راشد خان شل اوریزو لوبو کې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناک لوبغاړی وبلل شو

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشدخان ۲۱۱ شل اوریزو لوبو کې ۲۹۶ وېکټې اخیستې دي

د وېسډن په نامه د کرېکټ میاشتنۍ مجلې د افغانستان د ملي لوبډلې سپېن توپ اچوونکی راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی بللی دی.‌

راشد خان ته دا لقب د (کرېکوېز) په نامه د مالوماتو او شمېرو د ارزونې شرکت د رپوټ پر بنسټ ورکړل شوی دی.‌

کرېکوېز په ټوله نړۍ کې د کرېکټ لوبغاړو توپ اچونه، منډې، فیلډنک او د لوبې ګڼ نور اړخونه ارزوي.‌

یاد شرکت بیا د همدې مالومات پر بنسټ‌ دا ګوري چې کوم لوبغاړی پر یوه لوبه تر ټولو ډېر اغېز لري، یا د لوبې پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدلولی شي.‌

کرېکوېز وایي، په شل اوریزو لوبو کې راشد خان د نړۍ تر ټولو ډېر ارزښتناکه لوبغاړی دی،‌ ځکه تر بل هر لوبغاړي یې ډېر ځله د شل اوریزو لوبو پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدله کړې.‌

د یاد شرکت په ارزونه کې راشد خان ته ۷.۱ نمرې ورکړل شوې دي او ورپسې د هند جسپریت بومرا دویم او د اسټرالیا ډاوېډ وارنر دریم ځای ترلاسه کړی دی.‌

د کرېکوېز شرکت شنونکی فرېډي وېلډ وایي: "زموږ د ارزښتناکو لوبغاړو په لېست کې جالبه خبره دا ده چې توپ اچوونکي پکې ډېر دي، حال دا چې یو وخت فکر کېده چې شل اوریز کرېکټ د توپ وهونکو لوبه ده".

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان د لنډې مودې لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان هم پاتې شوی

راشد خان تر دې دمه په ۲۱۱ شل اوریزو لوبو کې ۲۹۶ وېکټې اخیستې دي‌ او د نړۍ په کچه یې ګڼ‌ رېکارډونه په خپل نامه کړي دي.‌

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې تر څنګ د هند په سوداګریزو لوبو (ای پي اېل) کې هم د حیدر اباد سن رایزرس لوبډلې لپاره لوبېږي،‌ او همدا راز د اسټرالیا په (بېګ باش) سیالیو کې هم د اډېلایډ سټرایکرز لپاره لوبه کوي.‌

په ۲۰۱۹ کال کې د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام کې د افغانستان خرابو لوبو نه وروسته راشد خان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان یا لوبډلمشر وټاکل شو.‌

خو د نوموړي د کپتانۍ موده لنډه وه او د افغانستان کرېکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د ملي لوبډلې کپتان ونوماوه.‌