راشد خان یو ځل بیا د انګلنډ سسېکس لوبډلې واخیست

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي راشد خان سره د برتانیا سسېکس لوبډلې د ۲۰۲۱ کال بلاست سیالیو کې د لوبېدو بیا تړون وکړ.
۲۲ کلن راشد خان چې شل اوره لوبو کې د نړۍ یو غوره توپ اچوونکی دی، پر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال هم د سسېکس لوبډلې لپاره لوبېدلی دی.
راشد خان د سږني هند غوره لیګ په ګډون په ۲۳۷ شل اوره لوبو کې ۳۲۷ ویکټې اخیستې دي.
د سسېکس د شل اوره لوبو مشر روزونکی جېمس کرټلي وايي، د خوشالۍ خبره ده چې د راشد لپاره مو تړون خوندي کړ:
"په ټوله نړۍ کې لوبډلې غواړي چې راشد په خپله ډله کې ولري، نو د سسېکس لپاره ښه زېری دی چې راتلونکی کال ور سره لوبېږي."
ټاکلې وه چې راشد سږنیو سیالیو کې هم د سسېکس لپاره ولوبېږي، خو د کارابین او هند غوره لیګ اتلولیو د پیل ځنډ له امله دواړه لوري په دې سیالیو کې پر نه ګډون سلا شول
راشد خان له سسېکس سره تېرو دوو لوبیزو کلونو کې په شلو سیالیو کې ۲۴ ویکټې واخیستې او د توپ اچونې اوسط یې هم ۶،۹۷ دی.

ټاکلې ده چې راشد خان په ۲۰۲۱ کال "د هنډرېډ" اتلولیو کې د ټرنټ راکېټس لوبډلې ته ولوبېږي.
ټاکلې وه "د هنډرېد" یا د سلو توپونو دا اتلولي د روان کال پسرلي کې وشي خو د کورونا وبا له کبله ۲۰۲۱ کال ته وځنډېده.
راشد خان- چې اوس د هند غوره لیګ کې د سنراېزرز حیدراباد لپاره لوبېږي- تېر کال لومړی لوبغاړی و چې د د هنډرېډ اتلولۍ په بولۍ کې وپېرل شو.
هغه سږ کال هم لومړی بهرنی لوبغاړی شو چې ټرېنټ راکټس لوبډله یې د ۲۰۲۱ کال د اتلولیو لپاره ځان سره ساتي.










