کرېکټ: اس‍ټرالیا سره د لوبو لغوه کېدو پر سر د امرالله صالح او محمد نبي‌ ناندرۍ

د افغانستان د مخکېني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې ناندریزې شوې چې د اسټرالیا له خوا یې له افغان لوبډلې سره د لوبو لغوه کول "یو معنا لرونکی حرکت" بللی دی.

ښاغلي صالح پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي "د افغانستان خلک د کرېکټ لوبډلې پر هغې موسکا حیران شول چې دوی د ترهګرو ډلې له مشر او حقاني شبکې رهبر سره ډوډۍ خوړله او عکسونه یې ورسره اخیستل، خو د ښځو پر زدکړو د بندیز په ګډون پر بې عدالتیو پټه خوله پاتې شول. نو له همدې امله د اسټرالیا له خوا د افغانستان د کرېکټ پر لوبډلې بندیز او محرومیت یو معنا لرونکی حرکت دی."

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړو په تېر سپټمبر کې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ګډ عکس اخیستی وو.

خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او مخکېني لوبډلمشر محمد نبي د ښاغلي صالح د څرګندونو په غبرګون توند غبرګون ښودلی دی.‌

محمد نبي د ښاغلي صالح د ټوېټ په ځواب کې لیکلي: "قدرمن صالح، ستاسو دغه ټویټ زه حیران کړم، هیڅوک د افغان لوبغاړو وطن دوستۍ او ژمنتیا تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلی، موږ اوس هم تر ملي بیرغ او ملي سرود لاندې لوبېږو، او د نړۍ په کونج کونج کې د خپل هېواد د ریښتینو ارزښتونو استازیتوب کوو."

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول،‌ بهر کې د افغانستان د کرېکټ‌ د ټولو لوبو په پیل کې د افغانستان ملي‌ سرود غږول شوی او د افغانستان درې رنګ بیرغه هم د دغه هېواد د ملي‌ سمبول په ډول وړاندې شوی دی.‌ خو په کور دننه اجازه نه ورکول کېږي.

د کرېکټ دغه افغان ستوري دارنګه لیکلي "فکر مو وي چې په ملت د تېریدونکي ناورین لامل ستاسو د دورې ناسمې پرېکړې او فاسد سیستم دی."

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د اسټرالیا کرېکت بورډ پر پرېکړې خواشیني ښوولې.

"دا پریکړه په ځانګړي ډول هغو ننګونو ته په پام سره چې افغان ولس ورسره مخ دي خواشینونکې ده. موږ د کرېکټ په ملي لوبډلې او خپلو ټولو ځوانو لوبغاړ ویاړو. "

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا د نارینه ټیمونو لوبغاړي مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې په درېيو یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شي.

خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي‌، دغه لوبې یې ځکه لغوه کړي چې طالبانو افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د لوبو په برخه کې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه "غیرعادلانه، سیاسي او اندېښمنونکې" بللې.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نیک هاکلي بیا د دغه بورډ له پرېکړې ملاتړ کړی او وايي، بشري حقونه سیاست نه دی.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ تر مخکې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته، افغانستان سره خپله یوه تمریناتي لوبه هم لغوه کړې وه.