تر غرمې وړاندې د هند - افغانستان ټېسټ لوبه

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بنګلور، هند

افغان لوبغاړو ته له احساساتو ډکه ورځ وه. ځینو ویل د شپې خوب نه دی ورغلی. خو سهار هر یو پوره ويښ او خوښ و.

تر لوبې وړاندې لوبغاړو ته د ټېسټ خولیو ورکړه، د افغان ولسمشر اشرف غني پیغام، د اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله روغبړ، د هند د لوبو د وزیر وینا او ګڼې نورې دستورې وې چې دا احساساتي موقع یې نوره هم احساساتي کوله.

د بنګلور په ورېځو پوښلي ښار کې هند پچه وګټله او لومړی یې خپله منډو ته ملا وتړله. په پېچ د څو ورځو وړاندې غوندې واښه نه وو.

د بېټینګ لپاره ښه ښکارېد، خو یو نیم توپ پرې خورا ډېر جګېده.

د مجیب او راشد دوه درې توپونه ډېر راپورته شول. د افغانستان له لورې لومړنی توپ یمین احمدزي واچاوه.

په لومړي توپ وېجې یوه منډه واخیسته. توپ یې له خپلو پښو سره ودراوه تر څو چې افغان فیلډران راتلل دهون او ویجې لومړنۍ منډه کړې وه.

په دویم توپ هم یوه منډه وشوه. د یمین نور اوور ارام تېر شو. په دویم اوور کې چې د ۱۷ کلن وفادار مومند د ژوند لومړنی اوور و داسې ښکاره شوه چې دغه زلمی لوبغاړی وارخطا دی.

څلوریزې پرې ووهل شوې. تر نهو اوورونو پورې یمین او وفادار بالینګ وکړ. وفادار له لومړني اوور وروسته په سر کې شو.

د یمین په یوه توپ د ویجې بخت بیداره و د بیټ په څنډه ولګېد د ویکټو ترڅنګ تېر شو او څلور منډې شوې. د وفادار په یوه توپ د ویکټ ساتي افسر ځاځي د کېچ اپيل وشو.

لوبڅار ورنه کړ، افغان کپتان او لوبغاړي تر ډېره منتظر وو خبرې یې سره کولې چې د تلویزیون څارونکي لوبڅار پرېکړه ته خبره بوځي که نه. خو دا کار یې ونه کړ.

د تلویزیون انځورونو ښوودل چې ښايي اوټ و. افغانستان یوه موقع له لاسه ورکړه.

په لسم اوور کې نبي راغی. خو په نبي دهون شپیږه ووهله. دهون داسې لګیا و لکه شل اوزیزه لوبه چې کوي.ویجې ورو ورو لوبه کوله. د افغانستان هیله راشد ته وه. خو راشد په لومړني اوور کې درې څلوریزې وخوړې.

داسې ښکاره شو چې پر هغه هم دې لویې موقع اغېز کړی دی. په ۱۹ اوور کې چې توپ مجیب ته وسپارل شو که څه هم لومړی اوور یې ښه و خو وروسته پر هغه هم د شپږیزو او څلوریزو باران شو.

د دهون سلیزه

دهون په ۸۷ توپونو سلیزه پوره کړه. دی لومړنی هندی لوبغاړی شو چې د یوې ټست لوبې په لومړۍ ورځ یې د غرمنۍ تر دمې وړاندې سلیزه پوره کړه، ویجې هم پنځوسیزې ته نژدې و.

افغان لوبغاړو په دوو ساعتونو کې ۲۷ اوورونه وکړل. هند ۱۵۸ چټکې منډې وکړې. دهون په ۱۰۴ منډو او ویجې په ۴۱ منډو ولاړ وو.

یمین څلور اوورونو کې ۱۸ منډې، وفادار اتو اوورونو کې ۲۵، نبي څلورو اوورونو کې ۲۲، راشد اوو اوورونو کې ۵۱ او مجیب په ۴ اوورونو کې ۳۲ منډې ورکړې.

وفادار مومند تر ټولو بالرانو خطرناک ښکاره شو خو د راشد په یوه توپ چې لوبڅار د اوټ غوښتنه ونه منله اصغر د تلویزیون لوبڅار ته اپیل وکړ.

انځورونو وښوده چې توپ تر ویکټو پورته روان وو.

په دې دوو ساعتونو کې ښايي احساساتو پر افغان لوبډلې ډېر اغېز کړی وو، هندي منډه جوړونکو په ځانګړي ډول افغان سپېن یا ورو بالران په نخښه کړل.

دوه ورځې وړاندې کپتان اصغر ستانکزي ویلي و چې تر هندي سپېنرانو افغان سپېنران ښه دي. ښايي هندي لوبغاړو دغه خبره غلطه ثابتوله او یا یې هم غوښتل چې دومره برید پرې وکړي چې افغان بالران خپله دومره وځپي چې خپله وړتیا ونه ښيي.