په نړیوال کرېکټ کې د افغان ستوري راشد خان لس کلن مزل

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
لس کاله وړاندې په اکټوبر میاشت کې افغانستان په نړیوال کرېکټ کې داسې لوبغاړی پیدا کړ، چې ژر یې نوم وګاټه او په دوامداره توګه وځلېده.
راشد خان په کورني کرېکټ کې له ځلېدو سره روزونکي او د کرېکټ بورډ چارواکي دې ته اړ کړل چې په هر مجلس کې یې یاد کړي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی رئیس خان احمدزی د راشد خان په اړه وايي چې په کورني کرېکټ کې یې ډېرو نوم یاداوه او ده د لومړي ځل لپاره راشد خان چې هغه وخت "راشد ارمان شینواری" و، په غازي امان الله خان لوبغالي کې ولید.
"ما په یوه درې ورځنۍ لوبه کې ولید چې شاوخوا ۶۵ منډې یې هم وکړې او ښه توپویشتنه یې هم وکړه. ما سره د کرېکټ بورډ ځینې چارواکي ناست وو او ورته ومې ویل چې دا په رښتیا هم لوی استعداد دی او د افغانستان لپاره به ځلانده ستوری وي. د افغانستان کرېکټ خوشبخته دی چې راشد خان لري."
د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۱۸مه یې لومړۍ سیالۍ د زېمبابوې پر وړاندې وکړه. له همدې ځایه یې د یوه داسې لوبیز سفر پيل وکړ، چې نه یوازې د افغانستان د ورو توپ اچوونې برخه یې ورسره پیاوړې کړه، بلکې پياوړو توپ وهونکو ته یې سرخوږی جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ده د ګوتو په کمال ژر د نړۍ ستر کرېکټ لېګونه او سوداګریزې لوبډلې پوه شوې او د ورخپلولو هڅه یې پیل کړه. ښاغلی احمدزی د راشد خان په اړه زیاتوي، "ډېر داسې لوبغاړي وي چې که په وار وار چانسونه هم ورکړل شي خو بیا هم ځان ته ځای نه جوړوي. خو د راشد خان ښه والی دا و چې نړیوال کرېکټ ته له وردننه کېدو سره یې هېڅ موقع له لاسه ورنکړه. د دنیا په هر ځای کې، هر ویشتنځای، هره لویه وچه او هر لوبغالي کې چې ده لوبه کړې نو هلته ځلېدلی. ډېر نور ورو لوبغاړي داسې ویشتنځایونو ته تمه لري چې دوی پکې بریالي وي، خو راشد خان هر چېرته بریالی دی."
راشد خان د نړیوال کرېکټ په لس کلن مزل د افغانستان لپاره په ټولو فارمټونو کې ۲۲۹ لوبې کړې دي او ۴۳۴ وېکټې یې اخیستې دي. د ده له ریکارډ ښکاري چې هره لوبه کې د راشد خان ونډه څومره مهمه ده. دی په هر فارمټ کې ځلېدلی، خو د شل اوریزو لوبو ریکارډ یې تر ټولو مخکښ دی. هغه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر بل هر چا ډېرې یعنی ۱۷۹ ویکټې ترلاسه کړې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان له اړخه لومړی لوبغاړی شو چې له ۲۰۰ ډېرې وېکټې اخلي. په پنځوس اوریزو لوبو کې یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې وه چې د ۱۸ منډو په بدل کې یې ۷ لوبغاړي وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نړیواله کچه د هغه له ځلېدو سره په افغانستان کې د کرېکټ په روزنځایونو کې د هغو ماشومانو شمېر ډېر شو چې غواړي له ځانه راشد خان جوړ کړي. ډېر کله د کرېکټ نړیوال مبصرین افغانستان د ورو توپ اچوونکو کارخونه بولي. دې شهرت کې د راشد خان ونډه ډېره ښکاره ده.
اوس راشد خان د افغانستان ځوانانو ته الهام بخښونکې څېره ده. ټولنیزه فعاله صفیه وردګ وايي، "راشد خان د ځوان نسل لپاره یو الهام دی چې څنګه له هڅو، زحمت او باور سره سترو بریاوو ته رسېدلی شو. راشد خان تل ثابته کړې چې افغان ځوانان هغه که نجونې دي او یا هلکان، دواړه د نړۍ په کچه د ځلېدو وړتیا لري. راشد خان نه یوازې یو لوبغاړی دی، بلکې افغان ځوانانو ته یو الهام دي."
په شل اوریزه فارمټ لوبو کې راشد خان په چټکۍ یو لوی نوم شو او د کرېکټ نړیوالې شورا د یوې لسیزې غوره لوبغاړی ونوماوه. دا ریکارډ یې لا هم پر ځای دی چې په شل اوریزو لوبو کې یې تر بل هر لوبغاړي ژر ۱۰۰ ویکټې پوره کړې.
دا فارمټ چې د تجارتي لوبو لوی مارکېټ دی، ده نږدې د نړۍ هر لېګ ته لاره پیدا کړه. راشد خان تر دې دمه ۱۲ نړیوالو تجارتي لېګونو کې لوبې کړې دي. له همدې امله د نړۍ د بوخت کرېکټر په سترګه ورته کتل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کمال یې په دې کې دی چې هر چېرته ځي، هلته ځلېږي. داسې نښه چې بریالي لوبغاړي ورباندې پېژندل کېږي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي، "دی قدرتي استعداد دی او له خپل استعداده ډېره ښه ګټه اخلي. په زحمت او خوارۍ باور لري او تل خواري کاږي. په ځانګړې توګه د نوي عصري کرېکټ له ټولو معیارونو سره یې ځان برابر کړی. د ده د توپ ویشتنې انداز یې له نورو بېل دی، چټکه ګوګلي ولي او په لېګ سپېن بالېنګ د ده په څېر کنټرول ډېر سخت دي. بل ښه والی یې دا دی چې پر زحمت، تمرین، او نویو شیانو په زده کولو باور لري."
د راشد خان په لوبیز ژوند ډېرې ورځې ښې وې، خو یوه موده ناڅاپه له فام ولوېده. ژوبل شو او د ملا عملیات یې وکړل. همدې وخت کې یې د وېکټو اخیستو شمېر راکم شو. د کرېکټ ځینو تبصره کوونکو پر هغه دا نیوکه کوله چې ګنې ډېر بوخت دی او د نړۍ ګڼو لیګونو کې لوبېږي.
وروسته خپله یو څو میاشتې د کرېکټ له میدانه لرې شو او بېرته د روان کال د انګلنډ په سل بالیزه کرېکټ خپل پخواني فام ته راغی.
اوس یې په لوبو کې بېرته د پخوا په څېر هیجان ښکاري او وېکټې اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images











