کرېکټ: افغانستان او اسټرالیا نومبر میاشت کې ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی دی چې ملي لوبډله به د روان کال د نومبر میاشتې په وروستیو کې له اسټرالیا سره یوه ټېسټ لوبه کوي. دا به لومړی ځل وي چې افغان ملي لوبډله په ټېسټ لوبه کې له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، "دغه ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱م کال نومبر میاشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې د اسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي".

ټاکل شوې وه چې دغه ټېسټ لوبه د تېر ۲۰۲۰م کال په پیل کې تر سره شي، خو د کورونا وېروس د محدودیتونو له امله هغه مهال وځنډول شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو د دې لوبې په ترسره کېدو خوښي ښودلې ده او زیاتوي چې دا به یوه غوره لوبه وي.

ټېسټ لوبو کې د افغانستان ريکارډ

افغانستان ته په ۲۰۱۸ کال کې د کرېکټ نړیوالې شورا یا (ای سي ‌سي) لخوا د ټېسټ لوبو اجازه ورکړل شوه.‌ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه پر هماغه کال د هند پر وړاندې وکړه، چې هند وګټله.

ورپسې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې له ایرلنډه ټېسټ لوبه وګټله او پر هماغه کال یې بنګله دېش ته هم یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه.‌

له هغه وروسته افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې له وېسټ انډیز سره ټېسټ لوبه وبایلله.

همد راز افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کې له زمبابوې سره د دوه ټېسټ‌ لوبو لړۍ درلوده،‌ چې یو-یو مساوي شوه.

له هند سره له خپلې لومړنۍ ټېسټ‌ لوبې را وروسته دا به لومړی ځل وي چې افغان لوبډله د اسټرالیا په څېر له یوې بلې پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کېږي.‌

اسټرالیا دا مهال د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې له هند، نیو زیلنډ او انګلنډ وروسته څلورم ځای لري.

افغانستان له دې کبله چې لا یې کافي ټېسټ لوبې نه دي کړې، د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې د سر لسو هېوادونو په کتار کې نشته.