راشد خان د کرېکټ په نړيوالو شمېرو کې

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بي بي سي

د سپټمبر ٢٠ مه د نړۍ د يوه مخکښ ورو بالر راشد خان کليزه ده. موږ په همدې پلمه د راشد خان د هغو لوبو شمېرو ته پام کوو چې د افغانستان لپاره يې کړې دي.

٢٤ کاله وړاندې د افغانستان په ننگرهار کې زېږېدلى راشد خان اوس يو له هغو لوبغاړو دى چې د کرېکټ په نړۍ کې يې د هر ليگ لوبډلې غواړي. ده د افغانستان لپاره په ټېسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ډېر لوبغاړي سوځولي دي. د گڼو ريکارډونو دغه ځوان لوبغاړى دلته د لوبې په شمېرو کې يادوو.

ټسټ لوبې

افغانستان له ٢٠١٨ کال راهيسې ټسټ لوبې کوي. تر اوسه يې شپږ لوبې کړې دي. راشد افغان چې په لومړنۍ ټسټ لوبه کې هم و تر اوسه له شپږو پنځه لوبې کړي او تر بل هر لوبغاړي يې ډېرې ويکټې اخيستي دي. ده ٣٤ لوبغاړي په ټست لوبو کې سوځولي دي. تر ټولو ښه بالېنگ يې د ١٣٧ منډو په بدل کې د اوو لوبغاړو سوځول و. څلور ځله يې په يوه وار پنځه يا ډېرې ويکټې اخيستې دي او په خپلو پنځو لوبو کې يې دوه ځلې په سيالي کې لس يا ډېر لوبغاړي سوځولي دي. د ده پنځه ټسټ لوبې له هند، ايرلنډ، بنگله دېش، ويسټ انډيز او زمبابوې سره وې.

له هند سره : يوه لوبه کې ده يو بال کم ٣٥ اوورونه کړي دي. د ١٥٤ منډو په بدل کې يې دوه لوبغاړي پکې سوځولي و.

له ايرلنډ سره: په يوه لوبه کې يې ٤٦ اوورونه وکړل د ١٠٢ منډو په بدل کې يې اووه لوبغاړي وسوځول.

له بنگله دېش: په يوه لوبه کې يې په ٤١ اعشاريه درې اوورونو کې يې د ١٠٤ منډو په بدل کې يې ١١ لوبغاړي سوځولي.

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

له ويسټ انډيز سره: په يوه لوبه کې ٣٤ اوورونه وکړل ١٣٤ منډې يې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.

له زمبابوې سره يې په يوه لوبه کې ٩٩ اعشاريه دوه اوورونه وکړل ر ٢٧٥ منډو په بدل کې يې ١١ کسه وسوځول.

افغانستان هغه دوه ټسټ لوبې وبايللې چې راشد خان پکې ډېر لوبغاړي نه و سوځولي.

يو ورځنۍ لوبې

افغانستان له ٢٠٠٩ کال څخه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کوي خو راشد خان په لومړي ځل په ٢٠١٥ کال کې د افغانستان لپاره په نړيواله يوه ورځنۍ لوبه کې برخه واخيسته. خو د دې شپږ کاله ځنډ سربېره په يو ورځنيو لوبو کې راشد خان د افغانستان لپاره تر بل هر بالر ډېرې وېکټې اخيستي دي. ده په ٨٣ لوبو کې ١٥٨ کسه سوځولي دي. تر ټولو غوره بالېنگ يې له ويسټ انډيز سره و چې د ١١٨ منډو په بدل کې يې اووه کسه وسوځول. راشد خان تر اوسه د ١٥ هېوادونو په وړاندې په يو ورځنيو لوبو کې برخه اخيستې ده. له دې ډلې يې له انگلنډ، سويلي افريقا اوهانگ کانگ سره په کومه لوبه کې ويکټ نه ده اخيستې او له نيوزيلنډ سره په لوبه کې د بېټينگ پر وخت ټپي شو بالېنگ يې ونه کړ.

استراليا : په يوه لوبه د ٥٢ منډو په بدل کې يو لوبغاړى سوځولى

هند : په درو لوبو کې د ٧٩ منډو په بدل کې درې کسه سوځولي

پاکستان: په دوو لوبو کې د ٩٦ منډو په بدل څلور کسه سوځولي

وسټ انډيز: په ٩ لوبو کې د ٣٠٣ منډو په بدل کې ١٥ کسه سوځولي

ايرلنډ : په ٢٦ لوبو کې د ٩٣٩ منډو په بدل کې ٥٥ کسه سوځولي

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

زمبابوې : په ٢١ لوبو کې د ٦٧١ منډو په بدل کې ٤٧ کسه سوځولي

بنگله دېش: په ٩ لوبو کې د ٣٤٣ منډو په بدل کې ١٥ کسه سوځولي

نيدرلنډ : په درو لوبو کې د ٩٩ منډو په بدل کې ٦ کسه سوځولي.

سکاټلند: پپه درو لوبو کې د ٨٧ منډو په بدل کې درې کسه سوځولي.

متحد عرب امارات: په يوه لوبه کې د ٤١ منډو په بدل کېې ٥ کسه سوځولي.

سرېلنکا : په دوو لوبو کې د ٤٣ منډو په بدل کې ٤ کسه سوځوولي دي.

شل اووريزې لوبې

له ٢٠١٥ کال راهيسې راشد خان د افغانستان لپاره د ١٥ هېوادونو پر وړاندې ٧١ نړيوالې شل اووريزې لوبې کړې دي. ده د افغانسستان لپاره تر بل هر لوبغاړي په شل اووريزو لوبو کې هم ډېر لوبغاړي، ١١٨ کسه سوځولي دي. ده له هند او سويلي افريقا سره په درې لوبو کې ١٢٠ منډې ورکړې دي خو څوک يې نه دې سوځولي. دى په نړۍ کې د شل اووريزو نړيوالو ويکټ اخيستونکو په کتار کې د اوس لپاره په دويم ځاى کې دى. د ده تر ټولو غوره بالېنگ د ايرلنډ په وړاندې و چې د درو منډو په بدل کې يې پنځه کسه وسوځول.

بنگله دېش: په ٨ لوبو کې د ١٦٦ منډو په بدل کې ١٧ کسه سوځولي

سکاټلنډ: په دوو لوبو کې د ٣٧ منډو په بدل کې ٦ کسه سوځولي

انگلنډ : په يوه لوبه کې د ١٧ منډو په بدل کې دوه کسه سوځولي

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

هانگ کانگ: په ددوو لوبو کې د ٣٣ منډو په بدل کې ٣ کسه سوځولي

ايرلنډ: په ١٨ لوبو کې د ٤٠٩ منډو په بدل کې ٣٧ کسه سوځولي

نمېبيا: په يوه لوبه کې د ١٤ منډو په بدل کې يو کس سوځولى

نيوزيلنډ: په يووه لوبه کې د ٢٧ منډو په بدل کې يو کس سوځولى

عمان: په دوو لوبو کې د ٥٠ منډو په بدل کې دوه کسه سوځولي

پاکستان: په دوو لوبو کې د ٥١ منډو په بدل کې ٤ کسه سوځولي.

سرېلنکا: په ٣ لوبو کې د ٧٨ منډو په بدل کې دوه کسه سوځولي.

متحد عرب امارات: په پنځو لوبو کې د ١٠٤ منډو په بدل کې ١١ کسه سوځولي

ويست انډيز: په اتو لوبو کې د ٢٠١ منډو په بدل کې ٩ کسه سوځولي.

زمبابوې: په ١٥ لوبو کې د ٣٧٠ منډو په بدل کې ٢٣ کسه سوځولي دي.

ټولې لوبې

په ټسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کې راشد خان تر اوسه ټول ټال ١٥٩ لوبې د افغانستان لپاره کړې دي. ١٢٣٠ اعشاريه پنځه اوورونه کړي دي ٥٣٨٤ منډې يې ورکړې دي او ٣١٠ کسه يې سوځولي دي. په بله وينا ده د هر لوبغاړي په اوټ کولو څه باندې ١٧ منډې ورکړې دي.