محمد نبي؛ د کرېکټ نړۍ کې پر "ولسمشر" د مشهور لوبغاړي لوبیز ژوند

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان لخوا د کرېکټ د ۲۰۲۳م نړیوال جام لوبو ته د اعلان شوې لوبډلې ډېره برخه نوي لوبغاړي جوړوي. دا لوبډله د تېر نړیوال جام پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه او د وړم نړیوال جام پرتله ۹۰ سلنه نوې ده.

د لوبغاړو لوبیز ژوند ته په کتو د افغانستان په اوسنۍ لوبډله کې تر ټولو پخوانی، مشر او باتجربه لوبغاړی محمد نبي دی.

نوموړی نن د انګلنډ پر خلاف چې د کرېکټ لوبې بنسټګر هېواد باله شي د خپل لوبیز ژوند له اهمیت ډکه ۱۵۰مه یو ورځنۍ لوبه کوي.

دا د کرېکټ یو ورځنیو لوبو دریم نړیوال جام دی چې محمد نبي عیسی خېل پکې افغانستان لپاره لوبېږي.

ښايي وروستۍ یې هم وي، خو ده لا پخپله د لوبیز ژوند د راتلونکې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

۳۸ کلن محمد نبي عیسی خېل بېلابېلو نړیوالو جامونو او مهمو سیالیو ته د افغان لوبډلې په رسولو کې د ملا تیر رول لوبولی دی.

همدا تېره میاشت اسیا جام سیالیو کې د شري لنکا خلاف د نوموړي ښه لوبه او ډېرې نورې لوبې له هر لوري ستایل شوې.

د انګلنډ خلاف لوبه کې یې ۹ منډې که څه هم د ډېر پام وړ نه وې خو بال یې له هر لوري د ستاینې و.

محمد نبي چې د انګلند خلاف یې تاریخي ۱۵۰مه لوبه کوله په شپږو اورونو کې یوازې ۱۶ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي یې له مخې لېرې کړل.

ډېوېډ میلان او سېم کرن چې د غټو اننګونو لوبولو وړتیا لري د محمد نبي لخوا په ۳۲ او ۱۰ منډو وسوځيدل.

نبي که له یوې خوا له اوږدې مودې راهیسې له لوبډلې سره دی له بلې خوا یې خپل کرېکټ ډېر ژوندی او ځان یې د کرېکټ په اصطلاح جوړ (فېټ) ساتلی.

هغه په ۲۰۱۳م کال کې له نوروز منګل وروسته د افغان لوبډلې د لوبډلمشرۍ رول ته اوږه ورکړه او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې هم د افغانستان لوبډلمشر و.

په هغه نړیوال جام کې افغانستان له سکاټلنډ یوه لوبه وګټله خو بیا یې حساب مخکې نه دی ولاړ.

محمد نبي د لوبډلمشر په توګه

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

محمد نبي له نوروز منګل وروسته د یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر په توګه غوره شو او لږ تر لږه یوه پنځوس اوریز او یوه شل اوریز نړیوال جام کې یې د افغانستان خوا مشري کړي ده.

دی په تېر شل اوریز نړیوال جام کې هم د افغانستان لوبډلمشر و خو لوبډله یې په کومه لوبه کې بریا ته ونه رسوله.

نوموړي پر کرېکټ بورډ له ځينو نیوکو سره له نړیوال جام وروسته سملاسي له لوبډلمشرۍ استعفا خو د لوبغاړي په توګه لوبو ته ادامه ورکړه.

محمد نبي تکړه توپ وهونکی، ورو بال اچونکی او چټک توپ نیونکی پيژندل کیږي او د خپلو ښو لوبو له کبله یې نسبتآ اوږده موده د نړۍ د لومړي او دویم نمبر الراونډرانو ویاړ هم ځان سره ساتلی دی.

محمد نبي تېر کال په شل اوریزو سیالیو کې د غوره لوبغاړي د ډېرو جایزو اخیستلو په نوملړ کې لومړۍ راغی چې بیا یې ځای هندي توپ وهونکي ویرات کهولي ونیو.

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

تر ۲۰۲۳ نړیوالو اتلولیو د محمد نبي لوبو ته کتنه

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه نوموتي او د ولسمشر په نوم مهشور لوبغاړي د افغانستان په استازولۍ له بل هر لوبغاړي ډېرې لوبې کړې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ او د کرېکټ مشهورې ویبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو له مخې محمد نبي له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې افغانستان رسمی لوبې کوي د انګلنډ خلاف ۱۵۰مه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبیده.

د محمد نبي هومره لوبې لږترلږه د افغانستان او پاکستان کرېکټ په اوسنیو لوبډلو کې چې نړیوال جام ته استول شوې، بل یو لوبغاړي هم نه دي کړې.

د ثبت شویو معلوماتو له مخې محمد نبي ته له دغو ۱۵۰ نړیوالو یو ورځنیو لوبو په ۱۳۲ سیالیو کې د توپ وهنې وار رسیدلی او ۳۱۸۷ منډې یې جوړې کړې.

خو بال یې بیا په ۱۴۵ لوبو کې کړی او د مقابلو لوبډلو ۱۵۶ لوبغاړي یې سوځولي دي.

له دې جملې دوه مهمې ویکټې یې د انګلنډ خلاف لوبه کې دي.

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

په یو ورځنیو سیالیو کې د محمد نبي تر ټولو ښه ریکارډ د ۳۰ منډو په بدل کې د څلورو لوبغاړو د سوځولو دی.

له افغان ملي لوبډلې ور ها خوا محمد نبي د لږترلږه ۳۵ نورو بېلابېلو لوبډلو استازولي هم کړې.

د ښو لوبو او ښه ځلېدو له کبله یې ډېر وخت خپلې لوبډلې بریا ته روسولې او د نړۍ لروبر یې ګڼ مینه وال موندلي دي.

په خوله مسک محمد نبي د خپلې راتلونکې په اړه ډېر څه نه وايي خو ډېر وخت یې خپله ستره هېله دا ښودلې چې "افغانستان اسیا جام یا نړیوال جام ګټلی کابل ته یوسي."

cricket

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، محمد نبي او د هغه زوی حسن خان په یوه ډګر کې

افغانستان به نړیوال جام کله ګټي دا ارمان په خپل ځای خو د کرېکټ ډګر کې د محمد نبي یوه بله هیله په پوره کېدو ده او هغه دا چې زوی یې د ده ښه نوم لا ژوندی ساتلی وي.

محمد نبي او حسن خان عیسی خېل په تېر ۲۰۲۲م کال کې د متحده عربي اماراتو په یوه لوبډله کې وو او په شپږیزو سیالیو کې هم سره مخ شوي خو د نړۍ دغه مشهور الراونډر لوبغاړي ويلي "هیله مې وه چې موږ یوه ورځ یوځای ولوبیږو، او یوځای د افغانستان ملي لوبډلې استازیتوب وکړو."