راشد خان: نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د بریا خوشالۍ رانه د ملا درد هېر کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچووونکی راشد خان وايي، سره له دې چې ډاکټرانو د ملا د درد له امله په لوبو کې له ګډون منع کړی و، خو ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې ولوبېد.
راشد خان کرېک انفو سره په خپلې وروستۍ مرکې کې د خپلو لوبو په اړه غږېدلی او تېر نړیوال جام کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د لوبېدو او بریا یادونه یې هم کړې.
خان چې دا مهال د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو (ای پي اېل) کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، تېر نړېوال جام کې پاکستانۍ لوبډلې سره د لوبې په اړه وايي "تر نړیوال جام مخکې هم ډاکټر راته ویلي و، زه باید عملیات وکړم، خو ما د ملا عملیات کولو پرېکړه وځنډوله ځکه ما غوښتل په نړیوال جام کې ولوبېږم. ډاکټر راته خبرداری راکړ، که زه لوبه وکړم نو ښايي ستونزه لویه شي."
راشد خان په مرکه کې همدا راز ویلي، ډاکټر وېره لرله، چې ښايي وروسته لوی عملیات ته اړتیا ولري خو د ده په وینا ټینګار یې کاوه چې بايد نړیوال جام ولوبوي.
ښاغلی خان وايي، له هغې وروسته ډاکټرانو پرېکړه وکړه، چې تر سیالیو مخکې څو پیچکارۍ ورته وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په خبره یې، د پاکستان پر وړاندې تر بریا وروسته یې له لوبغالي تر هوټله نڅا وکړه او ټوله شپه یې دا خوښي لمانځلې.
هغه وايي: " د شپې تر ناوخته مو خوښي او نڅا کولې."
راشد خان د خپلې خوشالۍ احساس په اړه وايي: "ما هېڅ داسې نه احساس کاوه چې د ملا درد لرم. زموږ فزیو (ډاکټر) ماته څو ځله یادونه وکړه چې زه باید احتیاط وکړم. ټوله افغان لوبډله زما خوښۍ او لمانځنو ته حیرانه وه، دوی هېڅکله زه په داسې حالت کې نه وم لیدلی.
هغه خوښي بل ډول وه، ځکه په ټول افغانستان کې جشن و.
راشد خان وايي، کله چې د بریا د ورځې په سبا له خوبه راویښ شو، ټول وجود درد یې درد کاوه. او په خبره یې: "ډاکټر ته مې وویل، زه سم ګرځېدی هم نه شم. ما لوبو ته د دوام ورکولو لپاره د درد ضد درمل وکارول، خو د نړیوال جام په وروستیو دریو سیالیو کې، ما په حقیقت کې په ۴۰ سلنه فټنېس سره لوبه کوله."

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام وروسته لوبې ونه کړې او بیا یې د ملا عملیات وکړل، له هغه وخته چې لوبې پیل کړې وې، ښايي دا لومړی ځل و چې دومره اوږده موده (نږدې څلور میاشتې) لوبې نه وې کړې.
راشد خان وايي، "کله چې له عملیات راووتلم، ما هېڅ د درد احساس نه کاوه. ځان مې ډېر ارام احساس کړ. د بیارغېدلو پړاو، که څه هم، تر ټولو سخت و، خو زه بېرته لوبو ته د راستنېدلو لپاره سخت لېواله وم. زه د جنورۍ په میاشت کې په هند کې شل اوریزې لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې برخه وم. ما ډېر غوښتل په لوبغالي کې خپل ځان ووینم."
د هغه په وینا: " کله چې ما بیا لوبه پیل کړه، دا یو تر ټولو ښه احساس و چې زه بېرته لوبغالي ته راووتلم."
په نړیواله کچه د راشد خان مینه وال

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان په نړیواله کچه ګڼ مینه وال لري. هغه په خپله مرکه کې د بېلګې په توګه په ځینو لوبو کې د خپلو مینه والو یادونه کړې ده، "تېر نړیوال جام(۲۰۲۳) زما په یاد دي چې افغانستان په ډیلي کې له انګلستان سره لوبه کوله. کله چې زه توپ وهنې ته روان وم، ما ځانګړی احساس درلود. ما داسې احساس کاوه چې زه په افغانستان کې یم او د (هندي) مینه والو ۲۰۰ سلنه ملاتړ لرم. ان د ۲۰۲۲ کال شل اوریزو نړیوال جام کې، موږ په اډیلیډ کې د اسټرالیا سره لوبه کوله او ترې خوندونه اخیستل. زما په یاد دي چې یو څو اسټرالیايي لوبغاړو راته ویل: ایا دا ستاسو هیواد دی؟ کله چې موږ توپ وهنه او توپ اچونه کوو، موږ یې خوشالۍ او ولولې نه وینو!"











