د هند مشهور توپ وهونکی لندن کې د راشد خان پوښتنې ته ورغلی، 'راشد خان مخ په ښه کېدو دی'

cricket

د عکس سرچینه، Rashid khan/Rahmat shah

د هندۍ لوبډلې مشهور توپ وهونکی شبمن ګېل لندن کې د افغان نامتو لوبغاړي راشد خان پوښتنې ته ورغلی او د هغه د ژر ښه کېدو هیله یې کړې.

شبمن ګېل تازه د هند په مشهور سوداګریز کرېکټ لیګ یا ای پي اېل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوی چې راشد خان هم په کې لوبېږي.

د افغانستان راشدخان او نور احمد لکڼوال له تېرو دوه کالونو راهیسې د ګجرات ټایټنز لوبډلې برخه ده چې دغې لوبډلې د ۲۰۲۴ کال سیالیو لپاره هم له ځانه سره ساتلي دي.

راشد خان په خپله اېکس پاڼه له ګېل سره د لېدو انځور خپور کړی.

شبمن ګېل چې پیاوړی او بریدګر توپ وهونکی دی راشد خان ورته د ټوکو په انداز لیکلي "د لوبډلمشر لخوا د سټاپ کولو (تمېدو) مننه"

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ټاکل شوې د ای پي اېل یا د هند سوداګریز کرېکټ راتلونکي پړاو سیالۍ د ۲۰۲۴ کال مارچ میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

دغو سیالیو ته لوبغاړي د بولۍ له لارې اخیستل کیږي چې په پام کې ده دا بولۍ د روانې ډېسمبر میاشتې په ۱۹مه وشي، خو راشد خان وار له مخه لوبډلې له ځآنه سره ساتلی دی.

افغان لوبغاړو په دغه لیګ او سږ کال هند کې د نړیوال جام په سیالیو کې د ښه لوبېدو له کبله هند کې ښه نوم پیدا کړی.

د راشد خان او شبمن ګېل لوبډلې ګجرات ټایټنز هم په خپلو ټولنیزو رسنیو د دوی د لیدنې انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي "هغه شېبه چې لوبډلمشر ګېل له کېنګ خان سره لیدلي."

د راشد خان ورستۍ وضعیت

cricket

د عکس سرچینه، Rashid khan

د عکس تشریح، د لوبډلې روزونکی ښاغلی ټروټ په لومړیو ورځو کې د راشد خان پوښتنې ته ورغلی و

راشد خان څه باندې دوه اوونۍ وړاندې د لندن یوه روغتون کې د ملا درد له کبله بستري شوی و او له کامیابو عملیاتو وروسته ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

راشد خان د عملیاتو وروسته لږ ډېر تمرینات هم پیل کړي او ویلي یې دي چې "مخ په ښه کېدو دی."

راشد خان په یوه مرکه کې ویلي "له یوې نیمې میاشتې تر دوه میاشتو ورته د ارام ویل شوي او په دې موده کې به د ډاکټر تر سپارښتنو او درملنې لاندې وي."

د افغانستان او نړۍ د کرېکټ دا مشهور لوبغاړی له عملیاتو وروسته له تېرې اونۍ راهیسې جیم ته هم ځي او له خلکو سره هم ګوري.

له عملیاتو وروسته د افغان لوبډلې بریالی انګرېز روزونکی جانتن ټروټ هم د راشد خان پوښتنې ته روغتون ته ورغلی و.

cricket

د عکس سرچینه، rashid khan

د ملي لوبډلې ځینې نور لوبغاړي له ډلې یې رحمت شاه هم لندن کې دی اونۍ وړاندې یې له راشد خان سره د ګډ تمرین انځور خپور کړی و.

راشد خان لکه د تل په څېر تېر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې یو اغېزناکه پیاوړی لوبغاړی و،د نړۍ د وروستۍ لسیزې دغه غوره لوبغاړي د ملا درد له کبله د بېګ باش په سږنیو سیالیو کې هم ګډون ونکړ، خو ویلي یې دي د خلکو د دعا په برکت به ژر لوبو ته وګرځي.

افغانستان بله میاشت په هند کې له هند سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ لري چې راشد خان یې لوبډلمشر دی، خو دا لا نده معلومه چې ډاکټران به راشد خان ته دومره ژر د لوبیدو اجازه ورکړي که لا به درملنې ته اړتیا ولري.