بنګله دېش ته د درېیمې سيالۍ بايلل: راشد خان وايي، "ښه کرېکټ مو ونه کړ"

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه بنګله دېش په شپږو وېکټو وګټله.

دغه لوبه چې د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره شوه، پچه یې بنګله دېش وګټله او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه چې بنګله دېش د ۱۸ اور په وروستي توپ بشپړ کړ.

دا درېيمه پرلپسې لوبه ده چې افغانستان یې بنګله دېش ته بايلي.

له لوبې وروسته افغان لوبډلمشر راشد خان وويل، بنګله دېش ښه لوبه وکړه او د لوبلړۍ بايللو کې یې د خپلې لوبډلې د ناسم فيلډېنګ يا ډګر ساتنې رول جوت وباله.

نوموړي زياته کړه، "که ريښتيا ووايم، موږ ډېر خراب کرېکټ وکړ. هغوی د ټولې لوبلړۍ په اوږدو کې ښه تووهنه، توپ اچوونه او غوره فيلډېنګ وکړ... ډګرساتنه هغه برخه وه چې موږ په کې تر هغوی ډېر شاته وو او همدا وجه وه چې دوی دری لوبې وګټلې".

د توپ وهنې په برخه کې د نه ځلېدو په اړه راشد خان وويل، "زما په اند موږ هغسې چټکه لوبه ونکړه لکه موږ چې پرې مشهور يو. موږ ډېر دفاعي کرېکټ وکړ. همدا وجه وه چې زموږ د توپ وهنې پيل د لوبلړۍ په اوږدو کې ښه نه و."

د افغانستان لپاره دروېش رسولې ۳۲، صديق الله اتل ۲۸، مجیب الرحمان ۲۳، راشد خان او رحمان الله ګوربز هر يوه ۱۲ منډې وکړې. له دوی پرته نورو افغان لوبغاړو د پام وړ منډې ونشوای کړای.

د بنګله دېش محمد سيف الدين دری، تنظيم حسن دوه، نسم احمد دوه، رشاد حسین او شرف اسلام يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

په توپ وهنه کې بيا د بنګله دېش سيف حسن تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې وکړې او له دې سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ده تر څنګ تنزيد حسن ۳۳، پروېز حسين ۱۴ او ذاکر علي ۱۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره مجيب الرحمان ځدراڼ دوې، عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي يوه يوه وېکټه واخيسته.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

لومړۍ لوبه بنګله دېش په څلورو وېکټو او دويمه لوبه په دوو وېکټو ګټلې وه. په دواړو لوبو کې افغان توپوهونکي ونتوانېدل چې د پام وړ منډې وکړي. داسې هدف یې ونشوای ټاکلی چې په اسانۍ د دفاع وړ وي.

که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه پياوړي سپېن بالران لري خو توپ اچوونه یې هم هغسې د پام وړ نه وه، په لومړۍ لوبه کې له راشد خان پرته ورو توپ اچوونکو هغسې ښه لوبه ونشوای کړی. په دويمه لوبه کې بيا مجيب ځدراڼ لږ منډې ورکړي خو په پاتې ورو توپ اچوونکو د تمې خلاف لږ ډېرې منډې وشوې. لکه څنګه چې سپېن توپ اچوونه د افغانستان مثبت ټکی دی له دې لوبغاړو ډېره توقع کېږي.

که په دې وروستيو کې افغان لوبډلې ته وکتل شي هغسې چې تمه کېده نه ده ځلېدلې. په اسيا جام کې يې يوازې يوه سيالي له هانګ کانګ وګټله. پاتې دوه لوبې یې یوه شري لنکا او بله بنګله دېش ته وبايلله.

که څه هم بنګله دېش دغه لوبلړۍ له وړاندې ګټلې خو بيا هم د دې وروستۍ لوبې ګټل به د افغان لوبډلې د مورال ساتلو لپاره خوار مهم وي.

د افغان کرېکټ چارو کارپوهان وايي، دا چې بنګله دېش لوبلړۍ ګټلې ډېر فشار به پرې نه وي خو بل پلو افغاستان به له دې امله چې کومه لوبه یې نه ده ګټلې ښایي تر ډېر فشار لاندې وي خو که افغانستان د توپوهنې او فیلډېنګ برخې ته پام وکړي د نننۍ لوبې د ګټلو ډېر چانس به ولري.

له شل اوريزې لوبلړۍ وروسته نورې لوبې

افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان له شل اوريزې لوبلړۍ وروسته همدلته په متحده عرب اماراتو کې له بنګله دېش سره دری يو ورځنۍ لوبې لري چې هغو ته یې هم د حشمت الله شهيدي په مشرۍ لوبډله اعلان کړې ده.

بنګله دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او دری شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ کوربه توب کوي.

وړاندې افغانستان او زېمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه،‌ خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.

همدا ډول د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان، پاکستان او شري لنکا تر منځ د شل اوريزو لوبو دری اړخيز لړۍ هم پيلېږي.

د افغانستان کريکټ بورډ په وينا ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به له پاکستان سره د دريو شل اوريزو سياليو لپاره په نومبر کې سفر وکړي خو په وينا يې د ۲۰۲۶ نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه شري لنکا هم دغې لوبلړۍ ته ور اضافه شوه.