کرېکټ: اسټرالیا سره د لوبو لغوه کېدو پر سر د امرالله صالح او محمد نبي ناندرۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې ناندریزې شوې چې د اسټرالیا له خوا یې له افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کول "یو معنا لرونکی حرکت" بللی دی.
ښاغلي صالح پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي "د افغانستان خلک د کرېکټ لوبډلې پر هغې موسکا حیران شول چې دوی د ترهګرو ډلې له مشر او حقاني شبکې رهبر سره ډوډۍ خوړله او عکسونه یې ورسره اخیستل، خو د ښځو پر زدکړو د بندیز په ګډون پر بې عدالتیو پټه خوله پاتې شول. نو له همدې امله د اسټرالیا له خوا د افغانستان د کرېکټ پر لوبډلې بندیز او محرومیت یو معنا لرونکی حرکت دی."
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړو په تېر سپټمبر کې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ګډ عکس اخیستی وو.
خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او مخکېني لوبډلمشر محمد نبي د ښاغلي صالح د څرګندونو په غبرګون توند غبرګون ښودلی دی.
محمد نبي د ښاغلي صالح د ټوېټ په ځواب کې لیکلي: "قدرمن صالح، ستاسو دغه ټویټ زه حیران کړم، هیڅوک د افغان لوبغاړو وطن دوستۍ او ژمنتیا تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلی، موږ اوس هم تر ملي بیرغ او ملي سرود لاندې لوبېږو، او د نړۍ په کونج کونج کې د خپل هېواد د ریښتینو ارزښتونو استازیتوب کوو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، بهر کې د افغانستان د کرېکټ د ټولو لوبو په پیل کې د افغانستان ملي سرود غږول شوی او د افغانستان درې رنګ بیرغه هم د دغه هېواد د ملي سمبول په ډول وړاندې شوی دی. خو په کور دننه اجازه نه ورکول کېږي.
د کرېکټ دغه افغان ستوري دارنګه لیکلي "فکر مو وي چې په ملت د تېریدونکي ناورین لامل ستاسو د دورې ناسمې پرېکړې او فاسد سیستم دی."
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د اسټرالیا کرېکت بورډ پر پرېکړې خواشیني ښوولې.
"دا پریکړه په ځانګړي ډول هغو ننګونو ته په پام سره چې افغان ولس ورسره مخ دي خواشینونکې ده. موږ د کرېکټ په ملي لوبډلې او خپلو ټولو ځوانو لوبغاړ ویاړو. "
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا د نارینه ټیمونو لوبغاړي مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې په درېيو یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شي.
خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي، دغه لوبې یې ځکه لغوه کړي چې طالبانو افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د لوبو په برخه کې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه "غیرعادلانه، سیاسي او اندېښمنونکې" بللې.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نیک هاکلي بیا د دغه بورډ له پرېکړې ملاتړ کړی او وايي، بشري حقونه سیاست نه دی.
د اسټرالیا کرېکټ بورډ تر مخکې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته، افغانستان سره خپله یوه تمریناتي لوبه هم لغوه کړې وه.










