کرېکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا له افغانستانه په ۴ منډو لوبه وګټله خو وايي، "افغان لوبډلې موږ ووېرولو"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي لندن
اسټرالیا له یوې په زړه پورې لوبې وروسته افغانستان ته یوازې د څلورو منډو په توپير ماتې ورکړه.
افغانستان د اسټرالیا د ۱۶۹ منډو هدف په تعقیب کې په ۷ لوبغاړو ۱۶۴ منډې وکړې. د افغانستان په توپ وهونکو کې راشد خان د نن لوبې ستوری وو چې یوازې په ۲۳ توپونو یې ۴۸ منډې وکړې.
تر دې وړاندې لوبه کې اسټرالیا لومړی بیټېنګ کړی وو او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې.
د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ګلېن مکسوېل وايي، هغوی ډېر نږدې وو، افغانستان ډېره ښه لوبه وکړه. ډېره ښه توپ اچونه یې کوله، موږ یې د پاور پلې پر مهال تر فشار لاندې راوستلو"
ښاغلی مکسوېل همدا راز وايي چې د افغانستان نننۍ ښې لوبې د دوی لوبډله ووېروله، "له نېکه مرغه موږ لوبه بېرته ترې راستنه کړه او ښه توپ وهنه وشوه خو په پای کې یې موږ یو څه ووېرولو."
د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د کرېکټ نړیوال جام لوبه کې اسټرالیا لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې نوین الحق او فضل حق فاروقي ستوري بالران وو. فاروقي دوه او نوین الحق د اسټرالیا درې لوبغاړي وسوځول.
د اسټرالیا له لوري بیا ګلېن مکسوېل تر ټولو ډېرې ۵۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. اسټرالیا د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته د وتلو لپاره اړتیا درلوده چې نننۍ لوبه له افغانستانه په لوی توپیر وګټي.

نننۍ لوبې لپاره د افغانستان لوبډله کې دوه بدلونونه شوي وو چې نوین الحق د فرید ملک پر ځای او دروېش رسولي د عظمت الله عمرزي پر ځای لوبېږي.
پرون د روزنې پر مهال چې زه ډېرو افغان لوبغاړو سره وغږېدم، نژدې ټولو هیله ښووله چې غواړي خپله وروستۍ لوبه کې وځلېږي او مینه والو ته د خوښۍ یو څو شېبې ورکړي.
افغان لوبډلمشر محمد نبي د سریلنکا پر وړاندې ماتې ته په اشاره وویل چې له هغې لوبې یې ډېر څه زده کړل.
ومې پوښت چې ولې توپ وهنه کې تل افغان لوبغاړي پاتې راځي؟
راته یې وویل چې تر ډېره ((د لوبغاړو کمه تجربه د دې لامل دی. که وګورئ زموږ توپ وهونکي ۲۰ یا ۲۵ بالونه ولوبوي چې د سیالې لوبډلې بالرانو سره ښه بلد شي نو بیا په یوې تېروتنې خپله وېکټه له لاسه ورکوي چې دا په لوبډلې فشار راولي.))
لوبډلمشر محمد نبي زیاته کړه چې غواړي نننۍ لوبه کې نه یوازې ښه لوبه وکړي بلکې د ګټلو کوښښ وکړي چې وکولی شي دې نړیوال جام کې خپل سفر په مثبت ډول پای ته ورسوي.
ګلبدین نایب، راشد خان او د افغانستان مرستیال روزونکي رئیس احمدزي هم د ورته هیلې خبره وکړه.
اسټرالیا پر وړاندې نننۍ لوبه په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د دغو دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ سیالي ده.
له دې مالومېږي چې افغانستان څومره کم فرصت لري چې په نړیوالو سیالیو کې د پياوړو لوبډلو سره مخامخ شي.
بې له شکه چې دا د افغانستان د کرېکټ او لوبغاړو د پرمختګ مخه نیسي ځکه چې دوی کله په کلونو کې یو ځل دغه ډول پياوړو لوبډلو سره سیالي کوي نو طبعآ د مهارت له اړخه به د هغوی په کچه نه وي.
افغان لوبغاړي او مینه وال د کرېکټ له نړیوالې شورا غواړي چې د افغان کرېکټ او لوبغاړو ملاتړ وکړي او دوی ته پياوړو لوبډلو سره د لا نورو سیالیو فرصتونه برابر کړي.









