اسټرالیا 'د ښځو د کرېکټ په اړه اندېښنو له کبله' افغانستان سره ټېسټ لوبه وځنډوله

د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د نارینه و کرېکټ ټیسټ لوبه چې د نومبر پر ۲۷ مه به د اسټرالیا په هوبرټ ښار کې تر سره کېده، ځنډول شوې ده.

د اسټرالیا کرېکټ چارواکو او افغان کرېکټ بورډ له لوري بېلو اعلامیو کې ویل شوي، چې د دواړو لوریو اړوند چارواکو له خبرو وروسته پرېکړه شوې چې د اوس لپاره دغه لوبه وځنډول شي.

د اسټرالیا کرېکټ له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوی په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه و د کرېکټ لوبې ودې ته ژمن دي.

اعلامیه کې راغلي:

"خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ اوسني وضعیت کې د بې یقیني له محسوسولو وروسته اړینه وبلله چې تر یوه بل وخته پورې چې وضعیت لا روښانه کېږي، دا ټېسټ لوبه وځنډول شي".

د یادونې ده چې د سپتمبر لومړیو کې اسټرالیا کې کرېکټ چارواکو ویلي وو، که د طالبانو حکومت افغان نجونو ته د کرېکټ لوبو اجازه ور نه کړي، دوی به افغانستان سره د نارینه و کرېکټ ټیسټ لوبه لغو کړي.

د اسټرالیايي چارواکو دا اندېښنې د طالبانو کلتوري کمېسیون د مشر مرستیال احمدالله واثیق له څرګندونو وروسته مخې ته راغلې وې.

هغه مهال ښاغلي واثیق د اسټرالیا له خبري شبکې (سي بي ایس) سره خبرو کې ویلي وو 'فکر نه کوي چې افغانستان کې ښځو ته به د کرېکټ لوبو اجازه ورکړل شي.'

خو د افغانستان کرېکټ بورډ چارسمبالی مشر عزيز الله فضلي له دې مخکې بي بي سي ته وویل، د کرېکټ ښځينه لوبغاړې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کولی شي لوبې وکړي.

اوس د اسټرالیا کرېکټ چارواکو په تازه اعلامیه کې ویل شوي، د ټیسټ لوبې له ځنډولو سره سره اسټرالیا کرېکټ چارواکي په بګ باش کرېکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون ته سترګې پر لار دي او دغه راز دوی هیله من دي چې په نژدې راتلونکي کې د 'افغان ښځینه او نارینه لوبډلو کوربتوب وکړي'.

په افغانستان کې هم کرېکټ چارواکو د دې لوبې ځنډېدل تایید کړي دي او افغانستان کرېکټ بورډ په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، ډېر ژر به له اسټرالیايی چارواکو سره د لوبې نوې نېټه مشخصه کړي.

افغان کرېکټ بورډ په دې هکله وايي: "یو لنډ ځنډ به افغان لوبغاړو ته لا ډېر ښه فرصت په لاس ورکړي ترڅو د اسټرالیا پر وړاندې دغې لوبې ته پوره چمتووالی ولري".

په پام کې وه چې اسټرالیا کرېکټ لوبه به له انګلنډ سره د اشز سیالیو له پیله مخکې د نومبر پر ۲۷ مه له افغانستان سره لومړنۍ ټیسټ لوبه پیلوي.