راشد ډیلی د 'زړونو' ښار بللی؛ خو هلته مجیب ته ورغاړې وتی ماشوم څوک و؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، @Mujeeb

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

د انګلنډ پر وړاندې د افغانستان له تاریخي بریا وروسته یو تنکی ځوان ښکاري، چې له اوښکو په ډکو سترګو افغان نامتو لوبغاړي مجیب الرحمان ته ور تر غاړې وځي.

دغه په عمر کوچنی هلک چې سپین رنګه ورزشي لباس یې اغوستی ډېرو ته افغان ښکارېده او بې کچې مینې یې ډېر عاطفي کړي وو.

د افغان لوبډلې مېنېجر احمد ضیا ستانکزي له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل یاد ماشوم د لوبې له پیله د افغانستان لپاره چېغې او چکچکې وهلې او د افغانستان په بریا یې د خوښۍ اوښکې توی کړې.

د هغه په وینا د هند د ډيلي دا اوسیدونکی له خپل پلار سره په ګډه د لوبې نندارې ته راغلی و او د لوبډلې ناستې ځای ته نږدې د نندارچیانو چوکۍ کې ناست و چې په ډېرو ولولو یې د افغان لوبغاړو پام ځانته اړولی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، @Mujeeb

ښاغلی ستانکزی وايي کله چې لوبه ختمه شوه دوی له امنیتي مسولینو وغوښتل چې د افغان لوبدلې دغې کوچني مینه وال ته له لوبغاړو سره د لیدو اجازه ورکړي.

دغه ماشوم لومړۍ له مجیب د مینې غېږه تاو کړې وه او وروسته یې له ځينو نورو افغان لوبغاړو سره هم د کتلو بخت درلود.

احمد ضیا ستانکزی وايي ماشوم د خپلې خوښې لوبغاړو سره لېدو دومره هیجاني کړ چې له خوښیو یې ژړا نشوه کابو کولی.

په هغې ویډيو کې چې د اکتوبر په ۱۵مه پر ټولنیزو رسنیو ډېره خپره شوه لیدل کېږي چې ماشوم مجیب له ملا ټينګ نیسي او له ډېر خوښۍ ژاړي.

په لنډه ویډیو کې ښکاري چې مجیب دې ماشوم ته د ډالۍ په ډول چاکلېټ ورکوي، وروسته راشد خان دغه مینه وال ته دست کشې هم ډالۍ کړې.

د یاد ماشوم پلار ویلي "زوی يې له څو ورځو مخکې ټينګار کاوه چې باید ډيلي کې د افغانستان لوبو ته یې له نږدې ورولي."

د افغان لوبډلې مېنجر وايي " د یاد هندي ماشوم پلار د افغان لوبغاړو په دغې چلند او مینې ډېره خوښي وښودله او دا یې د ژوند یوه خوږه خاطره وبلله."

مجیب الرحمان دغې پراخې خپرې شوې ویډيو ته لږ په ځنډ نن غبرګون ښودلی او په یوه ټوېټ کې یې په انګریزۍ لیکلي " دا افغان نه بلکې کوچنی هندی ماشوم دی، چې زمونږ په بریا خوښ و او ده ورسره د بریا په شپه ډیلي لوبغالي کې وکتل."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

مجیب الرحمان چې د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم شو د یاد ماشوم د انځورونو له خپرولو سره ویلي " کرېکټ یوازې لوبه نه بلکې احساس دی"

نوموړي له ټولو مینه والو مننه کړې چې لوبغالي ته د دوی هڅولو او ملاتړ لپاره راغلي وو او له خلکو یې غوښتي، چې په راتلونکو سیالیو کې هم دوی هېر نه کړي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو له ډلې یې ډېرو هندوانو هم د هغه دا تصویرونه او ویډيوګانې خپرې کړي او ډېرو یې لیکلي د افغان -هند ملګرتیا دې تل وي.

مجیب په اخر کې لیکلي "ډیلي! له مینې مو مننه."

"ډیلي د زړونو ښار دی"

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان او انګلنډ تر منځ ډيلي کې لوبې ته ګڼ نندارچیان راغلي وو

له دغې لوبې وروسته د افغانستان بل نوموتي لوبغاړي راشد خان پخپل ټوېټر اکاونټ ولیکل "ډيلي په حقیقت کې رښتیا د زړونو ښار دی."

هغه د مننې په انداز لیکلي " لوبغالي ته له راغلو ټولو مینه والو ډېره زیاته مننه، مننه له دې هم چې زمونږ ملاتړ مو وکړ او دا ملاتړ مو لا هم غواړو."

هغه ویلي "د نړۍ په نورو ځایونو کې هم له خپلو ملاتړو او مینه والو مننه کوي"

کرېکټ

د عکس سرچینه، cricinfo

د مالوماتو له مخې دغې لوبې نندارې ته شاوخوا ۲۶۴۴۰ نندارچیان راغلې وو، له دوی یې ډېرو د افغان لوبغاړو ملاتړ او ننګه کوله.

له دې وړاندې په همدې ډګر د هند او افغانستان لوبې ته څه کم ۳۵ زره مینه وال راغلي وو. هلته بیا هندیانو خپله لوبډله هڅوله، خو د افغان لوبډلې په ننګه یو شمېر افغان نندارچیان هم لوبغالي کې وو.

په ډيلي کې د ګوربز یادونه

کرېکټ

د عکس سرچینه، @RGurbaz_21

د افغانستان او انګلنډ تر منځ د تاریخي لوبې بل وتلی لوبغاړی د بریا ویاړ له ګټلو وروسته د هند تاریخي دروازې ( انډیا ګېټ) ته تللی و.

رحمان الله ګوربز په دې لوبه کې چټکې ۸۰ منډې وکړې او لوبډلې ته یې پیاوړی بنسټ کېښود.

رحمان الله ګوربز په ډيلي کې له چکر وروسته په خپل اېکس اکاونټ یا پخواني ټوېټر د دوه انځورونو له خپرولو سره لیکلي "په انډیا ګېټ کې له ځينو پخوانیو یادونو سره."

هند له کرېکټ ور ها خوا په خوراکونو، کلتور، سینما، پرمختګ، ټېکنالوجۍ او ګڼو نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه لري چې ورتلونکي ډېری خلک پکې یادګاري انځورونه اخلي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډيلې کې د افغان لوبډلې د لوبې پر مهال لسګونه زره مینه وال لوبغالي ته راغلي وو

د افغان لوبغاړو لپاره به له دې ټولې مینې ور ها خوا ډیلي له دې کبله هم تل د خوښې او یادګار ځای وي چې په لومړي ځل یې د انګلنډ غوندې د نړیوالو جامونو اتلې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا چې افغان لوبغاړي اوس په هند او نړۍ کې ډېر خلک پيژني فکر کیږي چې افغان لوبډله به د ځنیو نورو لوبډلو پر وړاندې راتلونکو لوبو کې هم ښه نندارچیان او ځایي مینه وال ولري په ځانګړي ډول په چنای کې د پاکستان پر وړاندې.