تېرو لوبو یا راتلونکو پلانونو په اړه پوښتنې وي نو له لوبې د لیدونکو پام اړوي.
د راډیو او تلویزیون د کامنټرۍ توپیر
تر تلویزیون د راډیو کامنټري په یو حساب سخته ده او له بل پلوه شاید اسانه وي. سختي یې په دې کې ده چې مبصر باید ټول تصویر په خپلو کلماتو وړاندې کړي. یوه شېبه هم غلی پاتې نه شي. په تلویزیون کې شاید د مبصر خاموشي کمال وي خو په رادیو کې یې عیب ګڼو. د رادیو مبصر نه یوازې د لوبې حالت وړاندې کوي بلکې د خپل غږ په مټ هغه حالت هم انځوروي چې په لوبغالي کې روان دی. د سترګو لیدلي حالت تشریح ، د رادیویي کامنټرۍ د اسانۍ برخه ده. دی یا دا اړ نه وي چې د تلویزیون د کامنټېټر په څېر د ترسره شوی عمل شننه ، ارزونه او منطق بیان کړي.
په تلویزیون کې لیدونکی ویني چې بټسمین بولډ شو یا رن اوټ شو خو په رادیو کې اورېدونکی باید د کامنټېټر په غږ کې شوی حالت او هیجان له ځان سره ترسیم کړي. په تلویزیون کې مبصر تر ډېره ځایه شننه کوي او ترسره شوي کار ته غبرګون ښيي خو په رادیو کې مبصر عمل تشریح کوي او انځوروي.
په تلویزیون کې مبصر د شننې او ارزونې قوت باید ولري خو په رادیو کې بیا د ښه نکلچي یا راوي غوندې کیسه وکړي. دا کیسه باید تلوسه ولري، پیل ، اوج او پای ولري. دلته که مبصر وايي بالر منډه پیل کړه، سرعت یې ډېر شو، لوبڅار ته راورسېد، ټوپ یې کړ، شارټ پېچ بال یې وکړ چې د بټسمین تر زنې راپورته شو، بټسمین ودرېد، شاته کوږ شو، بال یې پوزې ته نژدې تېر شو، ویکټساتي له خپلې سینې سره توپ ونیوه. بالر بټسمین ته ورنژدې شو، سترګې یې په سترګو کې ورښخې کړې، لکه ورته وايي چې لوبېدی شي که نه، بټسمین موسکی شو، په خپل بېټ یې د پېچ هغه برخه وټپوله چې بال پرې لوېدلی او راپورته شوی و.
همدا خبرې په تلویزیون کې مبصر نه کوي، دغه ټول تصویر نندارچیانو لیدلی دی، د تلویزیون کامنټېټر شاید ووايي: د بالر ښه سرعت او باونس خو بټسمین یې ونه کړاوه، په ارامه یې پرېښود.
د راډیو اورېدونکی او د تلویزیون لیدونکی که مبصر خوښ نه کړي، کاري ژوند یې لنډ بوله، د نندارچیانو د نه خوښېدا یو دلیل شاید دا وي چې په مبصر یې د بل کامنټېټر د کټ مټ کاپي شک کړی وي چې دا کار په ډېرو خلکو ښه نه لګېږي. د رادیو او تلویزیون د ښه مبصر یوه ځانګړنه دا ده چې له نورو یې زده کوي خو د نورو کاپي نه کوي. د نورو د کامیابۍ په رازونو خبرېدل او خپله لار موندل د بریالي مبصر نخښه بللی شو.








