اسټرالیا افغانستان سره د کرېکټ لوبو لړۍ لغوه کړه؛ افغان کرېکټ بورډ یې 'سیاسي او ناعادلانه' بولي

اسټرالیا اعلان کړی چې افغانستان سره یې د کرېکټ راتلونکې یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړې.

اسټرالیا وايي‌، دغه لوبې یې ځکه لغوه کړي چې طالبانو افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د سپورت په برخه کې هم پر ښځو محدودیتونه لګولي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا د نارینه ټیمونو لوبغاړي مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې په درېيو یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه "غیرعادلانه، سیاسي او اندېښمنونکې" بللې.

کرېکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، کرېکټ دې له سیاست سره نه تړل کېږي: "د افغانستان کرکټ بورډ دا پرېکړه سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرکټ سره مینه درلودونکي ملت سره ستره جفا بولي."

کرېکټ بورډ دا هم ویلي چې د هغو افغان لوبغاړو په اړه به هم غور وکړي چې د اسټرالیا په بېګ باش لوبو کې لوبېږي.

د راشد په ګډون ځینې افغان لوبغاړي د اسټرالیا په لیګونو کې لوبې کوي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو لوبو د ځنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د اسټرالیا حکومت سره له مشورې وروسته یې دا پرېکړه کړې.

خبرپاڼه کاږي: "د اسټرالیا د حکومت په ګډون د نورو اړوندو اړخونو له پراخو مشورو وروسته بلاخره د اسټرالیا کرېکټ پرېکړه وکړه چې اوس د افغانستان او اسټرالیا تر منځ راتلونکې د کرېکټ یو ورځنیو لوبه نه شي کیدلی."

د اسټرالیا کرېکټ له دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې پر واګو د طالبانو له ولکې وروسته، افغانستان سره خپله یوه تمریناتي لوبه هم لغوه کړې وه.

د اسټرالیا کرېکټ مشر نیک هاکلي وايي: "مونږ خپل دریځ د طالبانو د پخوانیو څرګندونو له مخې روښانه کړ، وړاندې طالبانو ویلي وو چې د کرېکټ نړیوالې شورا له غړیتوب سر بېره بیا هم د ورزش په توګه افغانستان کې د ښځو د کرېکټ ملاتړ نه کوي."

ښاغلي هاکلي همدار راز ویلي: "مونږ په ښکاره غواړو چې، د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه وو د کرېکټ‌ د ودې ملاتړ وکړو."

د افغانستان او استرالیا د کرېکټ لوبو تر منځ وروستۍ سیالۍ د استرالیا په کوربتوب د ۲۰۲۲نړیوال جام سیالۍ وې چې څه موده وړاندې وشوې.

تمه وه چې د ۲۰۲۴ کال اګست کې اسټرالیا افغانستان سره د درېو شل اوریزو نړیوالو سیالیو کوربتوب ورکړي او په ۲۰۲۶ کال کې بیا د دواړو ټیمونو تر منځ یوه تاریخي تمریناتي لوبه هم پلان شوې وه خو د اسټرالیا کرېکټ وروستۍ پرېکړه دا ټولې لوبې په شک کې اچوي چې ترسره به شي که به لغوه کېږي.

د اسټرالیا د کرېکټ‌ له اعلان سره سم د افغانستان کرېکټ لوبډلې تیز توپ اچوونکي نوین الحق هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د استرالیا ستر لیګ بېګ باش کې ګډون نه کوي.

نوموړي لیکلي: "تر هغې چې دوی خپلې ماشومانو پرېکړې نه وي بندې کړي، بیګ باش سیالیو کې به و نه لوبېږم. لکه څنګه چې دوی د ټېسټ لوبې په اړه پرېکړه وکړه ورته کار یې یو ورځنیو لوبو سره هم وکړ. د دې پر ځای چې زمونږ ملاتړ وکړي له مونږ یوازینۍ خوښي هم اخلي."

د کرېکټ‌ نړیوالې شورا (آی سي سي) هم پرون چارشنبه د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ای سي سي اجرایوي مشر جیوف الاردیس ویلي، افغانستان یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د نړیوالې شورا د اوصولو خلاف "د ښځو کرېکټ فعاله لوبډله نه لري."

د کړېکټ نړیواله شورا وایې، افغانستان داسې مهال له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شاته پاتې دی چې سیال هېوادونه یې ان د ښځو کرېکټ لوي لېګونه لري.

په افغانستان کې د طالبان له بیا واکمنۍ وروسته په نږدې ټولو برخو کې د ښځو او نجونو فعالیتونه بند شوي او پدې برخو کې ډېرې فعالې ښځې او نجونې له دغه هېواده ووتللې.

د یادولو ده چې نولس کلنو د ټېټ عمر لرونکو نجونو نړیوال شل اوریز جام د روانې جنورې میاشتې په ۱۴مه یعنې د راتلونکې شنبې په ورځ په سویلي افریقا کې پيلیږي.

پدې سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو کروپونو کې لوبې پیلوي چې د روانې جنورې میاشتې تر ۲۹ مې نېټې به دوام وکړي.